تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کوچنیانو پر ذهني او فکري مورال د جسمي سزا اغیز
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 21, 2019
  0

لیکنه: محمد نبي سلطاني / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د کوچنیانو پر ذهني او فکري مورال د جسمي سزا اغیز
اوس هم ځیني کورنۍ په دې باور دي، چي کولای سي کوچنیان په بدني سزا سره لاري ته راولي، له درواغو، ټګۍ برګۍ او نورو څخه ئې راوګرځوي. دوی نه پوهیږي، چي دغه فزیکي سزا د کوچني پر اخلاقي او رواني سلوک څونده ناوړه اغیز کوي. 


ځیني میندي او پلرونه ښايي په دې باور وي چي دوی کله نا کله خپلو اولادونو ته پر هره خبره وهل او ټکول ورکړي او په ډېرو مواردو کي بیا پر مهربان او محبت لرونکي و اوسي ښايي کومه ستونزه به ونلري. دا ښايي د ځینو کوچنیانو له پاره ریښتیا وي، مګر ډېر کوچنیان دي، ښه او غوره چلند ئې له یاده وځي، په ذهنونو کي ئې تاوتریخوالی، وهل او ټکول پاتېږي، فکر وکړئ، چي تاسو په ورځ کي پنځه ځله خپل کوچنی په غیږ کي نیسی او یوازي یو ځل هغه په غیږ کي ونه نیسی، د دغه کوچني دغه پنځه ځله نه وي یاد، مګر دغه یو ځل نه پورته کول ئې یاد وي، جسماني سزا هم همدغه ډول ده، چي تل د کوچني په ذهن کي پاته وي. 


کوچنیان له تقلید کولو سره مینه لري، دوی چي په کورنۍ کي له مور، پلار، ورور او خور، په روزنتون کي د خپلي روزني له استاد او په ټولنه کي له خپلو کلیوالو څخه، چي څه ويني او اوري د تقلید کوښښ ئې کوي او غواړي هغه څه په ځان کي راولي، چي نور ترده مشران ئې کوي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو، چي دی مینه او درناوی ورته لري؛ (لکه مور، پلار، ورور، خور او استاد) دوی فکر کوي، چي هغه څه چي تر ما مشران ئې کوي ټول ښه دي. دا په داسي حال کي، چي د هر چا هرڅه نه وي سم. 


څیړنو ښوولې، چي هغه کوچنیان، چي په کورنیو کي پر هره خبره جسماني سزا ورکړل سوې وي یا ورکول کيږي په راتلونکي کي ډیر احتمال لري، چي له هغو څخه سخت او متشدد انسانان جوړ سي، ځکه دوی فکر کوي، چي خلکو ته فزیکي سزا ورکول ښه او غوره کار دئ او له دې لاري کولای سو خپله ستونزه حل کړو، همداسي کله چي له یوې ستونزي سره مخ سي او یا ئې له ملګرو سره کومه لانجه رامنځته سي؛ نو په ناوړه چلند او تاوتریخوالي سره ئې حلوي. 


بدني سزا د مور او پلار حیثیت زیانمنوي
 ټول والدین پوهیږي، چي د کوچنیانو د اداره کولو او تغذیه کولو غوره لاره مینه، محبت، مهرباني او نرم خويي ده، چي د دوی ترمنځ ئې یووالی راوستی دئ. د دې میني له لاسه ورکول، نفرت او ویره رامنځ ته کوي، نه یوازي دا چي د کوچني ژوند نه سموي؛ بلکي د مور او پلار حیثیت ئې هم له خاورو سره خاوري کيږي.  دا ډول جسماني سزا او تشدد چي زموږ په ټولنه کي رواج ده په کورنۍ کي د مور او پلار حیثیت زیانمنوي، په کورنۍ کي مشري او واک لرل د لويي او درناوي معنی لري، نه د زور ازمویلو. 
پلرونه او میندي که غواړي، چي د تل له پاره په کورنۍ کي خپل ځواک او حیثیت وساتي باید د هغو کړنو څخه لاس واخلي، چي اولادونه ورڅخه بې اندازې زیاته ویره او ډار لري. 

 
  بې ځایه تشدد د کوچني چلند له تاسو سره خرابوي، ځکه د کوچني په بدني توګه مجازات پر هغه بد تاثیر کوي او ستاسو په مقابل کي درېږي، چي یو ځل بیا تاسو سزا ورکولو ته هڅوي. 


د کوچنیانو د ناوړه عمل اصلاح یو قوي او مؤثر مخنیوي ته اړتیا لري؛ نه تر حد وتلي وهلو او ټکولو ته؛ ځکه وهل او ټکول یو ځل بیا دې ته لار هواروي، چي کوچنی په ناوړه کار لاس پوري کړي. میندو او پلرو ته په کار ده، چي د خپلو اولادونو سره په مینه، محبت او درناوي خبري وکړي، د ناوړه کار د کولو لامل ورڅخه وپوښتي، چي ولي او د څه له پاره ئې دا کار کړی او کوي. عوامل دې معلوم کړي، چي داخلي (کورني) دي او که باندني. که مور او پلار د خپل کوچني سره خبري وکړي او هغه یا هغې ته خپله ناخوښي ووایي، نو اغیز به ئې خورا دوامداره وي. 

 

د اولاد هر خواهش پوره کول او څارنه یې نه کول
دا خبره هم یاد ساتل پکار دي، چي ډير داسي والدین سته چي خپلو اولادونو ته تر حد زیات نازونه ورکوي، هر خواهش یې عملي کوي، د هغو پر کړونو ، دباندي وتلو څارنه نکوي، دا ډول والدین او اولادونه یې اکثره وخت د سختو مشکلاتو او فتنو ښکار سوي دي. اولادونه یې ضایع سوي دي. دا دومره لوی حقیقت دی چي د نړۍ مشهورو پوهانو لا هم د اولاد دا ډول ناز او خواهش پوره کول سخت زیانمن بللي دي ځکه د اولاد شخصیت د منځه وړي.


  ډېر پلرونه او میندي، چي خپل کوچنیان تر حد زیات او پر هره خبره وهي او ټکوي هم له دې وضعیت څخه نه دي راضي او ښه احساس نه کوي، ځکه چي دوی پخپله پوهیږي، چي د دوی اولادونه د نورو هغو کوچنیانو په څېر چلند نه کوي، چي د مور او پلار له خوا ورسره په مينه او محبت چلند کيږي او معمولي زجر کیږي؛ مګر ډیر وخت چي والدین دا کار کوي پر خپل قهر اداره له لاسه ورکړي.

 

په ډیرو قضیو کي، د ورته ستونزو لامل د والدین تړاو له تېر وخت سره دئ. ایا تاسو مخکي د خپل چلند اداره له لاسه ورکړې؟ ایا تاسو کله هم د مور او پلار لخوا جسماني سزا ليدلې؟ ایا ستاسو تاوتریخوالی د خپلو اولادونو سره ډېرېږي؟ ایا ستاسو د اولادونو چلند نامناسب دئ؟ ایا ستاسو د خپلو اولادونو سره اړیکي خرابېږي؟ که ستاسو دې پوښتنو ته ځواب مثبت وي؛ نو موږ وړاندیز کوو، چي تاسو د خپل تېر په اړه د هېرولو هڅه وکړئ یا لږ تر لږه مو پر ژوند هغه اغیز کم کړئ. جسماني سزا منع کړئ او د قهر د اداره کولو تخنیکونه وکاروئ. که تاسو فکر کوی چي پخپله ستونزه نه سې حلولای، نو د ملګري یا مشاور څخه مرسته وغواړئ، په یاد ولرئ، چي د نن ورځي ستاسو چلند به یوه ورځ ستاسو د کوچني په ذهن کي یو یاداښت سي، هڅه مو باید دا وي، چي خپل ځان او خپل چلند په ښه او نرمه توګه د هغه په ذهن کي پریږدئ.

 

ــــــــــــــــــــــ
تعذیب نه تأدیب!
د ماشومانو د جنسي ځوروني مخنیوی
ماشومانو ته د تلویزیون کتلو تاوانونه
ښه ماشومان په اسلام کي!

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته