لیکنه: محمد اسماعیل
ږیره پرېښودل:
الله جله جلاله په سورة اسراء کښی فرمایی :
لَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ (الایة ) –
یعنی یقینا په رښتیا سره مابنی ادم ( انسان ) په نورو مخلوقاتو باندی مکرم ګرځولی .
او په بل ایت کریمه کښي فرمایي:
وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ –
یعنی الله جل جلاله تاسوته شکل درکړی، پس ډیر ښایسته شکل یې درکړی –
اوپه بل ایت کریمه کښي وایي :
لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ –
یعني مایقیناً انسان پیداکړی، په ډیر ښایسته قد وقامت باندي
چه په تفسیر د ذکر شوو ایتونو کښي امام بغوي (رح ) وایي :
المرادبتکریم الرجال بالمحی والنساء بالذواءب –
یعني دانسان مکرم والي څخه مراد دنارينه وو د پاره ږیره ده، او دښځو دپاره دسرویښته دی.
او قرطبي(رح) همدارنګه وایي:
اکرم الرجال باللحی والنساء بالذواءب –
یعني مکرم ګرځېدلي په انسانانو کي نارينه په ږیروسره، او ښځي په ویښتو دسر سره ، نو الله جل جلاله دنارينه وو لپاره ږیره او ښځو دپاره دسر ویښته، دنعمتونو په جمله کښي حساب کړی.