تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي/ څلرویشتمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 6, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۲۴) 

د اُمت  مسلمه څلور امامان او وتلي عُلماء کرام د موسيقۍ په هکله څه وايي؟


حضرت امام ابوحنيفه رحمة الله علیه:


د حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په رأیه هر ډول د موسیقۍ آلات او موسیقي، ډول وهل، طبله وهل حتی که لرګي سره ووهل شي او اواز پیدا کړي دا ټول منع دي۔ (علامه محمود ابن عبدالله الوسی، روح المعانی فی تفسیرالقران ۱۹۸۳ بیروت)


حضرت امام شافعي رحمة الله تعالی عليه:


حضرت امام شافعي رحمة الله علیه پخپل کتاب (کتاب قضاة) کي لیکي: بېشکه غزل ویل یو مکروه او بد عمل دئ، دا د درواغو او نورو ناوړو افعالو په شان سره دی؛ که یو څوک ددې عادي وګرځي، نو دا پردې ګواهي ورکوي چي دی نا اهله، بې وقوفه او بې عقل دی.


د حضرت امام شافعی رحمة الله علیه نژدې شاګردان وايي چي امام شافعې رحمة الله علیه موسیقي حرامه کړې وه.


حضرت امام مالک رحمة الله عليه:


د حضرت امام مالک رحمة الله علیه په نزد هر ډول موسیقي حرامه ده، امام حافظ ابن تیمیه رحمة الله علیه لیکي، چي کله اسحاق ابن موسی د امام مالک رحمة الله علیه څخه د مدینې د خلکو په هکله چي غزلې ئې ویلې پوښتنه وکړله؛ نو ده ورته وویل: انمايفعله عندنا الفساق.


حقیقت دادی چي کوم خلک چي دا کار کوي دا ګناهکاره او فاسقان دي. (مولانا عبدالغفار، اسلام اور موسیقی (جنورې ۲۰۰۳) مثاق ماهنامه)


حضرت امام احمدبن حنبل رحمة الله عليه:


حضرت امام احمدبن حنبل رحمة الله علیه هر ډول موسیقي حرام کړېده، امام ابن جوزې رحمة الله علیه پخپل کتاب (تبلیس ابلیس) کي لیکي: د امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه زوی عبدالله چي دده شاګرد هم وو، له ده څخه د موسیقۍ په هکله وپوښتل نو هغه ورته وویل: غزل په زړه کي نفاق پیدا کوي، او دا زه نه خوښوم۔ (علامه عبدالرحمن ابن جوزی، تبلیس ابلیس ۱۹۹۱، ملتان کتاب خانه مجیدیه)


امام حافظ ابن تیمیه رحمة الله عليه وايي:


د څلورو سره مذهبونو امامان پر دې متفق دي چي موسیقي او د موسیقۍ هر ډول آلات حرام دي، چي ددې حرمت د صحیحینو په احادیثو کي ثابت دئ. (امام ابن تیمیه رحمةالله علیه، مجموعه الفتاوی، ټوک ۱۱، پاڼه ۵۷۶)

 

نور بیا... 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته