تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره ( پای)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 30, 2023
  0

لیکوال : مولانا محمد عبدالقوي صاحب
ژباړن: علي الله متوکل


بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره
( وروستۍ برخه) 


ظلم، بخل او د بل چا حق خوړل د ویني تویولو سبب دئ


عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: اتَّقُوا الظُّلْمَ ، فَإِنَّ الظُّلْمَ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ، وَاتَّقُوا الشُّحَّ ، فَإِنَّ الشُّحَّ أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ ، حَمَلَهُمْ عَلَى أَنْ سَفَكُوا دِمَاءَهُمْ ، وَاسْتَحَلُّوا مَحَارِمَهُمْ.


ژباړه: د حضرت جابر رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د ظلم څخه و بېرېږئ (پرهېز وکړئ) ځکه ظلم د قیامت تاریکي ده او د بخل څخه ځان وساتئ، ځکه بخل ستاسو څخه مخکي قومونه هلاک کړي دي، بخل دوی و ویني تویولو ته و هڅول او خپل منځي حرام کړل سوي شیان ئې حلال و ګرځول.


رسول صلی الله علیه وسلم په دې حدیث کي د دوو شیانو څخه منع فرمایلې او د هغه بده پایله ئې ذکر کړې ده: 


لومړی. ظلم: د ظلم په هکله فرمایي: چي د ظلمات په شکل به وړاندي راسي، یعني څنګه چي د قیامت په ورځ ښه اعمال د روښنایي سبب ګرځي، همداسي ظلم د تاریکۍ سبب ګرځي. داچي انسان په تاریکۍ کي خپله لاره نه سي موندلای، نو د قیامت پر میدان به هم نجات او ساتنه پیدا نه کړي، ترڅو د مظلومانو حق ئې ادا کړی نه وي. 


بعضي علماء د «ظلمات» ترجمه داسي کوي: ظلم، د قیامت په ورځ د سختۍ او مصیبتونو په شکل راځي – و پورته خبرو ته که وګورو نو دا ترجمه بالکل سمه ده.


دوهم. بخل: د کنجوسۍ څخه منع فرمایل سوې ده، رسول الله فرمایي: چي دکنجوسۍ په خاطر مخکیني امتونه هلاک سول. هغوی به د کنجوسۍ په خاطر یو او بل سره وژل، کوم کارونه چي الله رب العزت حرام کړي وه، هغه ئې کول. خبره دا ده، چي د کنجوسۍ او مال سره د محبت په خاطر انسان ویني تویول او قتل هم کوي او دا ئې د بربادۍ سبب ګرځي. په کومو ځایونو کي چي د مال مصرفول فرض یا واجب دي، هلته د مال نه مصرفول بدترینه کنجوسي او کبیره ګناه ده او په مستحباتو کي د مال نه مصرفول څوک د ثواب څخه محرومه کوي. 


د بنده ګانو حقوق پایماله کول


عن عائشة رضي الله عنها قالت قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "الدَّوَاوِينُ عِنْدَ اللَّهِ ثَلاثَةٌ: دِيوَانٌ لا يَعْبَأُ اللَّهُ بِهِ شَيْئًا، وَدِيوَانٌ لا يَتْرُكُ اللَّهُ مِنْهُ شَيْئًا، وَدِيوَانٌ لا يَغْفِرُهُ اللَّهُ، فَأَمَّا الدِّيوَانُ الَّذِي لا يَغْفِرُهُ اللَّهُ فَالشِّرْكُ، قَالَ اللَّهُ تَعَالَى: "مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ" [المائدة، 74]. وَأَمَّا الدِّيوَانُ الَّذِي لا يَعْبَأُ اللَّهُ بِهِ شَيْئًا فَظُلْمُ الْعَبْدِ نَفْسَهُ فِيمَا بَيْنَهُ وَبَيْنَ رَبِّهِ مِنْ صَوْمِ يَوْمٍ تَرَكَهُ أَوْ صَلاةٍ تَرَكَهَا، فَإِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ ذَلِكَ وَيَتَجَاوَزُ إِنْ شَاءَ اللَّهُ، وَأَمَّا الدِّيوَانُ الَّذِي لا يَتْرُكُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ مِنْهُ شَيْئًا فَظُلْمُ الْعِبَادِ بَعْضُهُمْ بَعْضًا، الْقِصَاصُ لا مَحَالَةَ".


ژباړه: د حضرت عایشې رضی الله عنها څخه روایت دئ، چي رسول صلی الله علیه وسلم و فرمایل: د قیامت په ورځ به درې ډوله دیوانونه (د حساب کتابونه) وي: یو هغه کتاب، چي پکښي لیکل سوې ګناه، الله تعالی نه بخښي، هغه شرک او کفر دئ، ځکه الله تعالی فرمایي: لایغفر أن ایشرک به.


دې بل کتاب کي بیا لیکل سوي ټولي فیصلې به الله جل شانه کوي، دې کتاب کي د بنده ګانو یو پر بل ظلمونه لیکلي وي او الله به د یوه حق او بدله له بل څخه اخلي


او درېيم کتاب کي به د الله د احکامو څخه د مخ ګرځونکو اعمال لیکلي وي. دا کتاب په الله اړه لري که ئې بخښي او که ئې نه بخښي. 


له دې څخه معلوميږي، چي یو بنده که بل بنده ته هر ډول ستونزه رسولې وي، هغه که مالي وي، ځاني وي او که ئې د عزت وي، نو تر هغو، هغه نه سي بخښل کېدای، ترڅو ئې بدله نه وي ځني اخیستې او ددې بدلې او حق اخیستني طریقه د نیکو او بدو اعمالو په طریقه داسي کيږي:


وعن أَبي هُرَيْرَةَ، عن النَّبِيِّ ﷺ قَالَ: مَنْ كَانتْ عِنْدَه مَظْلمَةٌ لأَخِيهِ مِنْ عِرْضِهِ أَوْ مِنْ شَيْءٍ فَلْيتَحَلَّلْه ِمِنْه الْيَوْمَ قَبْلَ أَلَّا يكُونَ دِينَارٌ وَلَا دِرْهَمٌ، إنْ كَانَ لَهُ عَمَلٌ صَالِحٌ أُخِذَ مِنْهُ بِقَدْرِ مَظْلَمتِهِ، وإنْ لَمْ يَكُنْ لَهُ حسَنَاتٌ أُخِذَ مِنْ سيِّئَاتِ صاحِبِهِ، فَحُمِلَ عَلَيْهِ رواه البخاري


ژباړه: د حضرت ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دئ: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: تاسو پوهېږی مفلس څوک دئ؟ صحابه و جواب ورکړ: موږ مفلس و هغه چاته وایو، چي درهم نه لري، مال او سامان نه لري. رسول صلی الله علیه وسلم و فرمایل: بې له شکه زما په امت کي مفلس هغه دئ، چي د قیامت په ورځ لمونځ، روژه او زکات راوړي، خو د هغه تر څنګ ئې و یو چاته ښکنځل کړي وي، تهمت ئې کړی وي، د چا مال ئې خوړلی وي، د چا وینه ئې توی کړې وي، نو ددې کس نېکیاني به یوه او بل ته ورکول سي، که د خلکو د حقوقو تر ادا کولو مخکي دده نېکیاني خلاصي سي، بیا د نورو خلکو ګناهونه دده پر سر  لويږي او دوږخ ته اچول کيږي. 


فکر وکړئ! له یوې خوا موږ د شپې او د ورځي په دنیوي کارونو دومره مصروف یو، چي د نیکیو د کولو وخت ډېر کم پیدا کيږي، که هغه لږ نېکیاني مو نورو ته ورکړل سي او بیا د هغوی ګناهونه هم زموږ د اوږو بار سي، نو غرق سولو. 


د قیامت په ورځ و نورو ته د خپلو نېکیانو د نه ورکولو او د هغوی د ګناهونو د بار نه وړلو په خاطر باید موږ د نورو خلکو تهمت او غیبت و نه کړو، مال او عزت ته ئې تاوان و نه رسوو او ظلم پر و نه کړو. په دې سره نه یوازي موږ ته ډاډ او سکون موندل کيږي، بلکي په نړۍ کي امن، سوله او ارامي راځي. 


و آخر دعوانا أَنِ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعالَمِين.

 

پای 


مأخذ: د "بې امنیتي او وژني"  کتاب څخه

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته