لیکنه : حفیظ الله رسولي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
حسن الخاتمه دا نه ده چي ته دي په مسجد کي مړسې …
او نه هم داده چي ته دي پر لمانځه مړسې
نه دا حسن الخاتمه ده، چي ته دي قرآن ته ناست یې او مړسې
ښه خاتمه داده
چي ته مړسې او د الله تعالی سره دي شریک نه وي نیولی
ښه خاتمه داده چي په داسي حال کي مړسې چي د نفاق کمه نښه نه وي درپکښي
ښه خاتمه داده چي ته مړسې، په داسي حال کي چي د الله تعالی د کتاب، او د رسول الله د سنت پیروی یې
دا هم ښه خاتمه ده چي ته په داسي حال مړسې، چي د ۵ لمونځونو او نور فرضیاتو ساتوونکی یې
دا هم ښه خاتمه ده، چي دچا په زهیرولو، او وژلو کي شریک ونه اوسې، او نه هم د چا په زهیریدلو خوشحاله سې...
www.taleemulislam.net