عبدالله بن زبير بن العوام ژوند ليک
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
وروڼو ! په ځوان اصحاب کرامو کي څلور عبدالله نامي موجود دي چي څلور واړه د اسلام په تاريخ کي روښانه عالمان او متقيان دي، چي دغو څلورو ته د احاديث، فقهي او تاريخ په کتابو کي عبادلۀ اربعه ويل کيږي، چي دغه څلور:
عبدالله بن عباس بن عبدالمطلب.
عبدالله بن عمر بن الخطاب.
عبدالله بن زبير بن العوام .
عبدالله بن عمرو بن العاص)رض( اجمعين دي .
چي د دوی څخه هر يو په اسلام او اسلامي تاريخ کي خاص مقام او لوړه درجه لري، هو ! يو بل جليل القدره صحابي او لوی عالم د عبدالله بن مسعود(رض) په نامه سره سته خو هغه په دغه عبادله ؤ کي په دې سبب سره نه شمېرل کيږي چي هغه د اصحاب کرامو د هغو مشرانو څخه دی چي په عمر ډير وه، خو دغه څلور ټوله ځوانان او د اصحاب کرامو زامن دي چي دوی په خپله هم اصحاب کرام او پلرونه يې هم د رسول الله(ص) نژدې ملګري او معززه اصحاب وه، که ژوند او صحت باقي وه او الله(ج) توفيق راکړی د دغه څلورو عبدالله نامو د ژوند، علم، تقوْی په باره کي به څه ناڅه حالات درته بيان کړم، خو اوس به د عبدالله بن زبير(رض) مختصر سيرت او سوانح درته بيان سي .
د عبدالله بن زبیر(رض) پېژندنه
عبدالله بن زبير(رض) جليل القدره صحابي، لوی امام، پهلوان مجاهد دی او دﺉ (رض) په اسلامي تاريخ کي د لوی قدر او لوړي درجې خاوند دی، د هغو مشهوره پهلوانانو او جنګي قهرمانانو څخه دی چي پر ګوتو شمېرل کیږي، د خاصو عابدانو او زاهدانو څخه دی او د مسلمانانو د ممتاز او معدوده عالمانو څخه دی، په ده(رض) کي ټول هغه صفتونه سره يو ځای سوي دي چي ممکن په ډيرو لږو خلکو کي موجود او پيدا وي، علم، جهاد، عبادت او تقوْی دغه ټوله اوصاف په پوره او کامل ډول سره په ده(رض) کي موجود وه.
مجاهد(رح) چي د تابعينو څخه دی د عبدالله بن زبير (رض) په باره کي وايي: کله چي به خلک د عبادت په اقسامو کي د هر عبادت د کولو څخه عاجزه سوه (هغه عبادت به یې نه سوای کولای) هغه عبادت به عبدالله بن زبير(رض) کاوه.
يوه ورځ په مکه مکرمه کي ډير شديد باران وسو، د باران په واسطه د اوبو ډير لوی سېل راغلی او د کعبې شريفي شاوخوا ټوله اوبو ونيول، هيچا طواف نه سوای کولای په دغه وخت کي طواف و درېدی هيڅ طواف نه کېدی، مګر عبدالله بن زبير(رض) ور دمخه سو او په اوبازي يې طواف شروع کړی، کله چي خلک د دغه عبادت د آداء کولو څخه عاجزه سوه دئ (رض) ور د مخه سو او طواف يې وکړی.
عبدالله بن زبير(رض) قهرمان مجاهد ؤ، هشام بن عُروه (رض) د ده په باره کي وايي: عبدالله بن زبير(رض) چي کوچنی ؤ او پر خبرو راغلی، اوله خبره چي ده کړې ده يا اول لفظ چي د ده تر خولې راوتلی دی هغه (السيف) ؤ، يعني توره ، نو ده(رض) هم په خپل ژوند کي هيڅکله توره نه ده اېښې، نه د خولې څخه نه د لاس څخه.
