د ابوبکر الصّدِّیق(رض) عظمت!
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ابوبکر الصّدِّیق(رض) عادي او بسيط ژوند د ده د عظمت مهم ټکی او مهم عُنصر ؤ،
د مخه تر دې چي ابوبکر الصّدِّیق(رض) د رسول الله(ص) خلیفه و ټاکل سي د ده (رض) دا عادت ؤ چي د هغه کلي د خلکو چي ده هلته استوګنه کول عجیب او غریب خدمت به یې کاوه، هلته د ده په ګاونډیانو یا همسایګانو کي ځيني سپین سري کونډیاني ښځي وې هغه چي مړونه یې مړه سوي یا په في سبیلِ الله جهاد کي شهیدان سوي وه، همدارنګه هلته ځيني یتیمان هلکان یا ماشومان وه چي پلرونه یې نه درلودل، نو ابوبکر الصّدِّیق(رض) به پر دغو کورنیو ګرځېدی د چا به یې میږي او بزې ور لوشلې، د ځینو به یې ډودۍ ور پخول او ځینو ته به یې اوبه راوړلې.
کوم وخت چي ابوبکر الصّدِّیق(رض) د رسول الله(ص) خلیفه و ټاکل سو د ده (رض) تر غوږه د هغو سپین سرو ښځو له طرفه چي ده (رض) یې خدمت کاوه د حسرت او نا امیدۍ آوازې ور ورسېدلې چي هغو به ویل: تر نن وروسته به موږ د دغه صالح سړي د خدمته څخه محرومه سو، یا په بل عبارت تر نن ورځي وروسته به دغه صالح سړﺉ زموږ د خدمت دپاره وخت نه کړي پیدا، مګر ابوبکر الصّدِّیق(رض) د دوی د ګمانو څخه مخالف کار وکړی هغه داسي:
پسله هغه څخه چي ابوبکر الصّدِّیق(رض) د رسول الله(ص) خلیفه وټاکل سو بیا یې هم یوه ورځ د دغو کورو څخه د یوه کور دروازه ور و ټکول، یوې کوچنۍ نجلۍ د کور دروازې ته په تلوار ور وځغستل، دروازه یې لا نه وه خلاصه کړې چي ناری یې کړل: مور! دا زموږ د میږو لوشونکی دی، د نجلۍ مور چي د کور دروازې ته ورغله د خلیفة رسولِ الله ابوبکر الصّدِّیق(رض) سره مخامخ سوه، ښځي خپلي لور ته مخ ور واړاوه په شرم او خجالت سره یې ورته و ویل: ویحکِ ولي داسي نه وایې چي خلیفةَ رسولِ الله دی.
ابوبکر الصّدِّیق(رض) کښته و کتل او د ځان سره یې په کښته آواز یو څه و ویل چي نه اورېدل کېده، ښايي داسي یې ویلي وي [نجلۍ پرېږده دې په داسي صفت سره یاد کړم چي الله(ج) ته هغه کار تر ټولو کارو خوښ دی]
نو د میږو لوشونکی ور دمخه سو چي هغه وظیفه آداء کړي چي ده د الله(ج) د رضا دپاره پر خپل ځان لازمه کړې وه.
هو، ابوبکر الصّدِّیق(رض) تر خلافت دمخه او د خلافت په وختو کي د سپین سرانو د میږو لوشونکی ؤ او د یتیمانو د اوړو اخښونکی او د ډوډۍ پخوونکی ؤ.
تاسي دغه عادي او بسیط ژوند، دغه د رحمت او مهربانۍ ژوند ته وګوری! ابوبکر الصّدِّیق(رض) که څه هم خلیفةَ رسولِ الله(ص) وګرځېدی خو بیا یې هم خپل ژوند د نورو د خدمت کولو دپاره د ګاونډیانو او همسایګانو د حقوقو د آداء کولو دپاره قرباني کړی ؤ.
تاسي و وایاست: که فرضاً ابوبکر الصّدِّیق(رض) د دغو خویو او اخلاقو سره نن ورځ دغه زموږ په اوسنی عصر کي د یوه دولت رئیس مقرره سوی وای آیا د ده دغه د خدمت کولو طریقې یا ساده او بسیط ژوند به تغیر کړی وای؟ هیڅکله نه!
هو دا صحي ده چي میږي به یې نه لوشلای، د سپین سرو او عاجزو ښځو کورونه به یې نه جارو کولای، په خپل لاس به یې د یتیمانو ډوډۍ نه پخولای مګر دغه خپل ښه خویونه به یې بېله دې څخه چي د غریبانو د خدمت څخه دي ځان و ژغوري یا ځان وسپموي د عصره سره موافق په نورو کاروکي ښکاره کړي وای.
د دغه نیکي کوونکي انسان بسیط او ساده ژوند، د رحمت او مهربانیو څخه ډک ژوند د هغو کارو څخه دی چي نور انسانان ورته عاجزه دي.
رسول الله(ص) هم د ده د دغه رحمت او مهربانیو حق هغه وخت ور کړی دی چي د ده (رض) په باره کي یې فرمايلي دي:
«أرحمُ أمّتي بِأمّتي ابوبکر»
یعني: زما په امت کي هغه څوک چي تر هر چا زما پر امت ډیر مهربانه دی هغه ابوبکر الصّدِّیق(رض) دی.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدين
www.taleemulislam.net