تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دغسل فرضونه، سنتونه او...
 
  February 29, 2016
  0

 

ليکنه : قاري عبدالبصير حکيمي او قاري کريم الله کريمي


 دشروط الصلوة پښتو ترجمه

 دغسل فرضونه دری (۳) دانی دی.

۱ :- دخولی پری ولل دي.
۲ :- دپزی پریولل دي.
۳ :- دټوله بدن درې۳ ځلي پرېولل دي.

دغسل سنتونه شپږ(۶) دانې دي.
 
۱ :- چي په غسل شروع کوي اول دي لاسونه پرېولي.
۲ :- خپل استنجاء دي پرېولي.
۳ :- دخپل بدن څخه نجاست لیري کول دي.

۴ :- دغسل تر مخه د اوداسه تازه کول دي.
۵ :- اوبه پرخپل بدن درې ۳ واره تویېول دي.
۶ :- په اخیره کي دپښو پرېولل دي پر پخه خښته یا په لرګي یاپه ډبره باندي.

دغسل آدبونه شپږ(۶) دانې دي.

۱ :- داسي ځای غسل کول چي څوک یې نه ویني.
۲ :- دغسل په وخت کي دي خپل عورت ته نه ګوري.
۳ :- دغسل په وخت کي دي خبري نه کوي.

۴ :- پښې دي آخیري پرېولي.
۵ :- ځان په دستمال وچول دي دغسل وروسته.
۶ :- ترغسل وروسته پر نبي علیه السلام باندي درود ویل دي.

دغسل  واجب کوونکي پر دوه ۲ قسمه دي.

۱ :- حقیقي دي چي مني انزال سي دغورځېدو څخه دشهوت دنر څخه وښځي ته په حالت کي دخوب یا د ویښي همدارنګه په حیض اونفاس کي.
۲ :- حکمي ده چي یو څوک د خوبه را ولاړ سي مني یا مذي ویني په داسي حال کوي چي خوب یې نه وي په یاد پردې سړي د احتیاط د پاره غسل سته.

 په دغه ورځوکي غسل سنت دی.

۱ :- د جمعې په ورځ غسل کول دي.
۲ :- د اختر په ورځ غسل کول.
۳ :- د عرفات په ورځ غسل کول.
۴ :- د احرام غسل دی د هغه ځایه چي احرام تړل کیږي.
 
 
---------------------------------
 
سرچينه: تعليم الاسلام ويب پاڼه

مخکنۍ ليکنه:

د اوداسه مکروهات، حراموونکي او...

د اوداسه فرضونه، مستحبات او...
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته