تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې په مياشت کي ځيني لويي غزاګاني او جګړې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 19, 2021
  0

د روژې په مياشت کي ځيني لويي غزاګاني او جګړې


راټولوونکی: مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د  روژې مبارکه مياشت لکه څنګه چي د عبادت او دعوت مياشت ده د جهاد في سبيل الله مياشت هم ده لدې کبله د تاريخ په اوږدوکي پدې مبارکي مياشتي کي مسلمانانو ډېر جهادونه او ډېري جګړې کړيدي چي ځيني يې په لاندي ډول دي.


۱ - د بدر غزوه:

په دويم کال کي د هجرت د روژې مياشتي پر 17 باندي وسوه.


۲ - د مکې فتح:


په اتم کال کي د هجرت د روژې پر لسمه باندي وسوه.


۳ - د قادسيې تاريخي جګړه: 

په پنځلسم کال کي د هجرت د روژې په مياشت کي د سعد ابن ابي وقاص رضي الله عنه په مشرتوب وسوه.


۴ - د اندلس فتح:


په ۹۲ کال کي د هجرت، د روژې په مياشتي کي د طارق بن زياد رحمه الله په مشرتوب وسوه.


۵ - د عموريه فتح: 


په ۲۲۳ هجري قمري کال د روژې په مياشتي کي د معتصم بالله په خلافت کي کله چي روميانو د مسلمانانو پر ښارونو باندي يرغل وکړ د يوې مسلماني ښځي چي روميانو ګيرکړې وه د کومک غوښتلو ږغ د "وامعتصماه" په آواز باندي معتصم بالله ته ورسېدی هغه دستي د لبيک لبيک په ويلو جواب ورکړ دستي يې پر مسلمانانو باندي وجنګ ته د آمادګۍ ږغ وکړ پر روميانو يې بريد وکړ هغه مسلمانه ښځه يې هم راخلاصه کړه او عموريه ښار يې هم د روميانو څخه ونیوی.


۶ - د حارم فتح:


په ۵۵۹ هجري قمري کال د روژې په مياشت کي د حام په سيمه کي د مسلمانانو او نصاراوو ترمينځ ډېره لويه جګړه وسوه چي بری د مسلمانانو په برخه سو.


۷ - د عين جالوت جګړه: 


په ۶۵۸ هجري قمري کال د روژې په مياشتي کي د عين جالوت په سيمه کي چي د بيسان او نابلس په مينځ کي موقعيت لري د سيف الدين قطز په مشرتوب د مسلمانانو ډېره لويه جکړه د تتاريانو سره وسوه چي بری د مسلمانانو په برخه سو.


۸ - د شقحب جګړه:


په ۷۰۲ هجري کال د روژې په مياشت کي د مسلمانانو او تتاريانو تر مينځ ډېره لويه جګړه وسوه چي يوه ورځ پوره يې دوام وکړ د مازديګر مخ ته مسلمانان پدې باندي وتوانېدل چي تتاريانو ته ماته ورکړي او ددوی ډېر لوی لښکر د ماتي سره مخامخ کړي چي د لښکر ډېره برخه يې د مسلمانانو په غشو او تورو باندي ووژل سوه او ډېر لږ يې په تيښته باندي بريالي سوه.


۹ - د بيت المقدس فتح:


په ۵۸۴ هجري قمري کال کي د روژې په مياشتي کي د حطين مشهوره جګړه د صلاح الدين ايوبي رحمه الله په مشرتوب د صليبيانو سره وسوه چي په نتيجه کي مسلمانانو بيت المقدس د صليبيانو څخه آزاد کړ او د مسلمانانو لومړی قبله يوځل بيا مسلمانانو ته وسپارل وسوه.


۱۰ - د قسطنطيه فتح:


په ۸۵۷ هجري قمري کال کي د روژې په مبارکه مياشت کي د عثماني خلافت باچا محمد الفاتح رحمه الله قسطنطية ښار چي اوس په استنبول باندي مشهور دی فتح کړ.


۱۱ - د فلسطين پر سر جنګ:


په ۱۳۹۳ هجري قمري کال کي د روژې په مياشتي کي د فلسطين پر سر د عربو مسلمانانو او اسرائيلو په جګړه کي عربي مسلمانان ځواکونه وتوانېدل چي د سويس تر کانال تېر سي او د اسرائيلو لوی لښکر نابود کړي.

 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته