تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عبدالله بن مبارک رحمه الله فرمايي:
ماته دعدي بن زیدهغه قصیده دامیر طاهر بن الحسین له ماڼۍ نه ډیر ارزښت لري ، چي دځینو بیتونه يي داسي دي :
ای دنورو پر مصیبتونو خوښیدونکیه انسانه !ایا له تا سره کومه ژمنه سوې: چي دغه ډول مصیبتونه به پرتا نه راځي ؟
په یو ه حدیث کې دي چي :
که دنیا دالله (جل جلاله ) په اند دغوماشي دوزرهومره ارزښت هم درلودلای ؛ نو کافر به ورڅخه داوبو دغړپ په اندازه هم ګټه هم نه وای پورته کړې :
دغه مبارک حدیث همدا خبره په ډاګه کوي ، چې دالله (جل جلاله) په اند دنیا دغوماښي تروزره هم سپکه ده ؛ نو بیا ددغسې یوه بي ارزښته شي لپاره دومره جزعې فزعې ولې وسي ؟!
ماخذ : لاتحزن
www.taleemulislam.net