تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موږ په تقوی کولو امر سوي یو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 9, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

موږ په تقوی کولو امر سوي یو


الله جل جلاله انسان ته د هر کار په کولو کي د تقوی امر کړی، چي د هر کار په کولو کي باید انسان د الله جل جلاله څخه و بیریږي او هغه څه وکړي چي دی په امر سوی وي، د زیادت او نقصان څخه ځان وساتي، تقوی د الله جل جلاله له طرف وصیت دی د اولینو او آخیرینو لپاره، نوکه غواړئ چي هر کار کي کامیابه سئ تقوی او پرهیزګاري وکړئ.


خو د ښه وضاحت لپاره لاندي امورو ته متوجه و اوسئ او په ژوند کي بدلون راوړئ.


۱ـ څوک چي اراده د علم لري نو د الله جل جلاله څخه دي وبیریږي او تقوی دي وکړي، الله جل جلاله فرمایې: (واتقوا الله ويعلمكم الله) ژباړه: د الله جل جلاله څخه وبیریږئ، الله جل جلاله به تاسو ته پوهه او علم درکړي.


۲ـ څوک چي رزق غواړي نو د الله جل جلاله څخه دي وبیریږي، الله جل جلاله به پریمانه رزق ورکړي، الله جل جلاله فرمایې: ومن يتق الله يجعل له مخرجا ويرزقه من حيث لا يحتسب. 


 ژباړه: او څوک چي د الله جل جلاله څخه وبیریږي، الله جل جلاله به دده لپاره ځای د وتلو وګرځوي او دته به رزق ورکړي د هغه ځایه څخه چي دی یې ګمان نکوي.


۳- څوک چي غواړي کارونه یې آسانه سي نو د الله جل جلاله څخه دي وبیریږي، الله جل جلاله فرمایې: ومن يتق الله يجعل له من أمره يسرا.
 ژباړه: او څوک چي د الله جل جلاله څخه و بیریږي الله جل جلاله به وګرځوي دده لپاره دده د امر څخه آساني، یعني کارونه به ورته آسانه کړي.


۴ - څوک چي اراده لري چي حق د باطل څخه وپیژني؛ نو تقوی دي وکړي، الله جل جلاله فرمایي: إن تتقوا الله يجعل لكم فرقانا ): ژباړه: که چیري تاسو دالله جل جلاله څخه و بیریږئ؛ نو الله جل جلاله به وګرځوي ستاسو لپاره فرقان یعني فارق په منځ کي د حق او باطل.


۵ـ څوک چي اراده د دخول د جنت لري نو تقوی دي وکړي، الله جل جلاله فرمایې: تلك الجنة التي نورث من عبادنا من كان تقيا. 


ژباړه: دا هغه جنت دئ، چي موږ یې په میراث ورکوو زموږ د بنده ګانو څخه و هغه چاته چي پرهیزګاره وي.


۶ - که اراده لرئ چي په آخرت کي نجات پیدا کړئ؛ نو دالله جل جلاله څخه وبیریږئ، الله جل جلاله فرمایې: ثم ننجي الذين اتقوا) ژباړه: بیا موږ نجات ورکوو و هغه کسانو ته چي تقوی یې کړي وي یعني د الله جل جلاله څخه بیریدلي وي.


۷ - څوک چي غواړي د الله جل جلاله ولي او دوست جوړ سي؛ نو تقوی دي وکړي، الله جل جلاله فرمایي:  ألا إن أولياء الله لاخوف عليهم ولا هم يحزنون، الذين آمنوا وكانوا يتقون. 


 ژباړه: خبردار! بیشکه اولیاء د الله جل جلاله چي دې پر دوی بیره نسته او نه هم دوی غمګینه کیږي، دا هغه کسان دي چي آیمان یې راوړی او د الله جل جلاله څخه بیریږي.


نو اې مسلمانه وروره او مسلماني خوري راځئ و الله جل جلاله ته متوجه سو، راځئ مشکلات مو یواځي د الله جل جلاله سره شریک کړو؛ تر څو یې راته حل کړي، راځئ چي د الله جل جلاله د عذابه څخه ځانونه وساتو الله جل جلاله ته سترګي په ژړا سرې کړو، چي یا الله جل جلاله موږ د جهنم د اور څخه وساته او جنت ته مو داخل کړه، راځئ د شپي خوب لږ کړو او پر ځای یې د خپل ګناهونو د بخښلو او عفوه کولو لپاره ویښ پاته سو او الله جل جلاله ته زارۍ وکړو، راځئ چي الله جل جلاله خوشحاله کړو او شیطان خوابدی کړو، راځئ چي عهد وکړو چي د قرآن کریم تلاوت به هیڅکله نه پرېږدو او ژوند به په مطمئنه کوو، راځئ د خپل ژبي او نورو اندامونو کنترول وکړو او ګناه په ونکړو، راځئ ګناهونو ته د پای ټکی کښېږدو او هغه چاته رجوع وکړو، چي بیله هغه څخه بل د پناه ور وړولو ځای او مرجع نسته.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته