ټيکنالوژيکي ناروغۍ
ليکوال: خليل احمد (عمري)
ټکنالوژي مو په ژوند کي، د اسانتیاوو رامنځته کولو سره – سره؛ د منفي تغیراتو او ناروغیو سبب هم ده. په دې اړه متخصصين وايي: "ټکنالوژي د انسانانو هم فزیکي او هم رواني حالت ته ډېر سخت زیان اړولی دی. سایبري ناروغۍ (هغه ناروغۍ، چي د ټکنالوژۍ په وجه رامنځته کیږي.) که پر وخت تداوي نه کړل سي؛ د ژور خفګان څخه بیا تر ځان وژني پوري، د انسان پر ژوند منفي اغېزه کولای سي. "
د ټکنالوژۍ څخه رامنځته سوي ناروغۍ:
Nomophobia) No Mobile Phone Phobia): په اوس وخت کي ډېر عامه ناروغي ده. په لنډ ډول دا ناروغي د مبایل په اړه هر رنګه بېره درلودلو څخه عبارت ده. د مبایل په یو ځای کي پاته کېدل، د چارج خلاصېدل او یا هم د جېب څخه د لوېدلو په صورت کي؛ ډېره زیاته وارخطايي، د تنفس په اخیستلو کي ستونزه او د سر ګرځېدل ددې مرض علایم دي.
Photo Lurking: دا ناروغي په انټرنیټ کي، د تصویرونو دوامداره کتني او تر کتني وروسته یې په اړه د زیات فکر کولو څخه عبارت ده. عموماً په دا ډول ناروغي اخته کسان، په انټرینټ کي د تصویر ليدلو وروسته د ځان، کورنۍ، ټولني، کلتور، ژبي یا قوم څخه نفرت، پر خپل مادي حالت باندي افسوس، او د قسم – قسم خواهشاتو سره مخ کیږي. دا ناروغي په انټرنيټ کي د ټولنیزو ویب سایټونو او یا هم نور د تصویرونو نشروونکي پلیټ فارمونو؛ په رامنځته کېدو سره؛ نوره زیاته سوله. تر ټولو لوی خطر ددې ناروغۍ دا دی: چي مصاب کس هیڅکله دا نه سي درک کولای، چي په دې ناروغۍ اخته سوی دی.
FOMO (Fear of Missing Out): د متخصیصونو په وینا دا ډول ناروغي عموماً په ځوانانو کي لیدل کيږي. دا ناروغي د یوې جالبي پيښي، د سوداګریزو توکو رانیول، د خوشحالۍ خبر او یا هم دې ته ورته نور څه پیدا کولو په موخه؛ د ټولنیزي ميډیا زیات او نه ستړېدونکي تعقیب څخه عبارت ده.
حساسیت، د وخت بې ځایه مصرفول، د ټولنیزو اړیکو څخه لیروالی او د وړتیاوو د لاسه ورکول؛ ددې ناروغۍ زیانونه دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه