تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بدعت ددین د بدلولو لاره ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 23, 2021
  0

 
 بدعت ددین د بدلولو لاره ده


تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د بدعت تر ټولو لویه خرابي دا ده که خلکو ته په عباداتو کي د نویو طریقو د ایجادولو اجازه وسي دین بدلیږي وروسته نه معلومیږي چي اصل عبادت چي نبي عليه السلام بیان کړی دی هغه څنګه کېده؟


د تېرو امتو د دین د بدلېدو تر ټولو لوی سبب دا وو چي هغو د خپل کتاب او د پیغمبر په ښودلي عبادت کي له خپلي خوا د عبادت نوی طریقې را ایستلې د هغو دا رسم جاري وو وروسته د اصل دین او نوي ایجاد سوي شیانو هیڅ توپیر نه کېده اسلامي شریعت نفل د فرضوڅخه بېل کړي دي اسلامي شریعت د هري فتنې دروازه تړلې ده او د دین د فساد لاري يې درولي دي دغه بندوبست يې هم کړی دی چي د فرضو او نفلو تر منځ توپیر وي د حقيقت په اعتبار سره هم او د صورت په اعتبار سره هم په لمونځو کي د نبي عليه السلام او اصحابو دا عادت وو چي په مسجد کي يې يوازي فرض لمونځ په جماعت سره کاوه د نوافلو او سنتو لپاره کورته تلل ترکومو لمونځو وروسته چي سنت یا نفل نسته په هغه وخت کي تر لمانځه وروسته په مسجد کي کښېنستل یا یې يوه وظیفه کوله د لمانځه پر طريقه مخ پر قبله نه کښېناستل بلکه راسته یا چپه خوا ته وګرزېدل تر څو د لیري څخه هر څوک پوه سي چي د فرض لمانځه ختم سوی دی سنت طریقه همدغه ده چي نفل او نفلی عبادت په کور کي وشي او که په مسجد کي سنت کوي هم سنت طريقه دا ده چي د فرض لمانځه د جماعت حیثیت ختم سي صفونه مات سي خلک مخ او شا ته سی بیا سنت وکړي او دغه راز روژه د صبح صادق څخه بیا تر لمر لوېدو ده لیکن خلک د شپې بیدیږي په بيدو خو څوک خوراک نه کوي د روژې غوندي کیفیت وي که دپېشلمي خوراک سنت دی تر څو د خوب او د پېشلمي توپیر سره وسي روژه اله صبح صادقه پیلیږي ځکه پیشلمي په آخر وخت کي مستحب دي دغه راز چي لمر لوېده يقيني سي ژر روژه مات په کار دی ځنډ يې مکروه دي تر څو د روژې د عبادت سره زاید وخت زیات نه سي نن هم دغه شيان الحمدلله په مسلمانانو کي جاري دي:


مګر د جهالت او د نه پوهېدو له کبله خلک له حقيقته ناخبره دي د سهار او د مازیګر تر لمونځو وروسته عموما د مسجد و امامان مخ له قبلې څخه ګرزوي مګر دې ته يې فکر نسته چي د ګرزېدو غرض ددې اعلان دی چي فرض ختم سوهر څوک اختیار لري چي څه کوي هغه وکړي چیري چي ځي ولاړ سي مګر هغه ټول جماعت یې پایبندکړی وي تر څو چي درې دعاوې په جماعت سره نه وکړي تر هغو ټول په انتظار ناست وي بیا په دغه دعاوو کي د خاصو خاصو شیانو پایبندي وي لکه فرض تر څو چي هغه دعاوي و نه کړي خلک فکر کوي د لمانځه یوه برخه پاته ده دا له شريعته سرغړونه ده دعاګاني او وظیفې يې د فرض لمانځه سره داسي مښلولي دي لکه د لمانځه برخه چي وي تر څو چي امام د مقتديانو سره یو ځای وظیفې او دعاګاني و نه کړي د هغوی ټولو لمونځ بشپړنه بلل کیږي.


ماخذ  : سنت او بدعت

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته