لیکنه : علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اول. روغتیا
-د الله سره اړیکه و ساتی؛ زړه به مو جوړ روغ وي.
-مطالعه وکړی؛ دماغ به مو ارام سي.
-ورزش وکړی؛ بدن به مو قوي سي.
دوهم. خوشحالي
-خپل د خوشحالی او غم کیلي و بل چاته په لاس مه ورکوی؛ یعني پر خلکو تکیه مه کوی، دا دنیا کي لږ ښه خلک، خو ډېر بیا سپي خلک ژوند کوي.
-پر لږ څه شکر وکاږه او راضي سه.
-که په غم کي یې او که خوشحالي کي، د ټولو خلکو سره وخانده، هیڅوک هم ستا د غم په کیسه کي نه دي.
درېیم. بریا
-پر خپلو مټو باور ولره، سخت کار وکړه او پر الله توکل وکړه.
-ماته مه منه، که مات سوې، بیا را پورته سه.
-د بریا پر وخت دي بریا له ځان سره ولمانځه، کنې بیا دي سپي خلک مایوسه کوي.
www.taleemulislam.net