په ايمان او دين کي استقامت
لیکنه : مولوي نورالحق مظهري /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عن عبد الله بن سفيان عن أبيه قال يا رسول الله : أخبرني أمرا في الإسلام لا أسأل عنه أحدا بعدك قال قل آمنت بالله ثم استقم قال يا رسول الله فأي شيء أتقي قال فأشار بيده إلى لسانه. [مسند امام احمد15455]
ژباړه: عبدالله بن سفیان د خپل پلار څخه روایت کوي، چي ده و رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته وویل:
یا رسول الله! ما په اسلام کي په هغه څه باندي خبر کړه چي ستا وروسته یې بیا زه د هیچا څخه پوښتنه و نکړم، ده مبارک ورته وویل: ووایه پر الله مي ایمان دی، بیا وروسته پر دغي خبري باندي ټینګ پاته سه، نو بیا ده ورته وویل: یا رسول الله! د کوم شي څخه ځان ډېر وساتم؟ ده مبارک په خپل مبارک لاس و ژبي ته اشاره وکړه.
یعني: لومړی په ایمان اقرار وکړه بیا پر همدغه اقرار او د ایمان پر تقاضا مستقیم پاته سه او بله مهمه خبره داده چي د خپلي ژبي سره ډېر احتیاط وکړه.
ماخذ : اسلامي مقالي
www.taleemulislam.net