ابن يَناق المکي(رح) وايي: يوه ورځ ما په مسجد الحرام کي د قرآن مجيد تلاوت کاوه او عبدالله بن زبير(رض) لمونځ کاوه، عبدالله(رض) په دغه لمانځه کي پر رکوع سو او زه قرآن مجيد وايم، سورة البقره مي و وايه، سورة آل عمران مي و وايه، سورة النساء او سورة المائده مي و ويل، ده (رض) د هغه رکوع څخه لا سر نه ؤ راپورته کړی، او تاسي پوهېږی چي دغه څلور سورته د قرآن مجيد هغه اولني سورتونه دي چي تقريباً شپږ نيمي سېپارې کيږي، دا د عبدالله بن زبير(رض) يوه رکوع وه فکر وکړی! موږ هم لمنځونه کؤ؟ يواځي دا نه چي ابن يَناق(رح) وايي بلکه ډير تابعين د عبدالله بن زبير(رض) د عبادت بيان کوي او وايي: عبدالله چي به پر سجده سو داسي آرامه او اوږده سجده به یې کول چي د حرم شريف مرغان به د ده پر شا او اوږو کښېنستل د هغو په خيال به د حرم شريف د ډبرو څخه يوه ډبره ورتله.
د عبدالله (رض) د دښمنانو څخه يو دښمن هغه چي د عبدالله او د هغه په منځ کي لوی جنګونه سوي دي چي هغه عبدالملک بن مروان دی وايي: عبدالله شجاع او دلاوره ؤ او د دلاوري کورنۍ څخه ؤ.
سيوطي(رح) وايي: عبدالله بن زبير(رض) جليل القدره صحابي دی او د حضرت عائشې(رضي) په کور کي تربيه سوی دی او د رسول الله(ص) څخه يې ډير احاديث روايت کړي دي.
د عبدالله (رض) نسب داسي دی: عبدالله بن زبير بن العوام، د مور او پلار له طرفه شريف او قريش دی، دپلار له طرفه: عبدالله بن زبير بن العوام بن خويلد، خويلد څوک دی؟ خويلد د ام المؤمنين خديجه(رضي) پلار دی، نو عوام د عبدالله نيکه د خديجه(رضي) ورور ؤ.
او بيا خويلد بن الاسد بن عبدالعزْی بن قُصی بن کلاب چي دغه قُصی بن کلاب بېله اختلافه د مکې مکرمې عمومي مشر او رئيس ؤ، مګر عبدالله د مور له طرفه د چا زوی دی؟ مور يي اسماء بنت ابوبکرالصديق (رضي) ده، تردې به محترم او مشرف نسب چيري وي؟ پلار يې زبير(رض) د رسول الله(ص) د عمه زوی او د رسول الله(ص) حواري دی، او نيکه يې خُويلد د خديجې(رضي) پلار دی.
د عبدالله(رض) مور اسماء بنت ابوبکر(رضي) ده، د پلار مور یې صفيه بنت عبدالمطلب (رضي) د رسول الله(ص) عمه ده، نيکه يې ابوبکرالصدیق(رض) دی او خاله يې عائشه الصديقه(رضي) ده، دغه ټول شرف او درجه و چا ته يوځای کېدلای سي؟
د عبدالله بن زبير(رض) زېږېدل د مسلمانانو دپاره فتحه او برﺉ، کاميابي او لویه خوشالي وه، د ده (رض) زېږېدل د مسلمانانو په تاريخ کي لویه فتحه بلل کيږي چي هغه قصه داسي وه:
کوم وخت چي مسلمانانو مدينې منورې ته هجرت وکړی د مدينې منورې يهودو آوازه واچول چي موږ په مسلمانانو داسي سحر کړی دی چي نارینه کوچنئ به يې نه پيدا کيږي، که پيدا هم سي هغه به مري، د مسلمانانو نسل او نسب به قطعه سي، ځکه چي په مسلمانانو کي نارینه نه سي پيدا او دغه موجود مسلمانان په کراره کراره مړه سي نو خود نسل او نسب يې ورک سو، دغه آوازه نشر سوه، په شروع کي خلک په شک کي وه خو د ورځو په تېرېدلو سره دا معلومه سوه چي رشتيا هم ټول کوچنيان چي زيږي نجوني دي او کوم هلک چي وزيږي هغه مري، دغه کار دوام وکی هفته تېره سوه دوې تيري سوې، مياشت تېره سوه، دوې درې څلور مياشتي تيري سوې حالات دغسي روان دي، څو خلکو هغه آوازه رشتيا وبلل او وې منل، حتّْی دغه خبر د مکې مکرمې و قريشو ته ورسېدى او هغو به مسلمانانو ته ويل: يواځي يهود ستاسي د ختمولو دپاره کافي دي.
واقعاً هم که په مسلمانانو کي نارینه کوچنئ و نه زېږي مسلمانان ختميږي، څو په دغه وختو کي اسماء(رضي) د ابوبکر الصديق(رض) لور او د زبير(رض) ښځي د مکې مکرمې څخه و مدينې منورې ته هجرت وکړى او د دې د هجرت په وخت کي د دې د حمل آخرنۍ مياشت وه،
کوم وخت چي قُباء ته ورسېده هلته د ولادت حالات ور ته پېښ سوه او نارینه کوچنئ يې پيدا سو دغه کوچنئ مړ هم نه سو، خلکو ابوبکرالصديق(رض) ته زېرى ور وړى، ابوبکر الصديق(رض) ورغلى کوچنئ يې واخستى، خلک په پسې دي او تکبيرونه وايي، د مدينې منورې پر لارو او کوڅو يوه عجبه مظاهره جوړه سوه، هلک يې اخستى دى لوړ يې پورته کي او د الله اکبر تکبيرونه په لوړ آواز وايي، او وايي الله(ج) يهود و شرمول، د دغه عجيبي مظاهرې قيادت او مشري حضرت ابوبکر الصديق(رض) کول، مسلمانان د مدينې منورې په لارو او کوڅو کي وګرځېدل څو و رسول الله(ص) ته ورغله، رسول الله(ص) دغه هلک په خپله مبارکه غېږ کي واخستى او ډير زيات په خوشاله سو، رسول الله(ص) يوه خرما واخسته په خپله مبارکه خوله کي يې ښه نرمه کړه او بيا يې د دغه نوي زېږېدلي هلک په خوله کښېښوول، نو اول هغه شئ چي د عبدالله نس ته ور داخل سو هغه د رسول الله(ص) مبارکي ناړي وې، بيا يې هلک و ابوبکر الصديق(رض) ته ورکړى او ويل په غوږ کي يې آذان وکه، ابوبکر الصديق(رض) يې هم په غوږ کي آذان وکړى، نو اول هغه شئ چي د عبدالله غوږ ته ور ننوتى هغه د ابوبكر الصديق(رض) آذان ؤ او د عبدالله نوم هم رسول الله(ص) پر کښېښاوه.
حضرت عائشې(رضي) د خپلي خور اسماء(رضي) څخه وغوښتل چي د عبدالله بن زبير(رض) روزنه او تربيه به زه کوم، اسماء(رضي) هم قبوله کړه، نو عبدالله د نبوت په کور کي د حضرت عائشې الصديقې(رضي) په کور کي لوى او تربيه سو چي دغه کور د رسول الله(ص) کور ؤ، نو د دغه عظيم انسان عبدالله بن زبير(رض) دپاره کوم نسب! کوم شرف! کومه درجه! کوم زېږېدل! او کومه تربيه وه!
او دا چي د حضرت عائشې(رضي) په سيرت کي و دې (رضي) ته اُمِ عبدِ الله ويل کيږي د هغه سبب هم دغه دى، که څه هم حضرت عائشې(رضي) خپل اولاد نه درلودى خو دا وه چي د عبدالله بن زبیر(رض) تربيه او روزنه يې پر غاړه اخستي وه، نو د حضرت عائشې(رضي) اسم کنيه اُمِ عبدِالله سو، چي نسبت يې و دغه عبدالله بن زبير(رض) ته کيږي، ځکه د دې سره د دې په کور کي تربيه او لوى سو.
د عبدالله بن زبير(رض) کړه وړه او قيافه:
کوم وخت چي عبدالله لوى سو د ده پلار زبير بن العوام(رض) به ورته ويل: ته تر ټولو خلکو د ابوبکر الصديق(رض) سره مشابه يې، يعني: په رنګ او شکل کي خپل نيکه ابوبکر الصديق(رض) ته سوى يې، عبدالله(رض) په رنګ غنم رنګه ؤ، د سيرت په کتابوکي وايي: (کان آدم) يعني عبدالله د آدم(ع) په رنګ غنم رنګه ؤ او ابوبکر الصديق(رض) هم غنم رنګه ؤ، عبدالله(رض) ډنګر ؤ غوښي يې لږ وې، په قد او قامت ميانه ؤ، فقط په يوه شي کي يې د ابوبکر الصديق(رض) سره فرق درلودى، هغه دا چي ږيره يې ګڼه نه وه، د ږيري ورېښتان يې لږ وه، حتّْی ږيره يې تر هغو سره ګډه نه سوه يعني ډکه او پوره نه سوه څو عمر يې و شپېتو کلو ته ورسېدى، عبدالله (رض) په خپله د ځان په باره کي وايي:
ما د ږيري د ګڼېدلو دپاره ډير علاجونه وکړه څو عمر مي شپېتو کلو ته ورسېدى، دغه وخت مي اميد قطعه سو چي نور نو نه ګڼيږي او د ږيري ورېښتان يې د ژړ رنګ و خوا ته نژدې وه، چي موږ (ژړبَخَن) ورته وايو.
د عبدالله بن زبير(رض) پر تندي د ډيرو سجدو علامه وه، څرنګه چي ډير لمونځ او اوږدې سجدې يې کولې، نو په تندي کي يې د سجدې ځاى تور سوى ؤ، په ټوله مدينه منوره کي هيچا د ده سره د لوړ والي يا ښه والي دعوه نه کول، يعني هيچا دا نه ويل او نه یې ويلاى سواى چي زه تر عبدالله ښه او بهتر يم او نه هم د ده په عصر کي څوک د ده سره برابرېدلاى سواى، خاصتاً په درو کارو کي هيچا نه سواى ويلاى چي زه تر عبدالله لوړ يم.
اول: په شجاعت او دلاوري کي يې مثل او مشابه نه ؤ، د عبدالله بن زبیر(رض) په وختو کي خلکو په ټوله مدينه منوره کي داسي څوک نه پېژندى چي هغه دي تر عبدالله بن زبير(رض) دلاوره او شجاع وي.
دوهم: په عبادت کي يې مثل او مشابه نه ليدل کېدى.
درېيم: په فصاحت کي يې مثل نه درلودى، کوم وخت چي به عبدالله(رض) خبري کولې، ټول خلک به د ده فصاحت او صاف بيان ته په حيرت او تعجب کي وه.
عبدالله بن زبير(رض) چي د هجرت په اول کال زېږېدلى دى او په دغه صالحه تربيه کي لوى سو نو د ده (رض) عمر د هجرت په تاريخ معلوميږي، د ده عمر د هجري سنې سره يو او موافق ؤ، که موږ و وايو: د هجرت په اتلسم کال کي داسي پېښه سوه، نو هغه وخت د ده (رض) عمر اتلس کاله ؤ او که و وايو: چي د هجرت په شپېتم کال کي داسي وسوه، نو هغه وخت د ده (رض) عمر هم شپېته کاله ؤ.
دغه صالح هلک عبدالله بن زبير(رض) په دغه صالحه کورنۍ او پاک ماحول کي لوى او تربيه سو، د جهاد په مرحله کي لوى سو، کوم وخت چي د ده (رض) عمر دوه کاله ؤ د بدر هغه عظيمه غزاء پېښه سوه، چي د ده پلار زبير بن العوام(رض) په هغه غزاء کي ډير عظيم دريزونه او لويي کارنامې درلودې، او په هغه غزاء کي زبير(رض) د مغزي په آخري حصه کي ډير شديد زخمي سو، د دوو اوږو په منځ کي د مغزي په آخري حصه کي يې ډير لوى زخم جوړ سو، کوم وخت چي دغه زخم سره ورغلى نو دغه ځاى يې کډئ لکه واله داسي پاته سو، عبدالله بن زبير(رض) به د پلار په دغه جوړ سوي زخم لوبي کولې او مُټ به یې په دغه غار سوي ځاى کي کښېښاوه، (تاسي فکر وکى چي دا څومره لوى زخم ؤ) مقصد عبدالله(رض) په دغسي حالاتو کي تربيه او لوى سو چي دغسي زخمونه عجب او نادر نه ورته معلومېده،
بلکه دئ پوهېدى چي دغسي جنګونه او زخمونه د اسلامي مجاهدينو طبيعت دى، هغه مجاهدين چي في سبيل الله خپل مالونه او ځانونه قربانوي.
د هجرت په درېيم کال کي و عبدالله ته د ده د پلار د پهلوانۍ او قهرمانۍ قصې کېدلې، چي د اُحد په ورځ يې څنګه او څه کارونه وکړه، ورته ويل کېده چي ستا پلار زبير(رض) د اُحد په ورځ د کفارو په مشهورو پهلوانانو څه وکړه، هغه چي د مشرکانو په منځ کي يو نفر پر لوى اوښ سپور ؤ او د هغه ځاى څخه يې په اوږده توره جنګ کاوه، د ده وهل او وارونه و مسلمانانو ته ور رسېدل، خو د مسلمانانو واري نه ور رسېدل، څو دغه کافر د مسلمانانو څخه نه نفره شهيدان کړه او ډير يې هم زخميان کړه، دغه حال پر مسلمانانو سخت او دروند ؤ، نو مسلمانانو د دغه کافر د لاسه و رسول الله(ص) ته شکايت وکړى، رسول الله(ص) و فرمايل:
څوک د دغه کافر چاره کوي؟ د عبدالله پلار زبير بن العوام(رض) راو وتى او ويل: دا کار يې پر ما او د هغه کافر و طرف ته ورغلى، شا و خوا پر وګرځېدى خو د کافر د وهلو دپاره يې هيڅ لار نه کړه پيدا ځکه د هغه څخه ډيره اوږده توره ور سره وه، هغه پرخلکو وارونه کوي خو د مسلمانانو وهل او واري نه ور رسيږي، نو زبير(رض) ډير شا ته ولاړى او د هغه ځاى څخه لکه غشى په تيزي راځغلي او د شا له طرفه و اوښ ته ور وغورځېدى د کافر په څټ کي سپور سو لاندي يې وغورځاوه او وې وژى، دا کوم شجاعت، څومره دلاوري او قهرماني وه، خلکو به دغه قصې و عبدالله بن زبير(رض) ته کولې، د عبدالله پلار زبير(رض) هغه څوک ؤ چي د اُحد په ورځ يې د رسول الله(ص) اوبه او سامان ور سره اخستي وه.
د احزاب يا خندق د غزاء په ورځوکي چي مدينه منوره د کفارو له طرفه محاصره سوه د عبدالله(رض) عمر پنځه کاله ؤ دغه جنګ يې په خپلو سترګو وليدى، او د هغه لويو شيانو څخه چي عبدالله(رض) په دغه جنګ کي وليدل يو هم د ده دپلار قهرماني او قوت ؤ، کوم وخت چي د کفارو د پهلوانانو څخه هغه پنځه نفره تر خندق را واوښتل په يوه نفر پسي يې زبير(رض) پسې سو او بيا يې جنګ ور سره وکړى، کوم وخت چي هغه کافر پوه سو چي شکست خورم نو يې په تېښته شروع وکړه او غواړي چي تر خندق بيرته واوړي، مګر زبير(رض) په پسې ؤ، د مخه تر دې چي کافر خندق ته ورسيږي زبير(رض) پسي ور و رسېدى او توره يې پر پورته کړه، د کافر پر اوږه يې په داسي شدت او قوت وارى وکړى چي د دغه وهلو د قوته هغه کافر پر منځ دوه ځايه سو، تر داسي اندازې چي د زبير(رض) توره د کافر تر آسه پوري ورسېدل او کافر د آسه څخه دوې ټوټې ولوېدى، نيمه حصه يې د آس و يوه طرف ته ولوېده، او هغه بله حصه يې د آس و بل طرف ته ولوېده، دا څومره قوت او څنګه وهل وه، په دغسي قهرمانانه ژوند کي عبدالله (رض) لوى سو.
اوبيا د خندق تر غزاء وروسته د بني قُريظه د يهودو په غزاء کي هغه چي رسول الله(ص) غوښته چي يهودو ته د خپل عمل جزاء ورکي، کوم چي غدر او خيانت، بې عهدي او غداري يې وکړه، او د قريشو سره يې لاس يو کړى، او د رسول الله(ص) سره يې د ډيري تنګسې په وخت کي خيانت وکړى (چي دا ديهودو طبيعي خصلت دى چي نه عهد لري نه امان) دلته بيا د زبير(رض) د شجاعت او قهرمانۍ آثار او علامات ښکاره سوه، کوم وخت چي رسول الله(ص) وزبير بن العوام(رض) ته وظيفه ورکړه چي ولاړ سه د يهودو حال راته راوړه، زبير(رض) بيله تردده او تشويشه ولاړى، دلته نو رسول الله(ص) و فرمايل: هر نبي لره حواري سته او زما حواري زبير دى (لکلِ نبيٍ حواري وحوارِيي زبير) حواري يعني مخلص او صادق ملګرى، چي دغه لقب د حضرت زبير(رض) دپاره ابدي فخر او شرف دى، او په دغه لقب تر اوسه پوري ياديږي.
( زُبير حواري رسولِ الله (ص) )
عبد الله بن زبير(رض) په دغه صالحه او مجاهده تربيه سره تربيه کيږي او لوييږي، د مړاني، همت او شجاعت پر خويو تربيه کيږي او دئ تر اوسه کوچنئ هلک دى.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: حیاة الصحابه
www.taleemulislam.net