لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
وړاندي مو لوستي وه چي حج پر درې ډولونوويشل کیږي چي یو ډول يې د افراد حج دی وافراد حج کونکي ته مفرد ویل کیږي .
مخته چي د حج کومه طریقه درته وښودل سوه دا د افراد حج طریقه وه اوس د حج دوهم ډول چي د تمتع په نامه یادیږي درته بیانوو .
تمتع دوه ډوله ده يو داچي هدې يعني قرباني د ځان سره هم بوځي دغه ډول تمتع نن ورځ ډېر کم بلکي بيخي خلک کولاى نه سي نو ځکه مونږ دلته د تمتع دوهم قسم درته بيان کوو.
کوم کس چي د تمتع حج کوي هغه ته په عربي ژبه کي مُتَمَتِع وايي .
مونږ وړاندي لومړی د عمرې لنډه طریقه درته بیان کړه او ورپسې مو د افرادحج طریقه درته وښوول ،که مو مخکنۍ پاڼي په غورسره لوستي وي نو بیا د تمتع په طریقه په اساني پوهېدلای سی هغه داچي متمتع د عمرې په احرام کي مکې مکرمې ته راځي عمره اداء کوي د عمرې د ادایني څخه وروسته بېله احرامه په مکه مکرمه کي اوسیږي کله چي د ذوالحجې اتمه نېټه راسي نو د حرم څخه د حج احرام تړي د قدوم طواف نه کوي ځکه دی د مکې د هستوګنو په شان دی البته د طواف قدوم څخه پرته نور ټول مناسک د مفرد په شان کوي.
او بل د افراد او د تمتع د حج تر منځ دوهم فرق دادی چي د تمتع پر حج کونکي باندي د لوی اختر په لومړۍ ورځ د لوی څلی د ویشتلو وروسته قرباني کول واجب ده همدا قرباني بیا پر مفرد حاجي واجب نه ده خو که پخپله خوښه يې د ثواب لپاره کوى کولای يې سي .
د تمتع تفصیلي بیان
ستاسو د ښه پوهاوي لپاره د تمتع حج درته څه تشریح کوو .
د تمتع په حج کي حاجي د حج په میاشتو کي یعني په شوال یا ذوالقعده او یا ذوالحجه کي د خپل وطن څخه فقط د عمرې په احرام کي مکې مکرمې ته راځي ، مکې مکرمې ته چي راورسیږي پر کعبې شریفي د عمرې طواف کوي وروسته دوه رکعته د طواف واجب لمونځ کوي او بیا د عمرې سعي یعني د صفا او مرواترمنځ تګ کوي د سعي په کولو عمره اداء سوه ځکه په عمره کي احرام شرط دی طواف يې فرض دی او سعي يې واجب ده د همدغو درو شیانو په کولو عمره بشپړ کیږي ددې وروسته د احرام د بندیزونو څخه د وتلو د پاره به سر خریي او یا به يې کوچنی کوي .
د سر خریلو او یا کوچني کولو وروسته حاجي په مکه مکرمه کي د مکې مکرمې د هستوګنو په څېر بېله احرامه اوسیږي او هر وخت چي وغواړي طواف کولای سي .
د پردېسانو او مسافرو لپاره تر ټولو غوره عمل همدا طوافونه دي چي څوني وکولای سي په هغه اندازه دي نفلي طوافونه کوي .
یوم الترویة یعني د ذوالحجې د میاشتي اتمه نېټه چي راسي نومتمتع هم د مکې مکرمې د خلکو په شان په مسجد حرام یا په خپله عماره او هستوګن ځای کي یوازي د حج احرام تړي یعني په زړه کي د حج عزم او اراده کوي او وروسته تلبیه ور پسي وايي او په دې سره محرم ګرځي .
پر متمتع باندي طواف قدوم نسته ځکه دی د مکې په خلکو کي شمېرل کیږي بلکي د احرام تړلو څخه وروسته به منی ته ځي .
متمتع د ذوالحجې د اتمي نیټې څخه مخته هم په حرم کي د حج احرام تړلای سي .
