مردود څوک دی؟
لیکنه : نصیب الله (ځلاند)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
چا چي زموږ په دین کي داسي خبري پیداکړې چي هغه په دین کي نسته یعني له ځانه یې نوي خبري پیداکړې هغه مردود دی.[بخاری]
کوم شیان پریښودل او کوم شیان اختیارول په کار دي.
مشکوک او اشتباهي شیان پریږدئ او یقیني خبره اختیار کړئ.[نسایی،ترمذي]
مؤمن څوک کیدای سي رسول الله (ص) فرمايي چي : په تاسو کي هيڅوک نسی مؤمن کیدای تر څو زه د هغه په نزد د پلار او زوی او ټولو خلګو ورته محبوب نسم .[بخاري]
رسول الله (ص) فرمايي : په تاسو کي څوک تر هغه وخته پوري مؤمن کیدای نه سي تر څو چي د خپل ورور لپاره هغه شی خوښ نه کړی کوم چي یی د ځان دپاره خوښوي .[بخاري]
نیکه خبره او خاموشي: رسول الله (ص) فرمایی : څوک چي پر الله تعالی او پر ورځ د اخرت ایمان لري هغه له پکار دی چي نیکه خبره کوي کنې نو خاموش دي اوسی یعني د فضول او بیهوده خبرو او تر بې فایدې ګپو شپو خاموشي غوره ده .[بخاری ، مسلم]
مأخذ : مختار العقاید
www.taleemulislam.net