تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي د بریا لاسته راوړنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 8, 2021
  0

په اسلام کي د بریا لاسته راوړنه

 

لیکنه : احسان الله عمر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

موږ هر يو کوښښ کوو، چي يو عام هدف حاصل کړو، چي هغه کاميابي ده. که کاروبار وي، کورنۍ چاري وي، د نورو سره اړيکي وي، د مسلک اړوند موخي وي، قرآني يا اکاډميک اهداف وي؛ زموږ هر یو دا کوښښ کوي، چي تر ټولو هغه غوره څه لاسته راوړي او د کاميابۍ خوند وڅکي. يو کاميابه، خوشحاله، مطمئنه او راحت لرونکی ژوند څه شي دی؟

 

په اسلام کي بریا څه شي ده؟

 

الله تعالی په سورت بقره کي فرمايي: بریالۍ هغه څوک دی؛


۱. څوک چي د الله څخه وېريږي: په هر کار کي يې الله په ياد وي. دی پر خپل ځان نظر ساتلای سي. کله چي په دنيا کي تقواداره سې نو الله به ستا سره په هر کار کولو کي کومکي پيدا کې، ستا اعمال نامه به د ثوابونو څخه  در ډکه کي او تا به جنت ته داخل کي. بلې هو! تقوا دومره زور لري.


۲. څوک چي پر غيبو ايمان ولري: موږ ټوله په جنت او دوږخ باندي ايمان لرو خو څو واري يې په ورځني ژوند کي يادوو؟ کله چي يو لمونځ در څخه قضاء سي ايا ځان ګناهګاره در ته معلوميږي او دا عهد کوې چي بل به نه قضاء کوم، او يا ځان د لټۍ هغه پخواني دوران ته اچوې چي نه پښيماني او نه هم د ځان اصلاح په کښي  کي سته؟ څومره چي دي پر غيبو ايمان قوي يي هغومر به دي د جنت د پيدا کولو او ځان او د دوږخ تر منځ د يو قوي ديوال جوړولو کوښښ زيات يي.

 

۳.  لمونځ کول: په دې کي د لمانځه پر وخت کول، په خشوع (عاحزي) سره کول، د زړه او دماغ د دنيا څخه جلا يوازي او يوازي د الله  په حضور کي ساتل هم شامل دي. 


۴. صدقه ور کول: زکاة ورکول يواځي د روژې په مياښت پوري  محدوده نه دی د کاميابي دروازې هر وخت خلاصي دي. د صدقې ور کول د کاميابي د حصلولو يوه تر ټولو ښه وسيله ده.

 

۵. خلک ښو ته را وه بوله: په سورت العمران کي الله  فرمايي: او امر دي کوي په نيکي سره او منع دي کوي له نارواؤ څخه او دغه کسان چي دي دوئ خلاصي پيدا کونکي دي.(العمران: ۱۰۴)

 

 ما د کاميابه شخص يو څو خصلتونه ليکلي دي. کله چي ته قرآن کريم ؤ وايې ته به تر دې ډېر آيتونه ؤ وينې چي د کاميابي او د کاميابه شخص د خصلتونو په اړه به ږغيږي.

 

د عمل کولو نقطې: 

- هغه آياتونه وګورئ چي د کاميابي په اړه ږغيږي.


- وګوره چي کوم سورت په خپل ورځنيځ ژوند کي عملي کولای سې.


- د ياداښت يوه کتابچه درسره وساته چي په هغه کي خپل طمانيتونه او کمزورياني وليکه.


- د یو کاميابه شخص خصلتونه يو په يو په ځان کي راوستل شروع که ته به ډېر ږر په خپل ژوند کي بدلون ؤ وينې، ته به په آساني سره ځان مشکور او خوشاله ؤ وينې، ته به په خپلو خبرو کي ځان محتاط ؤ وينې. اوستا زړه به په مقرر ډول د جنت د حاصلولو کوښښ کوي. ته به په دې غم کي يې چي ستا د هر کار څخه الله راضي دی او که نه دی که د دين کار يي او که د دنيا. کله چي ته د ايمان دغه زړه راکښونکي حال ته ورسيږې نو پوه سه چي په اسلام کي اصلي کاميابي داغه ده.


پایله


 که زموږ شاوخوا خلک د شهرت، عزت، شتمنۍ او د نړۍ تر ټولو ښه کس کېدلو خواهيش کوي، نو يو ريښتنۍ مؤمن هدف بايد تر دوئ لوی او پراخ يي ځکه دی يې دهغه چا څخه غواړي چي هغه ده ته په دواړو جهانونو کي تر ټوله هغه ښه ورکولای سي. نو په دې خاطر يو ځیرک مسلمان د الله څخه د دنيا او عقباء تر ټولو هغه ښه وغواړي.


 موږ ټوله پوهیږو چي د دې دنيا د يو څو لمحو په بدل کي به په آخرت کي لامتناهي ژوند تېرؤ. خو د يوه انسان په توګه ځني وخت موږ توجوه د لاسه ورکو په دې خاطر راځۍ دا ومنو چي دا دنيا په لومه کي اچونکې او زړه وړونکې ده. او جنت؟ خو ... دا بيا هغه څه دي د چا لپاره چي يې موږ ګټو خو زياتره وخت مو پښه تر اړولې ده. زه دا دعا کوم چي دغه مقاله ستا سره د کاميابي په  نهايي انعام چي جنت دی لاسته را وړلو کي کومک وکي.

 

ماخذ : تعلیم الاسلام مجله (۲۷ګڼه)

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته