بسم الله الرحمن الرحیم
عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ( الابدي ،الازلي ، الامدي . او السرمدي ) فرق
الابدي : هغه دی چي هيڅ نهایت نه لري.
الازلي : هغه دی چي هغه لره شروع یا ابتداء نه وي.
الامدي : هغه دي چي تر مابین د الازلي او ابدي وي.
السرمدي : هغه دی چي نه شروع یعني ابتداء لري او نه پاي یعني انتهاء .
د ( التحسس والتجسس ) ترمنځ فرق
التحسس : د خلکو د ښو او خیر خبرو تلاښ او پلټنه کول لکه چي الله جل جلاله په قرانکریم کی د یوسف علیه السلام په واقعه کې فرمايي:
(اذْهَبُوا فَتَحَسَّسُوا مِنْ يُوسُفَ وَأَخِيهِ) لاړ شئ د یوسف علیه السلام او د هغه د ورور پته ولټوئ.
التجسس : د خلکو د پټوو رازونو عیبونه پیژندل اود هغوی پلټنه کول ، لکه قران کي چې الله جل جلاله فرمايي:
(وَلَا تَجَسَّسُوا) د چا پټ عیبونه مه لټوئ
د ( الصمت او السکوت ) ترمنځ فرق
الصمت : هغه چوپتیا ته وايي چې د اداب او حکمت په وخت کي اختیاریږي.
سکوت : هغه چوپتیا ته وايي چي د د ویري په حالت کی اختیاريږي.
د ( الکابة او الحزن ) ترمنځ فرق
الکابة : هغه غم دی چې اظهار يي په مخ کي کیږي.
حزن : هغه غم دی چې په زړه کي پټ وي.
د ( شرقت الشمس او اشرقت الشمس ) ترمنځ فرق
شرقت : په معنی د راختلو سره دی
اشرقت : په معني د روښانه یا ځلانده کیدلو سره دی لکه قران کي راځي:
(وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا) یعني ځمکه به د خپل رب په نور سره ځلانده شي.
د ( التعلیم او التلقین ) ترمنځ فرق
التلقین: یواځي په خبرو یا کلام کي وي
التعلیم: په خبرو او نورو شیانو کي هم چا ته ورکولی شي لکه یو عربي مقوله ده چي: لقنه الشعر، و لا يقال : لقنه النجارة.
د جسد او بدن ترمنځ فرق
جسد: د انسان جسم د سر څخه نیولې تر پښو پوري ټول ته جسد وايي.
بدن : یواځي د انسان تنې ته وايي اطراف نه دې په کي داخل لکه لاس ، پښي او سر. (ردالمحتار مع الدر المختار . ج ۳ص ۲۵۶ مکتبه شامله)
د ( التضاد او التناقض ) ترمنځ فرق
التضاد: په فعل کي واقع كيږي.
التناقض: په اقوالو یعني خبرو کي واقع کیږي .
د ( الهبوط او النزول ) ترمنځ فرق
هبوط : په یو ځاي کې اقامت یعني د یو څه وخت لپاره اوسیدل ایت شریف کي راځي:
(اهْبِطُوا مِصْرًا فَإِنَّ لَكُمْ مَا سَأَلْتُمْ)
یعني نو ښار ته لاړ شئ څه چې غواړي هلته به يې ومومی.
مطلب ښار ته د اقامت لپاره ولاړ شی.
نزول : د یو موقت وخت لپاره یوځای دریدل چي استقرار نه وي په کې.
د ( مختال او فخور ) ترمنځ فرق
مختال: هغه کس ته وايي چې خپل ځان ته د افتخار په سترګه ګوري.
فخور: هغه چا ته وايي چې نورو خلکو ته د حقارت په سترګه ګوري.
د ( الظلم او الهضم ) ترمنځ فرق
الهضم : د چا څخه د بعضي حصي یا حق خوړل.
ظلم : د یو چا په پوره او ټول حق باندي قبضه کول.
لکه قران کې چي راغلي دي: (فَلا يَخَافُ ظُلْمًا وَلا هَضْمًا) او هغه چا ته به د څه ظلم او حق ضایع کیدو خطره نه وي چي ښه عمل وکړي.
د (المقسط او القاسط ) ترمنځ فرق
المقسط : عادل او انصاف کوونکي ته وايي.
لکه الله جل جلاله چي په قرانکریم کې فرمايي:
(إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ) الله جل جلاله د عدالت کوونکي کسانو سره محبت لري.
قاسط : ظالم او د حق څخه مخ اړونکي ته وايي.
لکه په قرانکریم کي چي راځي: (وَأَمَّا الْقَاسِطُونَ فَكَانُوا لِجَهَنَّمَ حَطَبًا) او کوم کسان چې د حق څخه مخ اړونکي دي هغوی د جهنم د سون مواد ګرځیدونکي دي.