رالېږونکی: نصیب الله ژمن
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
له خوبه را ويښ سوم ، ډېر وږى وم .
تا زما تر سر لاندي ډوډۍ ايښې وه ، مانه ليده ، په دسترخوان کې پټه وه ، ما ستادسترخوان ونه لټاوه ، د خلکودرګاه ته ودرېدم .
زه خبر نه وم ، چې ډوډۍ زما له پښو لاندې ده او ما پر دي کور ته لاس نيولي دى .
زه ډېر وروسته پوه سوم ، چي د مځکې دسترخوان له ډوډۍ ډک دى او زه ګدايي کوم .
که زه پوه واى ، مابه د ډوډۍ لپاره ځانته دومره باداران نه پيداکول ، زه ستا د درګاه د خاورو په قدر پوه نه سوم ، زه نه وم خبر چي په دې خاورو کې هرڅه سته .
هو! تا زموږ لپاره ډېر څه پيداکړي دي ، خو موږ نه يو پوه سوي . لکه چې د ځمکې په سر د تږو لپاره ډکې ويالې او ډک سيندونه بهيږي ، د وږو لپاره هم په هره پوله ډوډۍ ايښې ده .
هلئ ! ژرکوئ ! دغه وږي فقير ان خبر کړئ ، چي د الله تعالی دسترخوان ولټوئ .
ټول نعمتونه همدلته دي .
له خلکو سره بې له کاره او بې له زياره څه نسته .
تاسي د الله په نامه له چا نه څه مه غواړئ .
د الله په نامه څه ورکړئ ، ځکه چي الله جل جلاله تاسو ته هرڅه درکړي دي ، که تاسې هرڅه ولټوئ ، په دغو خاورو کي يې وموئ .
په لټولو هرڅه پيداکېږي ، که تاسې وزګار کښېنئ او هرڅه له ځانه وغواړئ ، هرڅه سته ،که ګدايي کوئ ، هيڅ نسته .
ماخذ : د الفت نثري کليات