تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الأحقاف لنډه پيژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 7, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة الأحقاف لنډه پيژندنه 


 سورة الأحقاف د مصحف او تلاوت په اعتبار ۴۶ سورة دئ، چي په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.


سورة الأحقاف ۳۵ آية او ۴ رکوع لري.


د دې مبارک سورة نوم د ۲۱ آية څخه اخستل سوی دئ چي الله تعالی فرمايي:

 

وَٱذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنذَرَ قَوْمَهُۥ بِٱلْأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ ٱلنُّذُرُ مِنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِۦٓ أَلَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّا ٱللَّهَ إِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍۢ. 


ژباړه: او در په ياد که (اې نبي) د عاد ورور (يعني هود عليه السلام، کله چي ئې خپل قوم وبېروئ کوم چي په الأحقاف (نومي سيمي) کي وو او يقيناً چي د ده تر مخه او تر ده وروسته بېرونکي او ښکاره خبردارونکي أنبياء و دې قومونو ته راغلي) ول، (او د هر نبي پيغام به خپل و قوم ته دا وو چي) اګاه اوسئ چي عبادت مه کوئ، مګر د يوه الله، زه پر تاسو د يوې غټي ورځي د عذابه څخه بېرېږم.


احقاف د ريګو غونډۍ ته وايي.


په سورة الأحقاف کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي

 

۱-  د هر څه خالق الله تعالی دئ چي هر څه ئې په حق سره پيدا کړي دي او د هر شي مالک الله تعالی دئ او همدغه ذات دئ چي په هر څه قادر دئ، که په دې باور او يقين کلک سولاست، نو جنت به مو په نصيب سي او هيڅ بېره به و نه لرئ.


۲-  قرآن کريم د تورات کلام تائيدوي. دا کتاب (يعني قرآن مجيد) د الله تعالی له لوري را استول سوی دئ.


۳-  خپل د والدينو سره احسان کوئ، مور و کوچني ته تر دېرش مياشتو پوري شيدې ورکوي او د خپلو والدينو سره نيکي وکئ، يقيناً چي پر دوی ستاسو له وجي تکليفات راغلي دي او د الله (رب العزة) شاکره واوسئ.


۴-  يوه ډله د جنياتو (پيريانو) قران کريم واورېدئ او نور جنيات ئې هم په خبر کړل.


۵-  که دا کفار ستا خبره نه مني او نور اذيت هم در رسوي، نو صبر وکه (اې د الله رسوله)، لکه څنګه چي اولو العزمه انبياوو صبر کړی وو.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته