تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ځوانانو د ناکامۍ لاملونه (لومړۍ برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 25, 2023
  0

لیکوال: عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ځوانانو د ناکامۍ لاملونه
(لومړۍ برخه)


دا چي په نننۍ زمانه کي مو ډېری ځوانان د غفلت په خوب ویده، ناکامه او شا ته پاته دي، ددې اصلي لاملونه باید ځوانان وڅېړي او ځانونه اصلاح کړي؛ دا چي دا لاملونه به کوم وي موږ به یو څو لاملونه د نمونې په بڼه درته ذکر کړو.


 لومړی: د نني ځوانانو عبادت او بنده ګي ډېره کمه او ضعیفه ده؛ آن  تر دې چي ځيني ځوانان بیخي د عبادت د کولو څخه بې برخي دي؛ هغه دا چي جماعت خپل په خوښه کوي که یې خوښه وه جماعت ته ځي او که یې طبیعت نه وو بیا د سره څخه یا خو لمونځ نه کوي او که چیري یې کوي بیا یې نه عبادت عبادت وي او نه یې جماعت جماعت وي؛ ځکه داسي عبادت یا لمونځ چي هغه باید په نیم ساعت کي وسي ته یې په پنځه دقیقو کي کوي، نو ته خپله ووایه چي څنکه به ستا مشکلات لیري او کم سي! د مشکلاتو د لیري کولو یوه لاره د لمانځه او جماعت پر وخت کول دي، نن چي ځوانان داسي په مشکلاتو کي را ګیر دي او شکایت لري خو لوی سبب یې دغه دی چي لمونځ او عبادت یې په صحیح توګه نه دی. 


الله جل جلاله فرمایي: واستعینوا بالصبر والصلوة. ژباړه: تاسو په صبر او لمانځه سره د الله جل جلاله څخه مرسته او کومک وغواړئ. نو چي لمونځ سم نه وي بیا به خود په ژوند کي مشکلات وي.


 دویم: د قرآن کریم تلاوت پاته کېدل؛ په اوسني عصر کي د قرآن کریم تلاوت او دا ستر نعمت د ځوانانو څخه پاته دی او ځوانان ورڅخه بې برخي دي دا ځکه چي هغه د برکت وختونه چي باید تلاوت او ذکر پکښي وسي دوی یې په انټرنیټ، فیسبوک او واټساپ په کتلو کي تېر کړي؛ نو تلاوت به څه وخت کوي؟ د مثال په ډول: د سهار د لمانځه څخه وروسته وخت د تلاوت او اذکارو دی؛ خو ځوانان دغه وخت یا خو بیده دي ځکه چي شپه یې ټوله په انټرنیټ یا اټکلي بانډارو باندي روڼه کړې وي نو خود به دغه وخت کي بیده وي او د برکت څخه به محروم وي. 
د ورځي په جریان کي ځوانان په خپلو کارونو او سوداوو بوخت دي، ماښام چي بېکاره سي بیا د شپې تر نمایي په عبثو بانډارو او یا په انټرنیټ کي تېروي نو دی به څه وخت تلاوت کوي، د الله جل جلاله د کتاب حق به څنګه اداء کوي او څنګه به ددوی مشکلات او غمونه لیري سي؟ حال دا دی چي الله جل جلاله فرمایي: الآ بذکرالله تطمئن القلوب. ژباړه: خبر اوسئ په ذکر او یاد دالله جل جلاله زړونه مطمئنه کیږي. چي مراد د ذکر څخه قرآن هم دی چي تاسو ځانونه د قرآن په تلاوت مطمئن کړئ، که ستونزي او مشکلات لری او که په غمونو کي راګیر یاست نو د قرآن کریم تلاوت ته متوجه سئ. دا چي دا موضوع ډېره اوږده ده نو دلته همدومره بس ده.


 درېیم: د دوستانو سره د محبت او میني پاته کېدل؛ د خپلو دوستانو، قریبانو او ملګرو سره محبت مینه او خواخوږي ورڅخه پاته ده؛ ځکه په بانډار کي په ټلیفون مصروف وي، په میلمستیا کي په ټلیفون مصروف وي، د مشورې په وخت کي په ټلیفون مصروف وي، په جلسه کي په ټلیفون مصروف وي، د سفر په وخت کي په موټر کي په ټلیفون مصروف وي، د ډوډۍ په وخت کي په ټلیفون مصروف وي نو دی څنګه د خپلو ملګرو او دوستانو حال او احوال و پوښتي؟ نو دوستان او ملګري به نه لري؛ بلکي تر ټولو لوی او نژدې دوست به یې ټلیفون یا موبایل وي؛ داسي دوست چي دی یې د خیر د کارونو څخه را ګرځولی دی او دوستان به یې هم دغسي وي لکه دی خپله.


 څلورم: په دنیایي کارو کي سیالي کول؛ ننني ځوانان د دنیا په کارونو کي یو له بل سره سیالي کوي او په دین کي یې سیالي پرې ایښې وي، که چا موټر واخیستی دده کوښښ دا دی چي دی د کومي لاري ځان ته موټر پیدا کړي، که چا سرای جوړ کی یا بل د دنیا کار یې وکی دی هم په دغه تلاش کي دی چي د کومي لاري څخه دنیا او پیسې لاس ته راوړي، حلال او حرام، جائز او ناجائز، سود او غیر سود یې نه ګوري نو خود به مو عبادت نه قبلیږي او ژوند کي به ستړي او ناراضه یو. 


ددین په کارونو کي مسابقه او سیالي نسته حتی که پوښتنه ورڅخه وکړې خپل لمونځ به یې سم نه وي زده مګر د دنیا په پیدا کولو کي به تر ده هوښیار نه وي او پر دې سربېره دی د الله جل جلاله څخه د ښو آرزوګانو طمعه هم لري دا نو هغه څوک دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: الکیس من دان نفسه وعمل لمابعد الموت والعاجز من اتبع هواها وتمنی علی الله الاماني. 


 پنځم: د وخت ضایع کول؛ په نني زمانه کي وخت د خلګو څخه بالخصوص د ځوانانو څخه داسي ضایع کیږي چي هیڅ پروا یې نه کوي او هیڅ احساس نه لري چي زما څخه وخت ضایع کیږي یا مي وخت په عبث شي کي تېریږي! بلکي ډېری ځوانان خپل دا با ارزښته وخت په داسي بېهوده او بې فائدي کارو او شیانو کي تېروي چي هیڅ ګټه نه ورڅخه اخلي. 


ای ځوانانو وخت داسي شی دی چي د قطار په شان دی چي روان دی او چاته نه دریږي نو د خپل وخت څخه د اسلام په ګټه استفاده وکړئ.
 شپږم: خپل کلتور او فرهنګ پرېښول او غربي موډ او فیشن اختیارول؛ هغه ځوانان چي د نني زمانې د غربي موډ او فیشن یا په بله اصطلاح د غربي سټایل ښکار ګرځېدلي خپل هغه اصلي او اسلامي کلتور او فرهنګ یې هېر کړی وي او ټوله فکر یې د همدې غربي موډ او فیشن په کولو کي دی چي ږیره به څنګه خره یم نعوذ بالله من ذالک، لباس به څنګه د دوی په شان جوړوم، سر به څنګه د دوی په رقم جوړوم، په خپل اولادو به هم دغه موډ او فیشن کوم؟ دا کسان په ټولنه کي تر ټولو پاته او پس خلک دي او ټولني ته هیڅ نوعه خدمت نسي کولای بلکي ښه لا دا ده چي دغه کسان د ټولني څخه ورک سي ځکه دا که دغسي پاته وي نو زموږ آینده نسل ته به تاوان او زیان پېښ کړي.


نور بیا... 

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته