لیکوال: دوکتور یوسف قرضاوي
ژباړه: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اسلامي اعتلال او منځ لاريتوب
زما په اند اعتدال یا میانه روي معنی د دوو متقابلو او متضادو اړخونو ترمنځ، منځلاري توب. په داسي ډول چي یو اړخ هم متأثره نه سي او یا بل اړخ پرېښودل نه سي، هر یو تر خپل حق ډېره برخه وا نه خلي، چي پر هغه بل تجاوز وسي او حقوق ئې تلف سي.
د دوو متقابلو او متضادو یو څو مثالونه په لاندي ډول دي: ربانیت او انسانیت، روحانیت او مادیت، دنیا او آخرت، وحي او عقل، ماضي پرستي او مستقبل پرستي، انفرادیت او اجتماعیت، حقیقت پرستي او شکل پرستي، ثبات او بدلون او دې ته ورته نور...نو ددې دواړو اړخونو تر منځ د اعتدال او میانه روۍ معنی داده، چي هر لوري ته خپل پوره حق ورکول سي او د افراط او تفریط څخه ځان وژغورل سي، د الله جل جلاله ارشاد دئ:
وَالسَّمَاءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِيزَانَ (۷) أَلَّا تَطْغَوْا فِي الْمِيزَانِ (۸) وَأَقِيمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِيزَانَ (۹)(سورة الرحمن آیت:۷-۹)
ژباړه: اسمان ئې اوچت كړ او تله ئې كېښودله. د دې غوښتنه داده چي تاسي په تله كښي خلل مه اچوئ، په انصاف سره سم صحيح تول وكړئ او په ترازو كښي کمی مه کوئ.
میانه روي، عدل قائموي او د افراط او تفریط څخه د ساتلو ښه طریقه ده.
انسان د یو متوازن نظام د جوړولو څخه عاجزه دئ
په انصاف سره د یوه متوازن او عادلانه نظام جوړول، د انسان د وس او توان څخه وتلي دي، ځکه د انسان عقل محدود او پوهه ئې نیمګړې ده، په شعوري او غیرشعوري ډول د خپل ذاتي،کورني، ګوندي، سمیز او توکمي میل څخه متأثره کېږي.
د همدې وجي څخه د انسانانو هیڅ قانون یا طریقه د افراط او تفریط څخه خالي کېدای نه سي؛ حالات او تاریخ ددې شاهدان دي.
هر شي ته، هغه که مادي وي او که معنوي، خپل پوره حق ورکول، کمی او زیاتی نه پکښي کول، فقط د هغه الله جل جلاله په وس کي دي، چي هر څه ئې پېدا کړي، د هغوی د اندازې سره سم ئې وجود ور بخښلی دئ، په هر څه خبر دئ، علم لري، شمېرلي ئې دي او هر څه ته دده علم او رحمت شامل دئ.
د تعجب او خوند خبره داده، چي دا اعتدال او میانه روي په مخلوقاتو او احکامو دواړو کي لېدل کېږي، یعني څه ډول توازن او اعتدال چي د الله جل جلاله په کائناتو کي لېدل کېږي، همدا ډول په احکامو کي هم لېدل کېږي.
توازن په تکویني امورو کي
که چيري موږ په خپل شاه وخوا کي وګورو، فکر وکړو، نو شپه او ورځ، رڼا او تاریکي، یخ او ګرمي، وچه او اوبه او بېلابيل ګازونه، دا ټول د یو معلوم او ټاکل سوي اندازې سره سم موجود دي، یو هم د بل په حدودو کي مداخله نه کوي او تر خپلو حدودو نه تېریږي.
همدا لمر، ستوري، سیارې ټول پخپل چورلیځ(محور) کي ګرځي، یو د بل سره نه ټکريږي، د خپلو دائرو(محورو) څخه نه وزي، د الله جل جلاله ارشاد دئ: إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ. (سورة القمر آیت:۴۹)
ژباړه: موږ هرڅه له يو تقدير سره پيدا كړي دي.
مَا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِنْ تَفَاوُتٍ.(سورة الملک آیت:۳)
ژباړه: ته به د رحمان په هستونه كښي هيڅ راز نا اړوندي ونه مومې.
اسلام د خپلو پیروانو څخه غواړي، چي د کائناتو همدا توازن پخپل ژوند، فکر او رویه کي ښکاره کړي او په دې توګه دا امت د نورو امتونو څخه بېل او ممتاز کړي.
قرآن کریم همدې ځانګړني ته داسي اشاره کوي:
وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا.(سورة البقرة آیت: ۱۴۳)
ژباړه: او په همدې ډول مونږ تاسي يو " اُمت وسط" (غوره امت)ګرځولي ياست چي تاسي پر نړیوالو شاهدان او پېغمبر پر تاسي شاهد اوسي.
د اسلامي او معتدل امت راز په همدې تګ لاره او نظم کي پټ دئ، دا د یو معتدل امت منهج دئ، د افراط او تفریط څخه محفوظ او متوازن منهج او نظام دئ.
نن دامت اړتیا هم اعتدال دئ
نن چي اسلامي امت د کومي بربادۍ او تباهۍ سره مخ دئ، نو اعتدال د دوی لپاره د نجات کښتۍ ده، امت ته د ور پيښو ډېرو غټو فکري او عملي مسائلو حقیقت د دوو متضادو اړخونو ترمنځ پټ دئ، یو د غلوي یا افراط اړخ دئ. افراط امت په مشقت کي اچوي، د دیني آسانیو پر ځای سختي راپنځوي، د امت لپاره د رخصتونو ځای نه پرېږدي، د اړتیا په وخت کي چي په شریعت کي کومي آسانۍ ترلاسه کېږي، هغه نه مني، کوم حالات چي په احکامو کي د تخفیف باعث کېږي، نه مني، د وخت، سیمي او حالاتو د بدلون سره چي کوم بدلون په احکامو کي راځي، نه مني، پر زاړه اسلوب ولاړ وي، د نوي قانون څخه بېريږي، د اوسني او راتلونکي څخه ناخبره وي، د دوی په اند تر ټولو حکیمانه خبره دا وي: پخوانیو علماوو د وروستنیو لپاره هیڅ نه دي پرې ايښی، د پخوانیو علماړړ تر رایي وروسته هیڅ رایه نسي وړاندي کېدای، د بل چا پر رایه غور و فکر او خبرو ته تیار نه وي، د هیڅ مخالف الرايه لپاره ځای نه لري.
دوهم اړخ، د دیني احکامو څخه د تیښتي، تفریط او په دیني احکامو کي د کوتاهی اړخ دئ، ددې ډلي معتقدین نه د کومي عقیدې پابند وي، نه په کوم فرض عمل کوي او نه هم کوم حرام د دوی په نیز حرام وي، د دوی په اند دین موم دئ، څوک چي ئې څرنګه، کله او په څه ډول وغواړي جوړ دې کړي، د دوی په اند په دین کي ناقابل تغیر احکام نسته، بلکي هر دیني حکم د تغیر وړ دئ، لکه څرنګه چي په یوه څېړنه کي تغیر راتلای سي نو حق، باطل او باطل، حق کېدای سي. د دوی په اند د قرآن او حدیث څېړونکي یو نوی دین جوړولای سي، دا دین د هغه دین څخه بېلېدای سي، کوم چي نبي علیه السلام صحابوو ته ښوولی و او په خیر القرون کي عمل پرې کېدی او امت ته په تواتر سره رارسېدلی دئ، دا نوی دین هغه شیان حرامولی سي، چي امت د څوارلس سوه کالو راهسي حلال بللي وه او کوم شیان چي د څوارلس سوه کالو راهسي په امت کي حرام وه، دا نوی مذهب حلالولای سي، په عقائدو او ارزښتونو کي بدلون راوستلای سي، فرائض ساقطوالی سي، په دین کي داسي احکام مشروع کولای سي، چي الله جل جلاله د هغوی امر نه وي کړی.
ځکه د دوی په اند د هري زمانې، سیمي، بلکي د هر سړي دین د نورو څخه بېلېدای سي، د دوی په اند دین ټول امت په یوه کړی کي نسي راوستلای.
نو د داسي دین پر بنسټ یو داسي امت نسي جوړېدای، چي عقیده، شریعت، ارزښتونه او پيغام ئې یو وي، دا دین د رایو د یو ځای کولو پر ځای د تفریق او د تعمیر پر ځای د تخریب ذریعه ده، ځکه کلتور، ټولنیز علوم، ژبني څېړني، انترپولوجي، اپيټولوجي او د نورو معلومو او غیر معلومو علومو په علمیت او فلسفیانه اړخ لرونکو کارونو کي د بدلون په وجه په دې دین کي بدلون راتلای سي، دا کارونه خپله هم قابل تغیر او یو د بل متضاد دي.
د دین اصول، اصول الفقه، اصول تفسیر او اصول حدیث کي چي د امت سترو علماء کوم اصول او قاعدې وضع کړي دي، د دوی په نیز د کومي پاملرني وړ نه دي.
د دوی یو څو معصوم امامان دي، چي دوی يې تقلید کوي، دا امامان چي څه ووايي، پيروان ئې هیڅ نه وايي، ځکه هغوی چي څه وايي، رشتیا وي، هره خبره ئې پر حق بنا وي، مګر که یو څوک د امت د هغو سترو امامانو، صحابوو او تابعینو او د هغوی د سترو شاګردانو پيروي کوي، نو دا خلک سخت نقدوي، په داسي حال کي چي د امت دا ستر امامان د علم په طلب، ښه پوهه، د الله جل جلاله څخه بېره او د هدایت پر لاره د تلونکو په لړ کي د اتباع وړ دي.
تجدد خوښونکي د خپلو غربي امامانو پوره پیروي کوي د هغوی هره خبره بېله چون و چرا او جاجولو نقلوي.
او بیا زموږ په مخ کي د آزاد خیال او روڼ اندي دعوه کوي، که آزاد خیال ورته ویل کيږي نو فقط د اسلامي ارزښتونو او اصولو څخه آزاد دئ، رشتیا خبره خو داده، چي دا آزادي نه، بلکي انحراف دی او د غرب فکري غلام دی.
هغه امت چي الله جل جلاله معتدل امت بللی دی: وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا(سورة البقرة آیت:۱۴۳)
ژباړه: او په همدې ډول موږ تاسي يو " اُمت وسط" (غوره امت) ګرځولي ياست.
په مجموعي توګه معصوم دی، یعني پر کمراهي نه سي را جمع کېدای، ځکه هغوی د منحرفینو او افراطیانو تګلاره غلطه بولي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی لپاره د هلاکت او بربادۍ وړاندوینه کړې ده.
د همدې لپاره د انبیاء علیهم السلام د وارثانو دنده ده، چي د اعتدال لاره غوره کړي، خلکو ته ئې ښکاره کړي، دفاع ئې وکړي او ځانګړتیاوي ئې روښانه کړي.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، (۱۴۰۲) کال، اته ویشتمه ګڼه،۶ -۷ مخ.
www.taleemulislam.net