جبیر احمد مشهود
نن چي دا کوم شور کوي غربي نړۍ
نن چي دا کوم شور کوي غربي نړۍ
غواړي دلته خپل ډیمکراسي نړۍ
دوی دي نقض کړي بشري حقوق
هسي تش په خوله نعرې وهي نړۍ
ګرمه ده په ټوله بشریت باندي
دغه کفر پاله شیطاني نړۍ
نور یې بربنډ سوې ده اصلي څېره
د دې منافیقي او کفري نړۍ
دوی هیڅ یو ملت پر ارام نه غواړي
خاص بیا دا مظلومه اسلامي نړۍ
ویښ خلګ یې ټول ویده ساتلي دي
کفر نشروي په چل غربي نړۍ
را به سي مشهوده وخت که خدای کول
زموږ طالبي به راج به هم مني نړي
www.taleemulislam.net