بجلكى په پايڅو پټول لويه ګناه ده
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
الله (جل جلاله) فرمايى :
وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ ﴿لقمان: ١٨﴾
ژباړه : په مځكه كې په ناز او نخرو سره تګ مه كوه بيشكه الله (جل جلاله) هر فخركونكى لويى كونكى نه خوښوى.
رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايى : كوم لنګ (پاي جامه – پايڅې ) چې تربجلكو كښته وي په دوزخ كې وي .
يعنى : كومى پايڅې چې تر بجلكو يې رسولى وى بېشكه په دوزخ كې دى .
رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايى : چا كه خپلى جامى دخيال دپاره اوږدى كړى الله (جل جلاله) به دقيامت په ورځ درحمت په نظر نه ورته ګورى .
رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايى : كه چا لنګ ( پاى جامه ) قميص او لنګوټه دخيال لپاره اوږد كړه الله (جل جلاله) دقيامت په ورځ درحمت په نظر نه ورته وګورى .
ماخذ : کبیره کناهونه صفحه ۱۱۰
www.taleemulislam.net