تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ابوبکرالصّدِّیق(رض) اقتصادي حالت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 28, 2020
  0

د ابوبکرالصّدِّیق(رض)  اقتصادي حالت

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 

   ابوبکر الصّدِّیق(رض)  غني او مالداره سړئ ؤ، د غريبانو سره يې کومک کاوه د مېلمنو يې احترام او عزت کاوه، د ښو او غوره اخلاقو خاوند ؤ، د مخه تر اسلام هم په ښو اخلاقو سره مشهوره ؤ، او د ده دغه ښه اخلاق د ده تر اسلام وروسته ډير او په واضح شکل سره ښکاره سوه، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د رسول الله(ص)  د بعثت په وخت کي څلویښت زره دیناره درلودل خو د هجرت په وخت کي یې پنځه زره درهمه درلودل چي هغه خپل نور مال یې د رسول الله(ص)  او مسلمانانو په خدمت کي همدارنګه د ضعیفه او مظلومو مریانو په رانیولو کي مصرف کړی ؤ، کوم وخت چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د رسول الله(ص)  خلیفه و ټاکل سو هیڅ شئ یې نه درلودی او کوم وخت چي وفات سو شپږ زره درهمه پورپر باندي ؤ، یعني خپل ټول مال یې د اسلام د نصرت دپاره مصرف کړی ؤ.


ابوبکرالصّدِّیق(رض)  لره د ده د اسلام او مسلمانېدلو په سبب دومره ډېر لوى لوی فضيلتونه او لوړوالى سته چي بل چا نه دي حاصل کړي.  
د ابوبکرالصّدِّیق(رض)  په خاص فضيلت کي ډير زیات صحي احاديث راغلي دي چي د هغو ټولو د بیانولو دپاره د یوه بل خاص او بېل کتاب لیکني ته ضرورت سته، خو بیا هم هغه احادیث چي د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په باره کي راغلي دي پر دوه قسمه دي، ځيني یې هغه احادیث دي چي یوازي د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  فضیلت بیانوي او ځيني هغه احادیث دي چي د حضرت ابوبکر الصّدِّیق او حضرت عمر(رض)  د دواړو فضیلت پکښي بیانیږي، خو زه به دلته د هغو احادیثو د جملې څخه د اختصار  پر ډول ځيني احادیث را نقل کړم.


ابودرداء(رض)  روایت کوي او وايي چي رسول الله(ص)  و فرمايل:
«مَا طَلَعَت الشّمسُ وَ لا غَرَبَت علی أحدٍ أفضَلَ مِن ابي بکرٍ، إلاّ أن يکونَ نبي» 
[أخرج عبدالرحمْن بن حمید في مسنده و أبو نعیم و غیرهم]


يعني: پر هیڅ داسي چا چي هغه دي تر ابوبکر ښه او افضل وي لمر نه راختلی دی او نه پر لوېدلی دی بېله دې څخه چي هغه څوک دي نبي وي. یعني پسله انبياء(ع)  څخه بل داسي څوک نسته چي هغه دي تر ابوبکر ښه او افضل وي.


سبحان الله! دا څومره فضيلت دى ! دا څومره لوړه درجه ده ! دا د رسول الله(ص)  شاهدي ده چي پسله انبياء(ع)  څخه افضل او بهتر انسان ابوبکر الصّدِّیق(رض)   دى. 


رسول الله(ص)  د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په باره کي فرمايي: 


«أصدقُ النّاسِ إيماناً ابوبکر الصِدِّيق» [خلفاء الرسول لعَمرو خالد]
یعني: د ایمان په لحاظ تر ټولو انسانانو صادقه انسان ابوبکر الصّدِّیق دی.


په صحي حدیث کي رسول الله(ص)  فرمايي:
«مَا نَفَعَنِي مالٌ ما نَفَعَنِي مالُ أبي بکرٍ» [ابن أبي شیبه]
یعني: هیڅ مال دومره فایده نه ده را رسولي لکه د ابوبکر مال چي رارسولې ده. 


تاسي پوهېږی چي رسول الله(ص)  د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په مال کي داسي تصرف کاوه لکه په خپل مال کي چي یې کاوه.
رسول ا لله(ص)  فرمايي: 


«أثبتُ النّاسِ ايماناً ابوبکر الصِدِّيق» [خلفاء الرسول لعَمرو خالد]
یعني: په ټولو انسانانو کي د ثابته ایمان خاوند ابوبکر الصّدِّیق دی.


د حضرت علي(رض)  څخه روایت دی چي رسول الله(ص)  و ابوبکر او عمر(رض)  ته وکتل او وې و فرمايل:
«هذانِ سيِّدا کُهُولِ أهلِ الجنَّةِ مِنَ الأوَّلينَ والآخرِينَ إلاّ النَّبِيِّينَ وَ المُرسَلِين، لا تَخْبِرهما يا علي» [رواه الذهبي والترمذي]
یعني: دغه دوه (ابوبکر او عمر) په اولینو او آخرینو کي د جنت د پخو خلکو سرداران دي بېله انبیاء او رسولانو څخه، او په دغه حال یې مه خبروه یا علي! 


رسول الله(ص)  فرمايي: 
«لَو وُضِعَ إيمانُ الأمة في کَفةٍ وَ وُضِعَ ايمانُ ابي بکر في کفة لَرَجَحَ إيمانُ ابي بکرٍ»
[خلفاء الرسول لعَمرو خالد]

یعني: که د ټول امت ایمان د ترازو په یوه پله کي کښېښوول سي او د ابوبکر ایمان د ترازو په بله پله کي کښېښوول سي د ابوبکر ایمان به تر دروند سي.


رسول الله(ص)  په صحي حدیث کي فرمايي:
«لَو کُنْتُ مُتَّخِذاً خَلِيْلاً لاتَّخَذْتُ أبابکرَ خَلِيلاً» [رواه ابن ماجه]
یعني: که ما په دنیا کي د ځان دپاره داسي دوست اختیارولای چي زړه مي د هغه په محبت ډک وای، ما به ابوبکر د دغي دوستۍ دپاره اختیار کړی وای.


په هغه حدیث شریف کي چي عبدالله بن عمر(رض)  یې روایتوي وايي رسول الله(ص)  و ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ته و فرمایل:
«أنتَ صاحِبِي علی الحَوضِ وَ صاحِبِي فِي الغَار» [رواه الترمذي]
یعني: ته یا ابابکر! پر حوض کوثر زما ملګری یې او په غار کي مي ملګری يې.


رسول الله(ص)  فرمايي: 
«ما سَبَقَکُم ابو بکرٍ بِکَثِيرِ صلاة و صيام ولکن سَبَقَکُم بِشئٍ وَقَرَ في قلبهِ»
[خلفاء الرسول لعَمرو خالد]

یعني: ابوبکر په ډیرو لمنځو او په ډیرو روژو تر تاسي نه دی د مخه سوی مګر په یوه شي سره دمخه سوی دی چي هغه شي د ده په زړه کي قرار یا ځای نیولی دی.(صادقه ایمان) 


حضرت علي(رض)  د خپل خلافت په وخت او په کوفه کي د عامو خلکو په حضور او پر منبر و ویل: ښه او بهتر د دغه امت پسله رسول الله(ص)  څخه ابوبکر دی، ښه او بهتر د دغه امت پسله ابوبکره څخه عمر دی او که مي خوښه وای چي د درېیم نفر نوم هم یاد کړم یاد کړی به مي وای. [رواه ابن ماجه] 


دغه حدیث شریف د حضرت علي(رض)  څخه په تواتر سره ثابت دی الله(ج)  دي هغه کسان خوار او ذلیله کړي چي د حضرت علي(رض)  د محبت دعوه کوي او قول یې نه مني. 


څرنګه چي د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په فضیلت کي مبارک احادیث ډېر زیات دي نو د دې دپاره چي بحث مو اوږد نه سي په دغه سره به کفایت وکړو.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: خلفاء  راشدين

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته