ژباړه : عبدالرحیم راشد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د اسلامي نړۍ نامتو او ستر عالم حافظ ابن قیم رحمته الله علیه او شیخ الاسلام تقي الدین حراني رحمته الله علیه د ګناهونو آثارو یادونه کړې ده او موږ یې دا اوه (۷) علامې په لنډ ډول سره ذکر کوو او هغه عبارت دي له:
۱ـ په ژوند کي تنګسه او غمونه .
۲ـ د روزي(رزق) تنګي.
۳ـ د علم هېرېدنه.
۴ـ له ګناهکار سره د خلکو په زړونو کي بغض پیدا کېدل.
۵ـ د بنده او د هغه د رب په منځ کي وحشت (بېلتون) راتلل.
۶.د زړه سختوالی او یا مړ کېدل.
۷ـ د هغو ناوړه عواقب په آخرت کي که انسان بې توبې مړسي، د خیر څخه بې برخي کېدل.
د ګناهونو ډولونه:
د دین دوې برخي دی یو عبادت یعني د الله(جل جلاله)ټولو اوامرو ته غاړه اېښودل او بل معصیت(ګناه) ده یعني د الله(جل جلاله)د اوامرو څخه سر غړونه کول.
ګناهونه بیا پر دوه ډوله دي:
۱-صغیره ګناه
۲-کبیره ګناه
ماخذ : د ګناهونو د بخښني څلوېښت اسباب
www.taleemulislam.net