لیکنه : عبدالمنان افکر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ددعوت اونصیحت کولوپه وخت کي دقرآني ارشاداتو موافق تګلاره اختیارول ډېرمؤثره وي .
یوه هم دخبروپه انداز کي حسن یاښه لهجه ده ،
لکه الله (جل جلاله) چي فرمایي :
وقولوا للناس حسنا ! ژباړه : تاسوخلګوته په حسنه طریقه خبري کوئ !
داعي ( بلونکی ) چي وبل ته ددین دعوت ورکوي باید په احسنه طریقه دعوت ورکړي .
اوس خو داعي ترموسی اوهارون علیهماالسلام اعلی او اولی نه دی ، اوهغه څوک چي دعوت ورکول کیږي ترفرعون بدنه دی .
الله (جل جلاله) ورته ارشادکوي : وقولا له قولا لینا !
تاسو فرعون ته په نرمۍ سره دعوت ورکړئ !
طلحه ابن عمر رحمه الله وامام عطآءرحمه الله ته وویل :
ستاپه مجلس کي هرقسم خلګ راټول وي .
اوزما طبیعت خوډېر سخت دی ؛ امام عطآء ورته وویل :
داسي مه کوه ! بلکه الله (جل جلاله) فرمایلي دي : تاسوخلګوته په ښه طریقه سره خبري کوئ اونرمي کوئ !
اوداسي نور ارشادات قراني اونبوي هم سته .
www.taleemulislam.net