حاجي عبدالحميد "ارغندابي"
د اهليت، لياقت او پوهي څښتن متقي متواضع اومؤدب وي؛
له هر چا سره په نرمه لهجه او خوږه ژبه خبري کوي؛
هيڅوک نه ازاروي؛ د خپل خالق جل جلاله په عبادت او د اولس په خدمت ځان مکلف بولي؛
په دې لاره کي د هيڅ ډول ستومانۍ احساس نه کوي؛
هرڅه ته په دقيق نظر ګوري؛ حقيقت نه پټوي؛
پر مظلومانو زړه سوی لري؛
د ظالمانوسره د عدالت پر بنسټ چلند کوي؛
د حسد کولوڅخه نفرت کوي؛
پراخه حوصله او د ميني ډک زړه لري
او د عمل په ډګر کي تر هر چا ګړندی وي.
اهل او پوه کس د هيڅ متکبر په وړاندي سر نه ټيټوي؛
د خپلي ورسپارل سوي دندي سره د زړه له کومي مينه لري؛
خپله وظيفه په صداقت او ديانت ترسره کوي؛
ځکه له خپل خالق جل جلاله څخه وېرېږي
او د خپل سپېڅلي وجدان څخه شرمېږي.
داسي څوک ټولنيزو ګټو ته پر ځاني ګټو ترجيح ورکوي؛
په کامل فکري تمرکز د پوهي په رڼا کي د ورځنيو مسائلو تحليل کوي؛
ځکه نو داسي کسان په خپل قضاوت کي نه تېر وځي.
دا رنګه شخصيتونه د اولس په منځ کي خاص ګرانښت لري.
هر څوک ورته د ميني او قدر په سترګه ګوري.
داسي څوک د اسلام، وطن او اولس خدمتګاران دي
او تر هر قدم لاندي يې لېمه قربانوي.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه