تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د اُحُد پر غـزاء الْهي تعليق او تبصره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 21, 2020
  0


سیرت نبوي (۱۸۵برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د اُحُد پر غـزاء الْهي تعليق او تبصره

 

د الله جل جلاله  د طرفه څخه د اُحُد د غزاء په متعلق آياتونه نازل سوه چي د دغه جنګ پر ټولو مهمو نقطو يې مرحله په مرحله روښنايي اچول او هغه سببونه يې روښانه کړه چي دغه تاوانونه يې په وجود راوړل او د ځينو مسلمانانو هغه ضعيفه اړخونه يې ښکاره کړه کوم چي تر اوسه پوري په ځينو کسانو کي موجود وه، هغه کسان يې متوجه کړه چي په دغسي مهم او فيصله کونکي وختو کي د هغو واجبه وظيفه څه شي ده؟  او د دغه امت، چي تر نورو امتو افضل او بهتر دى هدف او مقصد څه دى؟ 


او بيا قرآن مجيد د منافقانو حالات بيان کړه، هغه يې رسوا کړه، د هغو د زړو هغه پټ حالات يې ښکاره کړه كوم چي د الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره عداوت ؤ، 


او هغه وسوسې او شُبهې يې ايسته کړې چي د ضعيفه مسلمانانو په زړو کي ور ګرځېدلې، هغه دسيسې او فتنې چي منافقانو او د هغو وروڼو  يهودو په مسلمانانو کي نشرولې، هغه يې واضحه او افشاء کړې، و هغو حِکمتو او ښو مقصدو ته يې اشارې وکړې کوم چي د دغه جنګ په نتيجه کي په وجود راغله، مقصد دا چي د سورة آل عمران شپېته آياته د اُحُد د جنګ په باره کي نازل سوه.

 
د جنګ اوله مرحله د الله جل جلاله  په دې قول سره شروع کيږي چي فرمايي:
وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِينَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿آل‌عمران: ١٢١﴾
يعني: کوم وخت چي ته د ورځي په اول کي د خپله کوره څخه و وتې او په اُحُد کي دي مومنانو ته د جنګ دپاره ځايونه تيارول يا آماده کول. 
او هغه آخرنئ آيات چي د اُحُد د جنګ پر نتيجه او حکمت شامله او جامعه تبصره کوي د الله جل جلاله  هغه قول دى چي فرمايي:

 

مَّا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَا أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّى يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى الْغَيْبِ وَلَ كِنَّ اللَّهَ يَجْتَبِي مِن رُّسُلِهِ مَن يَشَاءُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَإِن تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿آل‌عمران: ١٧٩﴾

 

يعني: الله جل جلاله  داسي نه دى چي مومنان پر هغه حال پريږدي چي هم دا اوس تاسي ياست، تر څو چي الله جل جلاله  نا پاکه د پاکو څخه جلا نه کړي، يعني: تاسي امتحانوي چي صادق او منافق مو سره جلا سي او الله جل جلاله  داسي نه دى چي تاسي په غيبو باندي خبرکي (چي د منافقانو فرق او تميز د مخلصانو څخه بيله امتحانه وکړی) مګر الله عزوجل  د خپلو رسُولانو څخه هغه څوک اختياروي چي دئ عزوجل  يې إراده وکړي، يعني: دغه د غيبو اطلاع په خپلو رسُولانو کي و هغه چا ته ورکوي چي د ده جل جلاله  خوښه وي.


 فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَإِن تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿آل‌عمران: ١٧٩﴾


نو اې مومنانو! تاسي پر الله او د هغه پر رسُولانو ايمان او يقين ولرى، که تاسي پر ايمان قائم پاته سى او د بدو کارو څخه ځانونه وساتى  پس نو تاسي ته ډېر لوى اجر دى، چي هغه جنت دى.