متمتع د احرام تړلو څخه وروسته د اتم په ورځ د سهار د لمانځه څخه وروسته منی ته ځي هلته هغه څه کوي کوم چي مفرد حاجي کول یعني د ماپښین مازیګر ، ماښام، ماخستن او د سبا سهار لمونځونه په منی کي کوي ، سبا ورځ د لمر څرک څخه وروسته عرفات ته ځي ، په عرفات کي د زوال وروسته اول د ماپښين او سمدستي ور پسې د مازیګر لمونځ د ماپښين په وخت کي په جماعت اداء کوي بیا تر لمر لوېدو پوري په عرفات کي په تلبیه ، تکبېرونو، دعاګانو او درودونو وخت تېروي د لمر ترلوېدو وروسته مزدلفې ته ځي ،
د ماښام لمونځ په ماښام کي نه کوي مزدلفې ته چي ورسیږي هلته د ماخستن په وخت کي اول د ماښام بیا د ماخستن لمونځونه په یوه اذان او دوو اقامتونو اداء کوي او تر منځ يې سنت او نفلي لمونځونه هم نه کیږي .
شپه په مزدلفه کي په آرامه تېروي ، دا شپه په مني کي تېرول سنت طریقه ده شپه چي تېره سي د صبح صادق سره سم د سهار لمونځ اداء کوي د لمانځه څخه وروسته بیا چي لمر لا راختلی نه وي د مزدلفې د وقوف یعني د درېدو وخت دی او دا د حج د واجباتو څخه دي ، ټول حاجیان په ولاړي په پورته لاسونو دعاوي کوي ، تکبېرونه او د توحید کلمه ، تلبیه ، تسبیحات او حمد اوثناء وايي .
د اختر په لومړۍ ورځ چي سهار ښه روښنايي جوړه سي د لمر څرک څخه دمخه د منی په لور رهي کیږي ، منی ته چي ورسیږي نو په همدې ورځ دا څلور شیان یو په بل پسې اداء کوي .
اول لوی څلی اووه ډبري ولي تر هغه وروسته په دوهم قدم کي قرباني کوي ، قرباني پر متمتع باندي واجب ده ، د تمتع په قربانۍ کي ټول هغه حیوانات صحیح کیږي چي اختری په کېدلای سي .
متمتع به پسه یا بزه حلالوي یا د اوښ یا غوايي په اوومه کي به برخه اخلي په دغو څلورو واړو حیوانانو کي نر او ماده دواړه صحیح کیږي.
دریم : تر قربانۍ وروسته نارینه سرونه خريي یا يې کوچني کوي البته ښځي د ټول سر د ورېښتانو څخه د ګوتي د یوه بند په اندازه ورېښتان غچي کوي .
د سرخریلو یا کوچني کولو څخه وروسته پر نارینه او ښځو چي د احرام لکبله کوم بندیزونه لګیدلي وه هغه ټول ځني پورته کیږي البته یو بندیز لا اوس هم پر پاته کیږي هغه داچي مېړه او ماینه په خپل منځ کي نژدېکت یعني جماع نسي کولای او نه په شهوت او خوند یو پر بل لاس تېرولاى سي .
څلورم : تمتع حج کونکی د سرخریلو یا کوچني کولو وروسته ځان پاک او ستره کوي نوکان کوچني کوي د بدن خیره د ځان څخه لیري کوي عادي جامې اغوندي او بیا و مکې مکرمې ته د طواف زیارت د پاره ځي .
هلته چي ولاړ سي د فرضي طواف په نیت اووه ځلي پر کعبه شریفه راګرځي دا طواف د حج دوهم رکن دی د طواف زیارت وروسته هم د نورو طوافونو په شان دوه رکعته د طواف واجب لمونځ اداء کیږي .
د طواف زیارت په کولوسره هغه پاته بندیز یعني د خپلي ښځي سره د جماع نه کولو بندیزهم پورته کیږي .
د طواف زیارت څخه وروسته سعي یعني د صفا او مروا تر منځ تګ او راتګ کیږي .
سعي پر حج کونکي او عمره کونکي دواړو باندي یو ځلي واجب ده .
سعي هغه وخت کېدلای شي چي مخته يې طواف وشي بېله طواف څخه سعي نه صحیح کیږي .
حاجي چي د حج سعي کوي نو مسنون ترتیب يې دا دی چي د طواف زیارت څخه وروسته يې وکړي خو منی ته د تلو څخه مخته هم د حج سعي کېدلای سي.
متمتع که د حج سعي د منی د تګ څخه مخته کوله نو څه مهال چي د حج احرام وتړي پر کعبه شریفه دي نفلي طواف وکړي د نفلي طواف څخه وروسته دي د صفا او مرواتر منځ تګ وکړي .
