رالېږونکی: مطیع الله عابد
په حدیث شریف کي راځي چي:
۱ـ په صله رحمي سره محبت زیاتیږي.
۲ـ په صله رحمي سره مال زیاتیږي.
۳ـ په صله رحمي سره عمر زیاتیږي.
۴ـ په صله رحمي سره په رزق کي زیاتوالی راځي.
۵ـ په صله رحمي سره بنده په خراب مرګ نه مري.
۶ـ په صله رحمي سره مصیبتونه او آفتونه لیري کیږي.
۷ـ په صله رحمي سره د ملک آبادي او زرخیزي زیاتیږي.
۸ـ په صله رحمي سره ګناهونه معافیږي.
۹ـ په صله رحمي سره نیکۍ قبلیږي.
۱۰ـ په صله رحمي سره جنت ته د تلو حق تر لاسه کیږي.
۱۱ـ په صله رحمي سره له صله رحمي کوونکي سره الله تعالی خپله رشته جوړوي.
۱۲ـ په کوم قوم کي چي صله رحمي کوونکي موجود وي پر هغه قوم د الله تعالی رحمت نازلیږي.
ددې ګټو تفصیل:
رسول الله صلی الله علیه وسلام فرمایلی دي چي تاسو خپلي شجرې معلومي کړي ددې لپاره چي خپلوان وپېژنی او له هغوی سره صله رحمي وکړای شي ځکه په دې سره محبت زیاتیږي مال ډیریږي او د مرګ نیټه ځنډیږي یعني په عمر کي برکت راځي.( ترمذي).
څوک چي داغواړي چي عمر یې زیات شي او په رزق کي یې برکت راشي نو هغه ته په کار ده چي له دوستانو سره صله رحمي کوي.( بخاري مسلم)
څوک چي غواړي چي عمر یې زیات شي او رزق یې پراخ شي او په بد مرګ مړ نه شي نو پر هغه لازم دي چي هغه له الله تعالی څخه وویریږي او له خپلو خپلوانو اودوستانو سره ښه سلوک کوي.( الترغیب والترهیب)
څوک چي صدقه ورکوي او له دوستانو سره نیکي کوي نو الله تعالی یې عمر زیاتوي له خراب مرګ څخه یې ساتي اومصیبتونه او آفتونو ترې لیري کوي.( الترغیب والترهیب)
رحم د الله تعالی د رحمت یوه څانګه ده ، الله تعالی فرمایلي دي چي څوک ستا سره رشته جوړوي زه هم ورسره رشته جوړوم او څوک چي ستا سره رشته ماتوي زه هم له هغوی سره رشته ماتوم .( بخاري شریف)
د الله تعالی رحمت پر هغه قوم نه نازلیږي چي په هغه کي داسي کس موجود وي، کوم چي خپلي رشتې ماتوي. ( شعب الایمان، بیهقي)
له بغاوت او قطع رحمي څخه زیاته بله څه داسي ګناه نه شته چي په دنیا کي هم پوره سزا ورکول کیږي او په آخرت کي هم پرې عذاب وي.( ترمذي وابوداؤد)
جنت به هغه کس داخل نه شي، څوک چي خپلي رشتې ختموي.( مسلم وبخاري).
(پاشلي ملغلري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه)