لیکوال: مفتي محمد شفیع عثماني رح
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د امت یووالی
(دیارلسمه برخه)
غورچاڼ
د نظر او فکر له څښتنانو دا خبره پټه نه ده چي نن سبا د نړۍ په هره خِطه او هر هیواد کي چي مسلمانان په کومو مشکلاتو او آفتونو کي راګیر دي، ددې تر ټولو غټ سبب خپلمنځي اختلافات او کورنۍ جګړې دي، کنې د نفوس او مادي اسبابو له لحاظه په ټول اسلامي تاریخ کي هیڅکله هم مسلمانان دومره نه دي ځواکمن سوي، لکه نن چي دي.
او ددې اختلافاتو پر اسبابو چي فکر وسي نو ددې لامل د الله او آخرت څخه غفلت او د نورو قومونو په شان یواځي د دنیا د یو څو ورځو د مال، پیسو، عزت او رتبې بې مهاره هوس دی، چي زموږ په ټولنه کي کله د سیاسي واک لپاره کشمکش، کله تجارتي او صنعتي مسابقې، کله د چوکیو او دندو لپاره د خپلمنځي جګړو په بڼه ټولنه را ټوټې - ټوټې کوي او کله د مذهبي او دیني نظریاتو په پلمه یو له بله بېلیږو او د یو بل و سپکاوي ته مخه کوو، کنې نو په کار ده چي د اجتهادي اختلافاتو سره سره د صحابه وو او تابعینو په څېر زموږ د جګړې مخ یواځي د کفر او الحاد او بې دینۍ خوا ته سي او د هغوی په مقابله کي د مسلمانانو مختلفي ډلې یو صف او بنیان مرصوص جوړ سي.
له مسئولو علماوو څخه درمندانه هیله
د سیاسي او اقتصادي ډګر او د عزت او رتبو په لټه کي د افراط او تفریط مخه نیول خو زموږ د وس خبره نه ده، لیکن ددین او مذهب لپاره د خدمت کوونکو ډلو نظریاتي او فکري اختلافات خو د ګډ هدف په خاطر په اعتدال کي راتللای سي، که چیري موږ د اسلام د بنیادي اصولو ساتنه، د الحاد او بې دینۍ د سیلاب دفاع په صحیح معنا اصلي هدف وګڼو، نو دا د وحدت او یووالي هغه نقطه ده چي د مسلمانانو ټولي ډلي پر را یو ځای کیدلای سي او ددې سیلاب په مقابله کي یوه اغیزمنه پایله موندلای سي.
لیکن د حالاتو جایزه دا ښيي چي دا اصلي هدف زموږ له سترګو پټ سوی دی؛ ځکه خو زموږ ټوله انرژي او د علم او تحقیق زور په خپلمنځي اختلافي مسایلو کي صرفیږي او همدا زموږ د ویناوو، غونډو، مجالسو، مجلو او ورځپاڼو د بحث موضوع او محور وي، زموږ له دې عمل څخه ولس اوس دا فهموي چي دین د همدې شیانو نوم دی او بیا چي کوم اړخ دوی غوره کړی دی، د هغه مخالف په ګمراه او د اسلام دښمن تعبیروي، پایله یې دا سوه چي زموږ هغه ځواک او انرژۍ چي د کفر، الحاد، بې دینۍ او په ټولنه کي رامنځته سوي بې حیایۍ مقابله کي صرفېده؛ اوس په خپلمنځي شخړو او جګړو کي صرفیږي، اسلام چي موږ پر کوم محاذ باندي و جنګېدو او قربانۍ ته وربولي، هغه محاذ د دښمنانو لپاره تش تر سترګو کیږي، زموږ ټولنه له اخلاقي فساده ډکه ده، عملونه مو تباه دي، کاروبار او ژمني مو له فریبونو ډک دي، سود، خمار، شراب، خنزیر، بې حیایۍ او بدفعلۍ زموږ د ژوند پر هره څانګه نیولې ده، اوس پوښتنه دا ده چي د انبیاوو وارثان او د ملت او هیواد ساتونکي چي د خپل نظر مخالفینو ته څومره په غوصه دي، ددې نیمه غوصه هغوی ته د خدای پر باغیانو ولي نه ورځي؟ او د خپلمنځي، نظریاتي اختلاف پر وخت چي دوی د کومې ایماني جزبې اظهار کوي، هغه د ایمان پر دې مهم محاذ ولي نه ظاهروي؟ زموږ د ژبي او قلم زور چي په کوم شان په اختلافي مسایلو کي جهاد (؟) کوي، د هیواد پر سرحداتو او ایماني اصولو باندي د بریدونو په مقابل کي یې ولي نه کوي؟ د مسلمانانو د مرتدولو د هڅو پر ضد موږ ولي بنیان مرصوص نه جوړیږو؟
آخر موږ پر دې ولي فکر نه کوو چي د انبیاوو د بعثت او د نزول قرآن هغه ستر هدف چي په نړۍ کي یې انقلاب راواستی او چا چي اغیار خپل کړل او چا چي بني آدم له حیوانیته راوایستی، په انسانیت یې مشرف کړی او چا چي ټول جهان د اسلام غلام جوړ کړ، ایا هغه یواځي همدا مسئلې وې، په کومو کي چي موږ اړم یو ؟ ایا و نورو ته د لارښوونې طریقه او د پیغمبري دعوت همدا عنوان ؤ، چي نن موږ غوره کړی دی؟.
أَلَمْ یَأْنِ لِلَّذِیْنَ آمَنُوْا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوْبُهُمْ لِذِکْرِاللهِ وَ مَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ.
ژباړه: ایا هغه کسانو ته چي ایمان یې راوړی دی، هغه وخت نه دی را رسیدلی چي زړونه یې د الله یاد او هغه حق ته چي نازل سوی دی، نرم سي.
هغه وخت به کله راځي، چي موږ له خپلو نظریاتي او فکري مسایلو څخه لږ مخته ولاړ سو، د اسلام د اصولو ساتنه او د ټولني اصلاح خپل فرض وګڼو، بلکي په هیواد کي عیسایت او کمیونزم له پرمخ تلونکي سیلاب څخه ځان خبر کړو، د قادیانیت، انکار حدیث او ددین د تحریف لپاره جوړي سوو ادارو سره د پیغمبري دعوت او اصلاح له لاري مقابله وکړو.
او که چیري مو دا ونه کړل او په محشر کي زموږ ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم را څخه وپوښتل چي زما پر دین او شریعت بریدونه کيدل، د اسلام په نامه کفر خپرېدی، زما امت، زما د دښمنانو په امت د بدلېدو مسلسل کوشش روان ؤ، د قران او حدیثو په ښکاره تحریف کيدی، د خدای او رسول په اعلانیه نافرمانۍ کيدلې، تاسي د علم دعوه کوونکي چیري واست؟ تاسي یې په مقابله کي څومره محنت او قرباني ورکړه، څومره لار ورکي مو پر لار کړل؟ نن باید موږ همدا فکر وکړو، چي زموږ ځواب به څه وي؟
www.taleemulislam.net