په ننۍ زمانه کي د ډېري ګڼي ګوڼي لکبله ډېر حاجیان د حج سعي یعنی د صفا او مرواتر منځ تګ و منی ته د تللو څخه وړاندي کوي . متمتع که صفا او مروا د منی د راتګ څخه مخته کړې وه نو د لوی اختر په اوله ورځ چي د منی څخه و مکې مکرمې ته راشي یوازي طواف زیارت کوي د طواف زیارت څخه وروسته به منی ته ستنیږي او د څلو د ویشتلو شپې او ورځي په منی کي تېریږي .
متمتع که صفا او مروا د منی د راتګ څخه مخته نه وه کړې نو د طواف زیارت څخه وروسته چي د طواف لمونځ يې وکړ د حجر اسود برابري ته به ورسي د حجر اسود د استلام یعني لاس پورته کولو وروسته دي د صفا په لور وخوځي .
صفا ته چي لږ څه پورته سي کعبې ته دي مخامخ و درېږي تکبېر دي ووايي د الله پاکي او حمد دی بیان کړي د دعا د پاره دي لاسونه د دعا په څېر پورته کړي هر ډول دعاچي غواړي هغه دي کوي ځکه دا د دعا د قبلېدلو ځای او وخت دی .
د دعا څخه وروسته دي د مروا په لور راکښته سي د دوو میلانو تر منځ دي په چټکتیا په نیمه ځغاسته وځغلي البته ښځي دي په عادي تګ ځي .
د دوو میلانو د منځ څخه علاوه نور تګ دي په عادي ډول کوي ، مروا ته چي پورته سي هلته دي هم هغه ډول مخ پر کعبه ودرېږي دعاګاني دي کوي څه ډول چي پر صفا يې کول دا د سعي یو شوط سو بیا دي د مروا څخه راکښته سي د صفا په لور دي رهي سي ، د شنو میلانو تر منځ دي په نیمه ځغاسته وځغلي اوصفا ته دي پورته سي دا د سعي دوهم شوط سو ، په همدا ډول دي اووه شوطونه پوره کړي ، يوه خبره ديادولو وړ ده هغه داچي سعي د صفا څخه پیلېږي او پر مروا پای ته رسیږي ، د سعي څخه وروسته حاجيان بېرته منی ته ځي او هلته شپه تېروي .
د اختر په دوهمه ورځ د زوال وروسته درې سره څلي ویشتل کیږي خو شروع د کوچني څلي یعني د منی لخوا د اول څلي څخه کیږي د اول او دوهم څلي د ویشتلو وروسته د دعا د پاره مخ پر قبله درېږي خو د دریم څلي د ویشتلو څخه وروسته د دعا د پاره نه پاته کیږي .
د اختر په دریمه ورځ کټ مټ د دوهمي ورځي په ډول دري واړه څلي ویشتل کیږي .
دریمه ورځ چي څلي وولي که سبا ته نه پاته کېدی نو د لمر ډبېدو دمخه دي د منی څخه ووځي ځکه که شپه پر راسي بیا نو په کار ده چي پسي پاته سي که په شپه کي ځني ولاړ سي دم خو نه پر لازم کیږي البته ګناه ده او که د شپې پاته سي د څلورمي ورځي سپېدي پر وچاودي نو بیا به حتما هلته پاتیږي د اختر د دوهمي او دریمي ورځ په شان د زوال وروسته به درې واړه څلي ولي .
متمتع چي د اختر په دریمه یا څلورمه ورځ مکې مکرمې ته ولاړ سي هلته دی بېله احرامه اوسیږي هر وخت چي زړه يې وغواړي پر کعبه شریفه طواف کولای سي .
څه وخت چي د تلو اراده وکړي نو یو طواف دي د طواف الصدر په نیت وکړي دا د مکې مکرمې څخه د رخصتېدلو طواف دی،او کوم کسان چي د مکې څخه د دباندي وطنونو څخه راغلي دي پر هغو واجب دی .
دا د تمتع حج طریقه وه ، د تمتع حج زمونږ د امامانو په آند د افراد تر حج غوره او ښه دی ، ځکه د تمتع د حج په سفر کي عمره او حج دواړه کیږي او د افراد په حج کي یوازی حج اداء کیږي .
د تمتع او قِران حج د مکې مکرمې هستوګن نسي کولای ، مکي هستوګن که حج کوي نو په همدا کال د شوال د میاشتي څخه بیا د حج تر ادایني پوري به عمره نه اداء کوي .
ماخذ: د حج ښه ملګری، مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یادونه: د حج د مناسکو زده کړه د راډیو د لاري او دارنګه دلته هم اورېدلای سی (کلیک)
---------------------
اړوند لیکني: