تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
الله تعالی اوښ څنګه پیدا کړی دی؟
  تعلیم الاسلام
  October 9, 2017
  0

ژباړه: شکرالله رسولي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ (الایة)

 

الله تعالی اوښ د خپل قدرت د عظمت نښانه ګرځولې ده، په اوښ کي مختلفي او ډیري ګټي سته، پر اوښ باندي انسان سپریږي، غوښي یې خوړل کیږي، شیدې یې څیښل کیږي، د سامان د نقل لپاره ښه وسیله ده، د نني عصر یوه بې مصرفه او هوسا وسیله بلل کیږي، تجاران خپل تجارتي مالونه ورباندي وړي، د عربو د فخر او عزت لرونکو مالونو څخه شمیرل کیږي، چي د صحراء په کښتۍ باندي هم یادیږي، بله ځانګړتیا یې داده چي اوښ تقریباً د نیم ټن په اندازه بار وړلایسي.


الله تعالی موږ ته په قرانکریم کښي د اوښ د خلقت په اړه د سوچ او فکر په اړه توصیه کړې ده،او  الله تعالی اوښ د خپل قدرت معجزه ګرځولې، هغه حیوان دی چي نوم یې په قرانکریم کي ذکر دی، او زموږ سوچ او فکر یې و خلقت ته متوجه کړی، خلقت یې په صحراء کښي د ګرځلاو سره عادت لري، د هوا د خرابوالي سره په مکمل ډول عادي دی، په ګرمۍ او یخ کښي ژوند کولایسي، د جسم اعضایې د هوا د بدلون سره سمون خوري، سترګي، پزه، تلیان او د جسم هره حجره یې د هر ډول اقلیم سره د ژوند کولو لپاره اماده دي.

 

د اوښ پیدایښت او توانمندي

 

اوښ د قوي جسم سره بیا هم د خپل کمزوري بادار آمر پر ځای کوي، په اسانه توګه یې یوې او بلې خوا ته بیولای سي، اوښ پخپله سترګو کي دوې طبقې لري د سترګو د کوپړۍ پواسطه سترګي د ریګو څخه ساتي، او د پزې په دننه کښي داسي سوري شتون لري چي ګرمه هوا سړوي، چي په دې سره یې د بدن وینه یخه او دماغ یې قوي او یخ وي، په تیز لمر کي تر ډېره لیري ځایه تګ کولایسي. 

 

دوه پراخ شونډان لري، په کښتنۍ شونډي سره په اسانۍ او بې تکلیفه زوزان پرې کوي، دوه ډېر کوچني غوږونه لري چي د هره طرفه وریښتانو پټ کړي دي، لدې کبله یې غوږونه د ریګو له ننوتلو څخه محفوظ پاتیږي، په اوږده غاړه کولایسي چي د جګو درختو پاڼي په آسانۍ سره راوشکوي، په آسانۍ سره د درنو بارونو سره تګ کولایسي، بدن یې په ډیرو وریښتانو پوښل سوی، پدې سره یې پوست د سختي ګرمۍ څخه ساتل کیږي، د اوږدو پښو له وجي تیز او لوی ګامونه اخلي، د لویو خپړو سره په صحراء کښي لویه مسافه طی کولایسي، د لکۍ پر شاو خوا یې وریښتان  د شا طرف د ریګو څخه ساتي.

 

د الهي ورکړي له وجي اوښ کولایسي چي بیله اوبو او خواړو (۱۵) پنځلس ورځي ژوند وکړي، د ګرمۍ په لوړه درجه کښي کولایسي چي بې اوبو او خواړو (۵۰) پنځوس ورځي ژوند وکړي، د ډیرو ورځو لپاره په کافي اندازه ډېري اوبه څښي، اوبه یې په کلمو کي جذبیږي تر څو تر ډېري مودې پوري ورته کافي سي، پر شا باندي یې بوک د نورو حیواناتو څخه جلا کړی، ځیني اوښان دوه بوکه لري، د نور بدن څخه جلا پر بوک یې غوړي را جمع کیږي، کله چي اوښان اوبو او انرژي ته ضرورت پیدا کړي نو له همدغو غوړو څخه د اوبو او انرژۍ پر ځای کار اخلي، د هاضمي سیسټم یې ډیر قوي دی چي له کبله یې هر شی خوړلای او هضمولایسي، معده یې څلور برخي لري، معده یې د لوړي وړتیا له کبله په یو وار داخلیدو سره هر څه ساتي.

 

 

د اوښ شیدې ډېره قیمتي غذا ده، که چیري یې یوازي شیدې وڅښل سي د غذا پر ځای کار کوي، ډېري لوې  طیبي ګټي پکښي نغښتي دي، د اوښ شیدې د بوزې او غوا تر شیدو په ترکیب کي مختلفي دي، حتی د اوښ په بولو کي د ډیرو مرضو لپاره شِفا سته.

 

دا د الله تعالی د قدرت او پيژندلو یوه کوچنۍ نښه ده، په دنیا کي چي هر څه لیدل کیږي دا هر څه د الله تعالی قدرت موږ ته را ښې، لدې څخه ماسیوا نور هم داسي مخلوقات سته چي موږ تر اوسه نه لیدلي دي او نه په خبر یو.

فَسُبْحَانَ اللَّهِ حِينَ تُمْسُونَ وَحِينَ تُصْبِحُونَ

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته