ایډیټ بصیر یوسفزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
امام احمد بن حنبل (رضي الله عنه) فرمایي، چې دوه خبرو راته ډېره ګټه رارسولې ده.
۱: کله چې د قرآن مجید مخلوق ګڼلو فتنه راولاړه سوه او د پاچا په امرزندان ته ولېږل سوم؛ نو په زندان کې يو شراب خور راغی او راته يې وویل :
چې ای احمده! ثابت قدم اوسه، ځکه په دې زندان کې به ته د دين په خاطر په تازينو وهل کېږې او ما ته ګوره، چې په همدې زندان کې څو څو وارې د شراب خوړولو په سر په تازینو ووهل سوم او زه بیا هم پر دغه خپله ګناه کلک پاتې يم؛ نو ته خو باید پر خپله عقیده کلک پاتې سې او پر ستونزو زغملو صبر وکړې، ځکه چې دغه هر څه د دین په خاطر دي.
۲: کله چې زندان ته بيول کېدم، نو چا را باندې غږ وکړ، چې ای احمده! پروا ونه کړې، ځکه له مرګ سره به یو واره جنت ته ځي :
امام احمد(رضي الله عنه) د دې دواړو پېښو په اړه لیکي، چې دې خبرو ما ته ډېره ګټه رارسولې.
د هر عمل غبرګون د قدرت قانون دی او دا فکر ناسم دی، چې دا بدلمني او لغړتوب به ګوندې غبرګون نلري، دا چې نن ټولنیز ژوند تباه کېږي، دښځې او مېړه سره کور نه جوړېږي، چي د خپل مور و پلار خبرې ته غو نه ږدي، ورور د ورور د وينو تږی دی، پېغلې په کور زړېږي او څوک يې پوښتنه نه کوي، واده سوې ښځې له طلاقو سره مخ کېږي او داسې نور؛ نو داټول د لغړتوب او بدلمنۍ غبرګون او پایلې دي، چې ټولنه يې زیانمنه کړې او لا يې پسې زیانمنوي، الله تعالی دې موږ او تاسې له دغسې زیانونو وساتي.
دا ټول مصيبتونه، رسوایی، کرکې، جنګ او نښتې او نوې نوې مرګونې ناروغۍ څه تصادف نه دي، بلکې د همدغو ناوړو عملونو غبرګون دی،چې نن ورسره ټولنه مخ ده، دا څه پوهه نه ده، چې لاس پر لاس کېږدو او بې وسه نندارچیان له ځانه جوړ کړو، بلکې عقلمندي دا ده، چې له دغو ستونزو نه ځانونه خلاص کړو او دا هر څه هله شوني دي، چې لومړی له دغو ګناهونو نه توبه اوباسو او دغه چټلتیا له خپلې ټولنې لرې وغورځوو او بیا له خپل رب نه د بقرې سورة په وروستي آیت دعاګانې وغواړو؛ نوان شاء الله، چې الله تعالى به مو له دغه عذابه خلاص کړي.
ماخذ:لا تحزن
www.taleemulislam.net