علماء رحمهم الله وايي: د اُحُد په غزاءکي او په هغو تکاليفو کي چي مسلمانانو ته و رسېدل ډيري فايدې او الْهي حکمتونه سته، چي اوس به يې هغه لوى لوى شيان درته بيان سي: 


اول: مشوره، هغه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپله پرخپل ځان عملي کول، هر هغه کار چي به د مشورې وړ او لايق ؤ رسول الله صلی الله علیه وسلم  به په هغه  کار کي د خپلو اصحابو کرامو سره مشوره کول، موږ و ليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا نه کړه خوښه چي د خپلو اصحابو د هغي مشورې څخه مخالفت  وکړي کوم چي ويل: دښمن ته ور وزو، که څه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا خوښه وه چي په مدينه منوره کي پاته سي. 


دوهم: په دغه غزاءکي منافقان په ښکاره سره معلوم سوه چي د دوى په حرکتو او افعالو مسلمانانو ته حکمتونه او مقصدونه په لاس ورغله، چي مهم مقصد دا سو: چي مسلمانان يې د منافقانو د اختلاطه څخه جلا کړل او دې کار د مسلمانانو دپاره په وروسته کي ډيري فايدې درلو دې.
(نن ورځ به هم د منافقانو د رسوا کېدلو دپاره ډیر مثالونه پر خپل شا وخوا وينى) 
موږ وليدل چي عبدالله بن اُبى بن سلول (۳۰۰) نفره خپل متابعين پسله هغه څخه چي د مدينې منورې څخه د مسلمانانو سره را و وتل، بيا يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو څخه څنګه جلاکړه، په ښکاره سره يې دا بهانه جوړه کړه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغه مغروره ځوانانو رأيه قبوله کړه او ما غوندي د عقل او تجربو د خاوند رأيه يې پرېښوول، خو په حقيقت کي ده  جنګ نه غوښتى، نه يې غوښتل چي ځان د خطر و ځايو ته ور واچوي، چي دا کار د منافقانو د هغه معلومو علامو څخه دى، منافقان همېشه غواړي چي د اسلام په نامه سره غنيمتونه لاس ته را وړي او د اسلام په لار کي د ستړياوو او تاوانو څخه ځان وساتي، دوى په اسلام پوري په دغه دوه سببه لاس نيولى وي، يا دا چي د اسلام غنيمتونه غواړي. 


يا دا چي د اسلام په نامه ځان د مصيبتو او تکاليفو څخه ساتي. 


درېيم: رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه جنګ کي د کفارو څخه مرسته او کومک نه وغوښتل يا يې اصلاً د هغو مرسته نه کړه قبوله، که څه هم د مسلمانانو  شمېر ډېر لږ ؤ خو بيا يې هم د يهودو هغه کومک نه کړی قبول چي د قومي تعصب په سبب د اُحُد جنګ ته ور وتلي وه، ابن سعد(رح) په خپل طبقات کي وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: (لا نستنصِر بِأهلِ الشرکِ علْى أهل الشرک) يعني: موږ پر مشرکانو په مشرکانو سره نصرت او کاميابي نه غواړو.


څلورم:که موږ د هغه جنګ چي د مسلمانانو او کفارو په منځ کي ؤ و ټول وخت ته متوجه سو، وبه وينو چي دغه وخت و دوو حصو ته وېشل کيږي، اوله حصه يې هغه ده چي مسلمانانو خاصتًا غشي ويشتونکو د خپل قائد رسول الله صلی الله علیه وسلم  اوامر عملي کړي وه، پر خپلو ځايو ټينګ ناست وه، نو نتيجه يې څه شي سوه؟ نصرت او برئ د مسلمانانو د لښکر په نصیب ؤ او شکست دکفارو په لښکر کي شروع سو، ډېر ژر د درو زرو نفرو مشرکانو په زړو بېره ننوتل خپل ځايونه يې پرېښوول او په تېښته يې شروع وکړه او دا د جنګ هغه وخت او هغه حصه ده چي الله جل جلاله  د هغه په باره کي فرمايي:


       وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللَّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِ ﴿آل‌عمران: ١٥٢﴾
يعني: په تحقيق سره الله جل جلاله  ستاسي سره خپله وعده رشتيا کړه کوم وخت چي تاسي د الله په امر سره کافران وژل، دا خو د جنګ اوله صفحه يا اوله حصه وه. 


اوس د جنګ و دوهمي حصې ته راسه، دا هغه حصه ده چي مسلمانانو په مشرکانو پسي ځغستل او د هغو څخه يې غنيمتونه اخستل، په دغه وخت کي چي هغه غشي ويشتونکو د هغه غره څخه چي دوى پر ناست وه و خپلو وروڼو ته وکتل چي توري په لاس په دښمنانو پسي ځغلي، مالونه او غنيمتونه ټولوي، دوى ته هم دا ميل او رُغبت پيدا سو چي دوى هم د نورو مسلمانانو سره د غنيمتو په ټولولو کي اشتراک وکړي، دغه ميل په دوى کي دا  فکر پيدا کړى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اوامرو وخت پاى ته ورسېدى او دوى اوس د هغو اوامرو څخه آزاد دي، پر دوى دا نه ده لازمه  چي تر هغو پوري دلته کښيني چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه امر ورته راځي نو ويل: راځى جنګ خلاص سو، دا د دوى اجتهادي فکر يا اجتهاد ؤ، خو د دوى په دغه اجتهاد کي د دوى امير عبدالله بن جُبير رضی الله عنه  او ځينو نورو اختلاف ور سره وکړی مګر د دغه فکر او اجتهاد خاوندان بيا هم د غره څخه کښته سول او د غنيمتو په ټولولو کي يې حصه واخستل، د دوى د دغه مخالفت نتيجه څه شي سوه؟


 هغه بېره چي دکفارو په زړو ننوتلې وه هغه دکفارو په نوې حمله بدله سوه، هغه خالد بن وليد چي د تيښتي په حالت کي ؤ، اوس د چم او حيلې په فکر کي سو، شا وخوا يې وکتل وې ليدل هغه غر چي ټينګ ساتل سوى ؤ اوس د هغه غشي ويشتونکو څخه خالي دى (لکه نن ورځ چي د اسلام قلا د ساتونکو څخه خالي ده او يو څه لږ مسلمانان د دښمن تر شکنجو لاندي وهل کيږي او وژل کيږي ).
نو د خالد بن وليد په سر کي يو عسکري فکر پيدا سو، فوراً دئ او د ده ملګري د هغه غره و خوا ته ور وګرځېدل، هغه لږ کسان چي پر غره پاته وه هغه يې په شهادت و رسول او مسلمانان د شا د طرفه په غشو ولي، دا وار بېره د مسلمانانو په زړو ننوتل او هغه پېښه سوه چي د مخه مو درته بيان کړه، د جنګ پر دغه حصه الله جل جلاله  تبصره کوي او فرمايي:  

 

وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللَّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِ  حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الْأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّن بَعْدِ مَا أَرَاكُم مَّا تُحِبُّونَ مِنكُم مَّن يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ الْآخِرَةَ  ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ  وَلَقَدْ عَفَا عَنكُمْ  وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ ﴿١٥٢﴾


يعني: تر هغه وخته پوري تاسي کاميابه واست مشرکان مو وژل ترڅو چي بې زړه سواست او په خپل منځ کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په امرکي سره مخالف سواست (چا ويل ځو، چا ويل کښېنو) او پسله هغه څخه مو نا فرماني وکړه چي الله جل جلاله  هغه شئ درښکاره کړى چي ستاسي خوښ ؤ (چي هغه نصرت او غنيمت ؤ) ستاسي څخه ځيني هغه څوک دي چي دنيا او د هغې دغه لږ او خسيس ژوند خوښوي او ستاسي څخه ځيني هغه څوک دي چي آخرت خوښوي.


اوس نو تاسي وګورى: د دغي يوې اجتهادي خطاء نتيجه څومره لويه او عامه وه، د مسلمانانو په لښکر کي د يو څو لږو کسانو د خطاء نتيجه و ټولو مسلمانانو ته ورسېدل، الله جل جلاله  و مسلمانانو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د نافرمانۍ نتيجه ور و ښوول.


وروره! ته د هغو لږو مسلمانانو هغه لږ خطاء او د نن ورځي د ډيرو مسلمانانو دغه ډيري او قِسم قسم خطاوي او نافرمانۍ چي د عامو او خاصو خلکو د ژوند په هر اړخ کي يې وينې سره وسنجوه، بيانو د الله جل جلاله  و لطف او کرم ته فکر وکه چي موږ ولي د دغو خپلو ګنهو په سبب نه هلاکوي؟ حتّْی امر بالمعروف او نهي عن المنکر مو پرې ايښي دي، که ته په دغه باره کي فکر وکړې نو به د ځينو خلکو د هغه پوښتني جواب درمعلوم سي چي دوى وايي: نن ورځ ولي مسلمانان دکفارو په مقابل کي مغلوبه دي؟ حال دا چي موږ مسلمانان يو او هغه کفار دي، خو په حقيقت کي موږ و خپلو عملو ته نه متوجه کېږو، موږ د خپل رسول صلی الله علیه وسلم  اطاعت پرې ایښی دی خود به مو دغه حال وي.


 پنځم: موږ وليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   د دغه جنګ په دوهمه حصه کي ډير آزار کړل سو، اوږه يې وکوټل سوه، سر مبارک يې زخمي سو، شونډه یې څیري سوه، غاښ  مبارک يې مات سو، پر مخ مبارک يې ويني په شدت سره بهېدلې، ځنګون یې خوږ سو، چي دا ټول د هغو مسلمانانو د خطاء نتيجه وه چي د خپل قائد رسول الله صلی الله علیه وسلم   د امره څخه يې مخالفت وکړی، مګر په دې کي څه حکمت ؤ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د وژل کېدلو آوازه د مسلمانانو په صفو کي نشر او خپره سوه؟  


جواب: د رسول الله صلی الله علیه وسلم   سره د مسلمانانو ارتباط او د دوى په منځ کي د ده صلی الله علیه وسلم   وجود، د مسلمانانو دپاره داسي يو قوت ؤ چي دوى هيڅکله د هغه د فراق او جلا والي تصور نه ؤ کړى او دوى هيڅ دا فکر نه کاوه چي موږ دي تر ده صلی الله علیه وسلم   وروسته د خپلو ځانو د يو ځاى کېدلو يا يوه قدرت د جوړېدلو طاقت ولرو، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم   وفات داسي يو شئ ؤ چي د دوى په زړو کي هيڅ نه ورګرځېدى، لکه دغه شئ چي دوى د خپلو  فکرو څخه غورځولى ؤ او په دې کي هيڅ شک نسته که دوى د دغه غفلته څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم   په واقعي وفات را ويښ سوي واى زړونه به يې چاودلي واى، هغه ايماني بنياد او اساس به يې رېږدېدلى واى، نو د الْهي حکمتو څخه يو هم دا ؤ چي دغه آوازه يې په مسلمانانو کي د دې دپاره نشر او خپره کړه چي داهم د دغه عسکري درسو په منځ کي د مسلمانانو دپاره يوه لويه تجربه سي او مسلمانان د دغي آوازې په اورېدلو سره د هغه حقيقي وفات د ورځي دپاره چي خامخا راتلونکې ده د اوسه څخه لا ځانونه ويښ او آماده کړي، د دغه ترخه حقیقت و منلو ته تیار سي.


 اوکه چيري رسول الله صلی الله علیه وسلم   د دوى د منځ څخه رحلت وکړي نو دوى به بيرته و هغه خپل شرک ته نه ګرځي او د همدغه عظيم درس دپاره هغه آيات د هغو کسانو پرحال د تبصرې پر قسم نازل سو کوم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د وژل کېدلو د خبر په اورېدلو سره ضعف او سستي ورته پېښ سوه، کوم چي الله جل جلاله  فرمايي:


(وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَى عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ ﴿آل‌عمران: ١٤٤﴾    )يعني: محمّد صلی الله علیه وسلم   نه دى مګر د الله يو رسول دى، په تحقيق سره تر ده صلی الله علیه وسلم   د مخه ډېر رسُولان تېر سوي دي، آيا که دئ صلی الله علیه وسلم   مړ سي يا شهيد کړل سي نو تاسي به بيرته پر شا و هغه خپل کفرته ګرځی؟ او هر څوک چي بيرته هغه خپل کفر ته وګرځي هغه هيڅکله الله عزوجل  ته هيڅ ضرر نه رسوي او شکر کونکو بندګانو ته به الله جل جلاله  ډېر ژر د خير بدله او جزاء ور کړي. 


د دغه درس ايجابي او مثبت اثر، یا ښه نتیجه په هغه ورځ ښکاره سوه چي واقعاً رسول الله صلی الله علیه وسلم   د رفيق اعلْى و طرف ته رحلت وکړی، نو دغه د اُحُد آوازه او هغه چي د هغې آوازې په سبب دغه آيات شريف نازل سو  مسلمانان يې ويښ او يوه ترخه حقيقت ته متوجه کړه، نو په کومه ورځ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   واقعًا رحلت وکړی مسلمانانو په غمجنو زړو د هغه صلی الله علیه وسلم   سره وداع وکړه او د هغه امانت و ساتلو ته متوجه سوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   و دوى ته ور پرې ايښى ؤ، هغه امانت څه شي دی؟ هغه امانت و اسلام ته دعوت، امر بالمعروف، نهی عن المنکر او في سبيل الله جهاد دی او د دغه امانت په ساتلو او رسولو سره مسلمانان په خپل ايمان کي قوي او په عقيده کي شديد پاته سوه، دا به لا هم درته و وایم: تر کومه وخته چي مسلمانان دغه امانت ساتي او د هغه په رسولو کي کوښښ کوي کامیابي د دوی ده.


شپږم: د انبياء عليهم السلام  د ژوند عادت داسي وي چي يو وار په امتحان مبتلاء کيږي او بيا آخرنۍ کاميابي د دوى وي او په دې کار کي حکمت دا دى:که همېشه کاميابي د انبياء  عليهم السلام سره وي نو به په مسلمانانو هغه څوک ننوزي چي واقعًا مسلمانان نه دي، چي بيا به صادق او منافق نه سره پېژندل کيږي اوکه همېشه شکست د دوى سره وي نو هغه د بعثت او نبوت مقصد نه تر سره کيږي، نو د الْهي حکمت تقاضاء دا وه چي د مسلمانانو دپاره یې نصرت او شکست دواړه سره يو ځاى کړه، چي په دغه صورت کي صادق دکاذب څخه معلوم او جلا سي او دا هم په دې سبب چي د منافقانو نفاق د مسلمانانو څخه پټ ؤ، کوم وخت چي د اُحُد دغه قصې پيښي سوې او منافقانو هغه خپل نفاق په قول او عمل کي ښکاره کړى، مسلمانان پوه سوه چي دوى د دوى په لباس کي دښمنان لري، نو و هغو ته آماده سوه او د هغو څخه يې ځانونه ساتل. 


اووم: په ځينو ځايو کي د نصرت او بري ځنډېدل د نفس شکست دى، کوم وخت چي و مسلمانانو ته د شکست حالات پېښ سوه صبر يې وکړى او منافقان عاجزه سوه.  


اتم: الله عزوجل  د خپلو مومنو بندګانو دپاره په جنت کي داسي کورونه او منزلونه جوړ کړي دي چي دوى په خپل عمل سره و هغه مقام ته نه سي رسېدلاى، نو ځکه الله جل جلاله  و دغو بندګانو ته داسي تکاليف او زحمتونه پيښ کړي چي د هغو په واسطه سره و هغه خپل منزل ته ورسيږي. 


نهم: تاسي پوهېږى چي شهادت د ولايت د لوړو درجو څخه دى، نو الله جل جلاله  خپل خاص بندګان په دغه درجه او مرتبه سره خاص کړي. 


لسم: الله جل جلاله  د خپلو د ښمنانو  د هلاک او په دوږخ کي د سختو عذابو إراده فرمايلې ده، نو خود و دوى ته داسي اسباب برابرکړي چي دوى په هغه سره د هغه عذاب وړ او لائق وګرځي، لکه کفر او بغاوت، سرکښي او نافرماني او د الله عزوجل  د دوستانو زهيرول، چي د دوى په دغو کارو سره د مسلمانانو ګنهونه توييږي او دکافرانو د هلاک سبب ګرځي. 


يوولسم: تاسي راسى چي يو څه و هغو حالاتو ته متوجه سو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   اصحاب په هغه وخت کي يو په بل پسي وژل کېدل، کوم چي دوى د مشرکانو د غشو او د تورو د ضربو څخه د ده صلی الله علیه وسلم   ساتنه په خپلو بدنو سره کول، دوى د غشو ترباران لاندي يو په بل پسي غځارېدل، خو د دوى ټول کوښښ دا ؤ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   ژوند و ساتي او بل يې د هيڅ شي پروا نه درلودل، د دغي عجيبي قربانۍ او فداکارۍ سبب او مصدر څه  شي ؤ؟ 


د دغي قربانۍ اول مصدر ايمان پر الله او پر رسول الله ؤ او دوهم مصدر يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم   سره محبت ؤ، دغه دواړه چي سره يو ځاى سوه دغه عجيبه قرباني او فداکاري يې په وجود راوړل.


 نو نن ورځ هم يو مسلمان و دغو دواړو مصدرو ته اړ او محتاجه دى، يواځي دا کفايت نه کوى چي يو څوک پر هغه عقيدوي شيانو د ايمان را وړلو دعوه وکړي، کوم چي پر هغو ايمان را وړل لازم دي، ترڅو چي زړه يې د الله او رسول الله صلی الله علیه وسلم   په محبت سره ډک نه سي، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم   په حديث متفق عليه کي فرمايي:


«لايُؤمنُ احدُکم حتّْی أکونَ أحبَ اليه من والده و ولده والناسِ اجمعين »


يعني: تر هغو د يو چا ايمان کامل نه دى تر څو چي زه و هغه ته ترخپل پلار او خپل اولاد او تر ټولو خلکو خوښ او ګران نه سم او د دغه محبت تفصيل او بيان داسي کيږي: الله جل جلاله  و انسان ته عقل او زړه ورکړي دي. 


عقل د دې دپاره دى چي په هغه سره فکر وکړي او پر هغو شيانو ايمان را وړي چي پر هغو ايمان را وړل فرض او ضروري دي او زړه يې د دې دپاره ورکړى دى چي دغه زړه د هغه چا او هغه شي په محبت کي استعمال کړي چي الله جل جلاله  د هغه په محبت سره امر کړى دى، او د هغه چا يا شي په بغض او عداوت کي يې استعمال کړي چي الله جل جلاله  د هغه په بغض او عداوت سره امر کړى دى. 


نو که زړه د الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم   او د صالحه بندګانو په محبت نه سي مشغول خامخا به د شهواتو، خواهشاتو او محرّماتو په محبت سره ډک سي او که بيا چيري زړه د  شهواتو او خواهشاتو په محبت ډک سو نو هيڅکله يواځي عقيده د دې سبب نه سي ګرځېدلاى چي خپل خاوند دي د قربانۍ او فداکارۍ و يوه عمل ته هم آماده کړي، چي دغه حقيقت هغه شئ دى چي د تربيې او اخلاقو علماوو د اَولَوِياتو څخه بللى دى یا یې د بنسټ پر قسم منلی دی، او تجربو هم دغه شئ ثابت کړى دى، د دې دپاره به يو ښکاره مثال درته بيان کړم: د امريکا حکومت دا و نه کولاى سواى چي هغه شئ عملي کړي چي پر هغه يې ايمان درلودى او د هغه شي پر فايده يې عقيده درلودل، مثلاً په 1933 ميلادي کال کي د امريکا حکومت يو قانون صادر کړى چي هغه قانون په عامو مجلسو کي د شرابو استعمالول منعه کړي وه، خو پر دغه قانون لږ موده لا نه وه تېره سوې چي قانون جوړونکي بيرته پر شا ولاړل او د شرابو دنه څښلو د درد په سبب يې هغه قانون چي دوى پر ځان لازم کړى ؤ لغوه کړی او بيرته يې په عامو مجلسو کي خپل جامونه ډکول، دا ځکه چي محبت نه ؤ. 


مګر بالمقابل هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم   اصحاب کرام وه چي نسبت د اوسني عصر وامريکايانو ته د ثقافت او مدنيت، د فايدو او ضررو په پوهه کي هيڅ نه وه، مګر فقط د الله جل جلاله  د امر په اورېدلو سره چي شراب مه چښى، هغه ژيان چي په شرابو ډک وه څيري کړه، هغه خُمان چي په شرابو ډک وه مات کړه، حتّْی هغه ګلاسونه چي شراب يې پکښي څښل مات کړه او په لوړ آواز سره يې ويل: إنتهينا يارب إنتهينا. يعني: پرې مو ښوول يارب! پرې مو ښوول. 


د دغو دوو ډلو په منځ کي دا فرق ؤ چي د صحابۀ کرامو په زړو کي يو شئ ؤ چي د هغه محبت يې درلودى، نو ځکه خپل خواهشات يې د الله جل جلاله  د احکامو تابع ګرځولي وه، نو دغه قلبي محبت ؤ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د اصحابو پر زړو غالبه ؤ او دغه محبت دوى داسي کړي وه چي خپل ژوند يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم   تر ژوند قرباناوه، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د ساتني دپاره د مرګ  په غېږ ورتله، داُحُد په غزاءکي داسي ډير نادره مشاهد او حالات سته چي د دغه قلبي محبت ښکارندويه دي. 


خوکه په دغه اوسني عصر کي د مسلمانانو زړونه په دغسي محبت سره ډک سي، داسي محبت چي دوى يو څه د شهواتو او انانيت څخه ليري کړي، داسي محبت چي د دوى پر شهواتو او خواهشاتو غالبه سي نو به څه پېښه سي؟ دغه اوسني مسلمانان به يو نوى مخلوق سي خپل شان او شوکت به د مرګ د خولې څخه را وباسي پرخپلو دښمنانو به کاميابه سي، که څه هم د دغه کار په مخ کي ډېر مشکلات او خنډونه وي پر هغو ټولو مشکلاتو به د دغه قلبي محبت په سبب کاميابه سي او که ته غواړې چي د دغسي محبت خاوند سې او ودغسي محبت ته لار پيدا کړې، نو فقط دغه را تلونکي څلور شيه عملي کړه زړه به دي د الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم   په صادقه محبت ډک سي.


اول: تر ټولو د مخه د الله جل جلاله  ټول عبادتونه د زړه په حضور او بېره سره کوه، کله ناکله والله جل جلاله   ته دعاء، عجز او زارۍ کوه. 


دوهم: د الله جل جلاله  ذکر او ياد ډېر کوه، همېشه (لا إلْه الا الله) او (سبحان الله) وايه، البته د دغو دوو کلمو معنْی ته به متوجه هم یې.

درېيم: پر رسول الله صلی الله علیه وسلم   ډېر درود وايه، د هغه صلی الله علیه وسلم   په سيرت، اخلاق او شمايلو کي فکر کوه او هغه صلی الله علیه وسلم  د ځان پېشوا او معلم و ګرځوه. 


څلورم: د الله عزوجل  په هغو نعمتو کي ډېر فکرکوه چي تا ته يې درکړي دي او هغه يادوه، د ټولو نعمتو نسبت و الله جل جلاله  ته کوه نه د ځان و پوهۍ او هوښیارۍ ته. 

که د اُحُد پر غزاء نور هم و تبصره کولو ته دوام ورکم پوره کتاب ځني جوړيږي، خو زه به په دغه اندازه سره کفايت وکم، نور نو تاسي کولاى سى چي د سيرة النبي صلی الله علیه وسلم   پر هره ماده په خپله تبصره وکړی، دا فقط و تا سي ته لار ښوونه وه چي څنګه او په کومه طريقه سره د سيرت النبي صلی الله علیه وسلم   څخه حکمتونه او درسونه را ايستلاى سى.


دا د اُحُد د غزاء قصه وه، هغه لويه او شديده غزاء چي پر مسلمانانو تېره سوې ده، دا هغه غزاء وه چي د مسلمانانو دپاره ډيري تجربې او درسونه پکښې وه. 


د اُحُد جـنګ د مسلمانانو پر شـهرت ډير بد اثر وکړی د خلکو د زړو څخه د دوى هيبت و وتى، خلکو ته ضعيفه ښکاره سوه، پر مسلمانانو داخلي او خارجي مشکلات زيات سوه، پر مدينه منوره د هره طرفه خطرونه را وګرځېدل، يهودو، منافقانو او صحرايي عربو په ښکاره سره د دښمنۍ اعلان کاوه او هري ډلي دا إراده کړې وه چي و مسلمانانو ته يو تکليف پېښ کړي، بلکه دا يې اميد ؤ چي مسلمانان ختم او فيصله کړي، نو ځکه د اُحُد پر جنګ دوې مياشتي لا نه وې تيري سوي چي د بنو اسد قبيلې د مدينې منورې د حملې دپاره ځانونه آماده کول او بيا د هجرت د څلورم کال د صفري په مياشت کي د عضل او قاره قبيلو داسي يو چم او دسيسه جوړه کړه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د اصحابو څخه د لسو نفرو د وژل کېدلو يا شهادت سبب وګرځېده او په عين دغه مياشت کي د  بنو عامر  قبيلې داسي يو خيانت وکړی چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   اويا نفره اصحاب کرام پکښي و وژل سوه، چي دغه واقعه د (بئر معونه) په واقعه سره مشهوره ده،  همدارنګه د بني نُضير يهودو په دغه وختو کي په ښکاره سره د دښمنۍ نارې وهلې، ترڅو چه د دغه کال يعني: د هجرت د څلورم کال د ربيع الاول په مياشت کي يې داسي يو چم جوړکړی چي په هغه کي يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د وژلو إراده کړې وه او د هجرت د څلورم کال د جمادى الاول په مياشت کي د بنو غطفان قبيلې پر مدينه منوره د حملې إراده وکړه. 

 

مقصد دا:کوم هيبت او دبدبه چي مسلمانانو د اُحُد په جنګ کي د لاسه ورکړه، د هغه په سبب تر څه مو دې پوري مسلمانان د هره طرفه د خطر سره مخامخ سوه، مګر دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم   حِکمت ؤ چي دغه خطرونه يې دفعه کړل او مسلمانانو ته يې بيرته هغه د لاسه وتلى هيبت را  وګرځاوه او دوى ته يې بيرته مجد او لوړ والى، شان او شوکت د سره ور وګټل.

 

هغه اول کار چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   د دغه هيبت د راګرځولو دپاره وکړی هغه! هغه و حمراء الأسد ته وتل وه، دا چي په پرون کي د اُحُد جنګ پاى ته ورسېدى او په نن کي رسول الله صلی الله علیه وسلم   د خپلو اصحابو سره په دښمن پسي و حمراء الأسد ته وزي په دغه کار سره يې تر ډيري اندازې د خپل لښکر هيبت او شهرت وساتى، په دغه کار سره يې د مدينې منورې يهود او منافقان په حيرت کي واچول او بيا تر هغه وروسته يې نور داسي عسکري حرکتونه تر سره کړه چي په هغه سره يواځي دانه چي مسلمانانو خپل پخوانئ هيبت او دبدبه لاس ته را وړل بلکه تر هغه يې زياتوب هم وکړی، نو زموږ په را تلونکي بحث کي به ان شاء الله تعالْى دغه موضوعات په تفصيل سره درته بيان سي.


اوس به هغه حادثات او واقعات درته بيان سي چي د اُحُد او د خندق د غزاوو په منځ کي پېښ سوي دي.

 

 ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته