تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ټولنیزو خدمت کونکو لپاره څلويښت ملغلرې :
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 12, 2022
  0

لیکنه : حشمت الله مياخيل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


١.د خپل نيت اصلاح کول. 


٢.د هميشه لپاره په هر ځای کې له الله تعالی وېرېدل. 


٣.د ټولو خلکو په حق کې خير خواهي اختيارول. 


٤.نيک اخلاق خپلول. 


٥.د نرمۍ اخلاق خپلول او له سختۍ څخه ځان ساتل. 


٦.له خلکو سره نرمي او آسانتيا کول او په خلکو بې ځایه سختي نه کول. 


٧.له بې ځایه سختۍ څخه ځان ساتل، چې دا بدبختي ده. 


٨.د هميشه لپاره نېک اعمال کول، چې دا محبوب د الله تعالی دی، اګر که لږ وي هم. 


٩.له خلکو سره احسان کول، چې د خلکو د محبت سبب دی او له بدو کولو څخه ځان ساتل، چې د خلکو د غصې او نفرت سبب دی. 


١٠. خپل حيثيت پيژندل او پرې صبر کول، چې د سلامتیا سبب دی. 


١١.له خپل نفس سره مجاهده کول، چې دا حقيقي جهاد دی. 


١٢.له کافرانو سره په مال، نفس، او ژبه جهاد کول. 


١٣.هر چا ته خپل حيثيت ورکول او افراط او تفريط نه کول. 


١٤.د قدرمنو خلکو قدر کول. 


١٥.کارونو خپل اهل ته سپارل. 


١٦.د خلکو خدمت کول، چې د مشرۍ سبب او د مشر وظيفه ده. 


١٧.زيرک او بيدار اوسيدل او دوه ځله نه دوکه کېدل. 


١٨.په شک او ترد دوکې اچوونکی شی پرېښودل او له بې تردده شي څخه استفاده کول. 


١٩.د مشرۍ په حالت کې عفوه کول، چې د وطن او د نظام د ډېرې بقاء سبب دی. 


٢٠.اسلامي او اجتماعي خدمتونو کول، چې د ډېر ثواب سبب دی. 


٢١.هر شخص مسؤل دی او له هريو څخه به د خپل مسؤليت پوښتنه کېدای شي. 


٢٢.په ديني او اجتماعي کارونو کې به له چا د ملامتيا څخه نه ويریږي. 


٢٣.سره له تقوی څخه، نېک مال پيدا کول، چې د تقوی او د تقوی د بقا سبب دی. 


٢٤.د صالح شخص لپاره په حلال مال کې هيڅ باک نسته، په کوم سره چې ديني او اجتماعي خدمتونو کېدای شي. 


٢٥.له دنيا سره به محبت نه کوې، چې دا بنياد د هرې ګناه دی. 


٢٦.آسوده خالي نه خوښول، چې دا د الله تعالی د کاملو بندګانو صفت نه دی. 


٢٧.په خرچه او مصرف کې ميانه روي اختيارول، چې دا په ژوند کې د اطمينان سبب دی. 


٢٧.په معنوي او مادي اسبابو سره د فقر د ختمولو هڅه کول، ځکه چې دا خصوصاً په اوس وخت کې د کفر سبب دی. 


٢٩.د الله تعالی لپاره تواضع کول، چې دا د اطمينان او ترقۍ سبب دی، او له کبر څخه ځان ساتل، چې دا د تنزیل او ناکامۍ سبب دی. 


٣٠.د خپل امير جايز اطاعت کول، چې دا د نبي کریم صلی الله علیه وسلم اطاعت دی او د امير له نافرمانۍ څخه ځان ساتل، چې دا د نبي کریم صلی الله علیه وسلم نافرماني ده. 


٣١.په تکليف او سهولت، خوښۍ او ناخوښۍ او په هغه وخت کې چې امير بل چا ته په تا ترجيح ورکړي، په ټولو حالاتو کې د امير شرعي امر اوريدل او منل. 


٣٢.له خپل امير څخه د ناخوښۍ د حالت د حالت د لېدو په وخت کې صبر کول. 


٣٣.مشرانو ته ښکنځل او بد، نه ويل، او دوي ته د اصلاح دعا کول، ځکـه چې د دوي اصلاح د خلکو د اصلاح سبب دی. 


٣٤.حاکمانو ته ښکنځل نه کول بلکه دوي دعا کول، چې الله تعالی د دوي زړونه په خلکو نرم کړي. 


٣٥.متحد اوسيدل، چې دا د الله تعالی د نصرت سبب دی. 

٣٦.په پوره اخلاص او همت سره کار کول، چې الله تعالی ته خوښ صفتونه دی او له ريا او ضعيفه همت څخه ځان ساتل، چې دا صفت الله تعالی ته ناخوښ دی. 


٣٧.استخاره او د اهل خلکو سره مشوره کول، چې له دې سره انسان له نااميدۍ او پښېمانتيا څخه بچ کيږي. 


٣٨.چا درڅخه مشوره وغوښته، نو درسته او صحيح مشوره ورکوه، ځکه چې دا يو امانت دی. 


٣٩.د مجلسونو رازونه ساتل، چې د مجلسونو دارو مدار په امانت دی. 


٤٠.خپل رازونه وساته، چې مقصد ته ورسيږي او د خلکو له حسد او ضرر څخه بچ سې.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته