تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څلور مهم خصلتونه :
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 31, 2022
  0

لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څلور خصلتونه دي چي کله په تا کښې موجود سي نو د دنیا هر شی چي ستا څخه ولاړ سي تاته تاوان نه کوي: د امانت ساتنه، په خبرو کي رښتیا ویل، ښه اخلاق، او په خوړو کي پاکي.


یعني دغه څلور خصلتونه چي د هر چا په برخه سي نور نو هغه سړی تاواني ندی که څه هم په دنیا کي د دنیا هر شی ورڅخه ولاړ سي او د لاسه یې ووځي:

 

۱ – د امانت ساتنه ده، فرق نلري که د الله پاک لخوا امانت وي او که د بل بنده لخوا.

 

۲ – په خبرو کي رښتیا ویل، د هر ډول درواغو څخه د ځان ساتنه.

 

۳ – ښه اخلاق غوره کول، په هره معامله کي چي وي.

 

۴ – د پاک خوراک پیدا کول او لټول، د حرام مال څخه ځان ساتل.

 


وَعَنْ عبدالله بن عمرُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ: أَرْبَعٌ إِذَا كُنَّ فِيكَ فَلَا عَلَيْكَ مَا فَاتَكَ مِنَ الدُّنْيَا: حِفْظُ أَمَانَةٍ، وَصِدْقُ حَدِيثٍ، وَحُسْنُ خَلِيقَةٍ، وَعِفَّةٌ فِي طُعْمَةٍ. [شُعَبِ الْإِيمَانِ 4878]


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته