سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
دا چي د دوی دواړو واقعه هم د آدم علیه السلام د واقعې یوه برخه ده نو دلته د یادولو وړ ده.
قرآن کریم د حضرت آدم علیه السلام د دې دواړو زامنو نومونو ذکر کړي نه دي صرف « بنی آدم » (د آدم دوه زامن) يې ویلي او مجمل يې پرېښي دي البته په تورات کي يې همدا نومونه چي عنوان کي درج دي ، لیکل شوي دي د دوی د واقعې په هکله د حدیثو حافظ عماد الدین ابن کثیر رحمه الله پخپل تاریخ کي د سدي په سند یو روایت نقل کړی دی چي د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه او ځینو نورو صحابه ؤ رضی الله عنهم څخه منقول دی مضمون يې دا دی:
په انساني دنیا کي د زیاتولو په خاطر د حضرت آدم علیه السلام دستور دا ؤ چي د حضرت حوا له ګېډي نه د پیدا سوي جوړې (هلک او انجلۍ) نکاح يې له بلي ګېډي له پیوست پیدا شوي جوړې (هلک او نجلۍ) سره کوله، د همدغه دستور مطابق قابیل او هابیل ته هم د واده کولو نوبت ؤ ، قابیل په عمر کي لوی وو او د هغه خور د هابیل له خور څخه زیاته ښایسته وه له دې امله قابیل باندي دا ډېره سخته تمامېده چي د دستور مطابق دي د ده د خور نکاح له هابیل سره او دده نکاح د هابیل له خور سره وشي، د معاملې د ختمولو لپاره حضرت آدم علیه السلام دا فیصله وکړه چي دواړه دي خپله خپله قرباني د الله جل جلاله په دربار کي وړاندي کړي د چا قرباني چي منظوره شي هغه د خپلي ارادې پوره کولو مستحق دی.
څرنګه چي له تورات څخه معلومیږي چي په هغه زمانه کي د قربانۍ (نذر) د قبولیت دا الهامي طریقه وه چي نظر او قرباني به يې په لوړ ځای کېښوده او له آسمان څخه به اور راغی هغه به يې و سوځوله، د دې قانون مطابق هابیل له خپلي رمې څخه یو پسه د لله تعالی په لار کي نذر کړ او قابیل د خپلي غلې څخه یو ډول غله د قربانۍ په توګه وړاندي کړه ، د دواړو د نېک نیتۍ او د بد نیتۍ اندازه په دې عمل سره وشوه ، لهذا د دستور مطابق اور راغی د هابیل نذر يې وسوځاوه او په دې توګه د قبولیت شرف د هغه برخي ته حاصل شو.
قابیل خپل دغه توهین په هیڅ صورت برداشت نشو کړای او په غیض او غضب کي راغی او هابیل ته يې وویل : چي د وژلو نه بغیر دي نه پرېږدم تر څو خپل مراد ته ونه رسیږې! هابیل ورته ځواب ورکړ زه پر تا باندي لاس نه پورته کوم نور نو ستا خوښه ده ، پاتي شوه د قربانۍ معامله نو د الله تعالی په نزد خود د نېک نیتۍ نذر قبلیږي هلته نه بد نیتي کار ورکوي او نه زور او نه بې لامله غم او غصه. پر قابیل د دې نصیحت منفي اغېز وشو اور پرې بل شو او خپل ورور يې وواژه .
مګر په قرانکریم کي د واده قصه ذکر نه ده یوازي د قربانۍ قصه ذکر ده او همدارنګه د هابیل د جسد د ښخېدو په باره کي یادونه سوې ده.
له قتل نه وروسته قابیل حیران ؤ چي په جسد يې څه وکړي؟ تر دا مهاله د آدم نسل له مړيني سره مخامخ شوی نه وو له دې امله حضرت آدم علیه السلام د مړي په هکله څه الهي حکم اورېدلی نه ؤ ، ناګهانه يې ولید چي یو کارغه د ځمکي په کیندلو باندي لګیا دی او قبر يې جوړ کړ ، قابیل ته تنبیه حاصله شوه چي ماته هم پکار ده چي خپل ورور ته دا ډول ځمکه ژوره کړم او په ځینو روایاتو کي دي چي هغه کارغه بل کارغه په هغه ژور ځای کی ښخ کړ.
قابیل چي دا وکتل نو پخپله ناکاره ژوند يې ډېر افسوس وکړ او ويې ویل چي زه له دې حیوان څخه هم ډېر عاجزه یم چي د خپل جرم د پټولو وړتیا هم را سره نشته ، په پښېمانتیا سره يې سرکښته کړ او بیا يې په دغه ډول خپل ورور ښخ کړ.
د هابیل او د قابیل قصه په قرانکریم کي:
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الْآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ ۖ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ (۲۷) لَئِن بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ ۖ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ (۲۸) إِنِّي أُرِيدُ أَن تَبُوءَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ ۚ وَذَٰلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ (۲۹) فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ (۳۰) فَبَعَثَ اللَّهُ غُرَابًا يَبْحَثُ فِي الْأَرْضِ لِيُرِيَهُ كَيْفَ يُوَارِي سَوْءَةَ أَخِيهِ ۚ قَالَ يَا وَيْلَتَا أَعَجَزْتُ أَنْ أَكُونَ مِثْلَ هَٰذَا الْغُرَابِ فَأُوَارِيَ سَوْءَةَ أَخِي ۖ فَأَصْبَحَ مِنَ النَّادِمِينَ (۳۱) (المائده: ۲۷-۳۱)
ماخذ: قصص الانبیاء او قصص القران/ د معارف القران تفسیر څخه. ژباړه: مولوي نورالحق انور