د رسول الله صلی الله علیه وسلم رضعي خور شيماء بنت الحارث
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د مخه تر دې چي انسانان او حيوانات جعُرانې ته بوتلل سي د بنديانو څخه يوه ښځه نارې وهي، يوه سپين سرې ښځه ده چي تقريبًا اويا کاله يې عمر دى وايي: ما پرېږدى زه ستاسي د نبي خور يم، زه ستاسي د ملګري خور يم، صحابۀ کرامو ويل:
زموږ ملګرى رسول الله صلی الله علیه وسلم خور نه لري موږ د هغه د خور نه دي اورېدلي، خو ښځه ټينګه ده وايي: تاسي ما ور ولى، د دې د ډيرو زاريو په سبب يې د بنديانو د ځايه څخه را وايستل او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې ور وستل او ويل:
يا رسولَ الله! دغه ښځه دعوه کوي چي زه ستا خور يم، رسول الله صلی الله علیه وسلم و ښځي ته و ويل: څوک يې؟ ويل: شيماء بنت الحارث د حليمۀ سعديه لور، دغه شيماء د رسول الله صلی الله علیه وسلم رضعي يا د تي رودلو خور وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم چي کوچنئ او په بني سعد کي ؤ د دغي شيماء عمر اووه کاله ؤ او دې د خپلي مور سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم روزنه کول او دې به رسول الله صلی الله علیه وسلم په شا او غېږ کي ګرځاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم نه و پيژندل او ښايي هره ښځه دغه دعوه وکړي چي زه ستا خور يم نو رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل:
څه علامه او نښاني لرې چي هغه دا ثابته کړي چي ته زما خور يې؟ شيماء و ويل: نښاني مي زما پر اوږه ستا غاښ دى، کوم وخت چي ما ته په شا ګرځولې پر اوږه دي غاښ را ولګاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: صدقتِ، چي دغه دي هم په ياد دي او راته و دي ويل نو ته شيماء او زما خور يې، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل پټو ورته آوارکړی او دا يې پرکښېنول د دې عزت يې وکړی هِديې او تُحفې يې ورکړې او دا هم مسلمانه سوه.
څرنګه شيماء د بني سعد د قبيلې وه او خلکو وليده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم خور د بني سعد د قبيلې څخه ده نو ټول هغه بنديان چي د بني سعد د قبيلې څخه وه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عزت دپاره يې ايله کړه او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم شيماء ته و ويل: زما سره ځې او که بيرته خپل قوم ته ځې؟ څرنګه چي شيماء سپين سرې وه د خپل قوم او قبيلې سره يې عادت درلودى ويل: خپل قوم ته ځم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم شيماء ته تُحفې او هديې ورکړې او دا خپل قوم ته مسلمانه او په عزت سره ولاړل، دا د رسول صلی الله علیه وسلم د رضعي خور شيماء بنت الحارث قصه وه چي د حليمۀ سعديه لور وه.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net