محمدي به څلور د جاهلیت کارونه نه پرېږدي
لیکنه : محمدشفیق (فرهادي)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
( رسول الله صلی الله علیه وصلم وړاندویني )
په ابو یعلی کې دي چې زما په امت کې څلور کارونه دجاهلیت دي چې دوی هغه نه پریږدي :
۱: پرحسب نسب فخر کول .
۲: انسان ته دهغه د نسب پیغور ورکول .
۳: له ستورو څخه د باران غوښتل .
۴: پر مړي نوحه ( په چیغو چیغو ژړل )
او وې فرمایل : که نوحه کونکې ښځه پرته له توبې مړه شي نو هغې ته به د قیامت په ورځ د ګندهک ( تیزابو ) پرتوګ او خارش ( کا ) څادر ور اغوستل کیږي .
په مسلم شریف کې دي چي رسول الله صلی الله علیه وصلم پر نوحه کونکیو او نوحې ته پر غوږ ایښودونکیو اوریدونکیو لعنت ویلي دي .
ماخذ: [ ابن کثیر ، له سورة صف څخه مخکي ]
www.taleemulislam.net