تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دروژې اهميت اوفرضيت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 29, 2021
  0


دروژې اهميت اوفرضيت

 

تعلیم الاسلام ويب پاڼه

 


داسلام په اساسي لارښوونو کې د ایمان ، لمانځه او زکات څخه وروسته د روژې درجه ده ، الله تعالی فرمایې:


يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كُتِبَ عَلَيْكُمُ ٱلصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ البقرة : ۱۸۳ 

(( ای مومنانو ! پرتاسې روژه فرض شوې لکه څنګه چي له تاسې څخه په مخکې خلکو هم فرض شوې وه ، ترڅوتاسې پرهیزګاران شئ . ))
په اسلام کې د رما ضان د ټولې میاشت روژه فرض ده او کوم بنده چې پرته له عذره او مجبورتيا د رمضان د میاشتې یوه روژه هم پریږدي نوهغه ډيرسخت ګناهګار دی . 


په حدیث شریف کې راغلي دي :

من أفطر يوما من رمضان في غير رخصة رخصها الله له لم يقض عنه صيام الدهر  ( سنن ابوداؤد )


( کوم شخص چې پرته له کوم عذر او ناروغی د رمضان يوه روژه هم پريږدي نوکه چیرې هغه د دې په بدله کې ټول عمر هم روژه ونیسي نو د دې پوره حق به ادانه کړای شي )


دروژې اجرا وثواب:


څرنګه چې په روژه کې د خوراک ، څښاک او نفساني غوښتنو له پوره کولو څخه خپل نفس د عبادت په نيت سره منع کیږي او د الله تعالی درضا لپاره د خپلو غوښتنو او خوندونو څخه ځان ګوښه کول دي نوله دې کبله الله تعالی د دې اجر اوثواب هم ډیر زیات ټاکلې دی .


 په حديث شريف کې دي :


قال رسول الله صلى الله عليه وسلم قال الله: كل عمل ابن آدم له إلا الصيام فإنه لي وأنا أجزي به (بخاري)

رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل چي الله تعالى وفرمایل : ( دبنده ګانو د ټول عملونو لپاره د ثواب ورکولو یو قانون مقرر او د هر عمل اجر او ثواب به د همدغه ټاکلي او مقرر حساب له مخې ورکول کیږي خو روژه دغه عام قانون څخه مستثنی ده . 


د دې په باره کې الله تعالی فرمایي : بنده په روژه کې یواځې زما لپاره خپل خوراک ، څښاک او د خپل نفس غوښتنې قربانوي نو ځکه د روژې اجر اوثواب به زه خپل بنده ته پخپله ورکوم .

٢- من صام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه (بخاري)


( هغه څوک چې په ایمان آو يقين سره د الله  تعالی د رضا لاس ته راوړلو او د ثواب په نیت درمضان د مبارکې میاشتې روژې ونیسي نو مخکني ټول ګناهونه به وبښل شي )


٣- وللصائم فرحتان فرحة حين يفطر وفرحة جين يلقى ربه (بخاري)


( د روژتي لپاره د خوښی او خوشحالی دوه ځانګړي وختونه دي ، یوه ځانګړې خوښي هغه ته د روژه ماتي پر وخت دې دنيا کې او دوهمه خوشحالي به یې آخرت کې د الله تعالی په وړاندې دحاضریدو پرمهال په برخه شي )


په يو بل حديث شريف کې راغلي دي چي :


4- الصيام جنة وحصن حصين من النار (مسند احمد)


روژه د دوږخ له اور څخه د ژغورنې ډال اویوه کلکه اومضبوطه کلا ده چې دجهنم له عذاب څخه به روژتي خوندي ساتي.

 

5- الصيام والقرآن يشفعان للعبد يوم القيامة يقول الصيام أي رب منه الطعام والشهوات بالنهار فشني فيه ويقول القرآن من النوم بالليل فشتيغني فيه قال فيشان (مسنداحمد)


د روژتي لپاره به قرآن او روژه الله تعالی ته شفاعت کوي ، روژه به وایي چې زما له وجې دې بنده د ورځې خوراک ، څښاک او د نفسي غوښتنو پوره کول پرې ایښي وه ، نو دا بنده وبښه او قرآن به وایي  چي دی ما له خوب څخه منع کړی وه نو زما سپارښتنه په هکله ومنه ! نو د دوی دواړو سپارښتنه به ومنل شي .


۶- ولخلوف فم الصائم أطيب عند الله من ريح المسک(بخاري)


( د روژه تې د خولې بوې چې ځنیې مهال دا ده د ګيډې د خالي کیدو له امله  پیداکیږي ) د الله تعالی په وړاندې د مشكو د بوی څخه هم زیات  زیات خوښ دی) .


په د غو احادیثو کي چي  د روژې کوم فضيلتونه ، غوره والی او ثوابونه بیان شوي.


دي له دې برسیره د روژې یوه لویه ځانګړتیا دا ده چي انسان یی له څاروو څخه جلا او ممتاز کړی .


 که د حیوان اوبو او خوراک ته زړه وشي نو څښاک او خوراک کوي او چې نفسې غوښتنې یې راوپاریږي نو د خپل هم جنس سره  يوځای کیږي اوخپل خواهش پوره کوي او هیڅکله خوراک ، څښاک او جنسي غوښتنې نه پوره کول د فرښتو او ملایکو شان او تګ لاره ده ، نو د روژې په نیولو سره انسان د نورو څاریو څخه جلا کيږي او د فرښتو سره یو ډول مناسبت او ورته والې پیدا کوي .


دروژې ځانګړې ګټې :


دروژې يوه ځانګړې ګټه دا ده چې له دې څخه په انسان کې د تقوی او پرهیزګاری صفت پیداکیږي او پرخپل غوښتنو د کنترولولو ځواک مومي او د الله تعالى د حکم د پاره د خپل نفس او زړه دغوښتنو څخه د منع کولو عادت ترلاسه کوي ، په روژې پرمختګ او روزنه کیږي خو داټولې خبرې هغه مهال ترلاسه کیدای شي چې روژه تي پخپله هم د دې د لاسته راوړلو اراده ولري او په روژه کي  هغو ټولو خبرو ته پاملرنه وکړي چې رسول الله صل الله علیه وسلم  لارښوونه کړې ده ، يعنې د خوراک وڅښاک سربیره له ټول وړو او لویو ګناهونو څخه هم ځان وساتي  .
نه درواغ وایي اونه غیبت وکړي، نه چا سره جنګ جګړه وکړي، لنډه دا چي د روژې په مهال د ټولو پټو او ښکاره (ظاهري او باطني) ګناهونو څخه خپل ځان وساتي ، لکه څنګه چي  په مبارکو احادیثو کې په دې هکله تاکید او ټینګار شوی دی .


 په يو حدیث شریف کې راغلي دي چې رسول الله(صلی الله عليه وسلم) وفرمایل:


۱-: فإذا ان يؤم صوم أم ف يرفث يؤمن ولا يسب فإن ستابه أحد أو قاتله فليقل إني امرؤ صاير (مسلم)


کله چې په تا سوکې چا روژه نیولې وي نو ښایي چې کومه ناوړه او خرابه خبره د هغه له ژبې څخه ونه وزي ، شور شغپ دې هم نه کوي او که چیرې کوم سړی دهغه سره جګړه وکړي اوکنځلې ورته وکړي نوهغه دې یوازي دومره ووایي چي ما روژه نیولي ده ، نو له دې کبله ستا د بدو ردو ځواب نشم درکولای .


په یو بل حديث شريف کې راغلي دي چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم)وفرمایل :


٢- من لم يدع قول الوړ والعمل به فليست يلبي حاجة في أن يدع طعامه وشرابه (بخاري)


( څوک چې په روژه کې هم بدې خبرې او ناوړه کارونه پرې نږدي نو الله تعالی د هغه خوراک او څښاک پريښودو ته څه اړتیا نه لري )


۳- «گم من صائم ليس له من صيامه إلا الظمأ» (سنن دارمي)


  ( ډیر داسې روژه تيان وي چې په روژه کې له بدو خبرو او ناوړه کارونو څخه ځان نه ساتي او له همدې امله  د هغوی له روژو څخه پرته له لوږې او تندې څخه هيڅ هم په لاس نه راوړي ) .


لنډه داچې دروژې په برکت په روح د سپیڅلتیا ، تقوی او پرهیزګاری صفت او په نفسي غوښتنو د کنترولولو توان هغه پیدا کیږي چې د خوراک او څښاک په څیر نورو ټولو کوچنیو او لویو ګناهونو څخه هم ځان وساتل شي او په ځانګړي ډول له درواغو ، غیبت ، بدو ردو ، کنځلو او داسې نورو خبرو څخه ژبه وساتل شي. 


په هرحال که چیرې په همدې ډول پوره روژې ونیول شي نو انشاء الله هغه ټولې ګټې او فایدې لاس ته راتلای شي چې پورته یې یادونه وشوه او په دغه ډول روژې نیول په انسان کې د ملایکو صفتونه پیداکوي .


الله تعالی دې موږ ټولو ته توفیق راکړي چې د روژې په حقیقت او د دې په ارزښت او قیمت\ ځانونه پوه کړو او د دې په واسطه پخپل زړه د تقوی او پرهیزګاری صفتونه پیداکړو . د روژې په هکله دلته عاجز بنده ډیرپه لنډه توګه لیکل کړي دي کوم ښاغلي چې دروژې د اهمیت ، غوره والي او د دې د اغیزوچي په باره کې له دې څخه زیات تفصیل غواړي نو هغوې دې زما کتاب (برکات رمضان) مطالعه کړي په دې موضوع هغه ځانګړې اوجامع کتاب دی ۰

 

ماخذ : اسلام څه شي دي ؟

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته