تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غربیان ولي په اسلامي نړۍ کي د فعالیت دلچسپي لري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 22, 2023
  0

 غربیان ولي په اسلامي نړۍ کي د فعالیت دلچسپي لري

لیکنه: ذوالکفل ذکي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

هغه وخت چي د اسلام فاتحې لښکري له مدینې منورې د سهارني نسیم په څېر راوخوځیدې، شام، عراق\ او ټوله عربي جزیره یې فتحه کړه.


د فارس او روم امپراطورۍ یې ونړولې، د قتیبه آس په چین، د طارق لښکر د فرانسې سرحدونه اود عقبه بن نافع آس د اتلانتیک په سمندر کي خپلي پښې خښي کړې.


صلیبي نړۍ چي د لښکرو، وسلو او مهماتو له اړخه د مسلمانانو څو چنده غښتلي او قوي وه، مګر د تاریخ په اوږدو کي د خپلو شرمونکو او مکررو ماتو شاهدان وه.


د صلیب مفکرین او نخبه اشخاص سره راټول او دې نتیجې ته ورسیدل چي د مسلمانانو د کامیابۍ راز په ماده کي نه بلکي پر معنویت او عقیده کي دئ، تر هغو چي اسلام په اسلام کي له منځه یونسو بریا مو محال ده. ددې پلان د عملي کولو په پار د اسلامي نړۍ پرطرف یې هر اړخیز هجوم راوړ او خپل دعوت یې پیل کړ.


ددعوت مراحل


۱ - دخلکو له زړونو نفرت لري کول: دوی په اسلامي نړۍ کي ځانونه دانسانیت خیرخواهان معرفي کوي، مرستي کوي، عام المنفعه تأسیسات رغوي ترڅو په ملتونو کي د ځانونو پر اړه حساسیتونه له منځه یوسي.


۲ - اعتماد پیدا کول: د مسلمانانو اعتماد پر ځان ډیروي او ددې کار د تطبیق لپاره په ټریلیونونه ډالر پکار اچوي، له خپلې نظامي بودیجې څخه ولسونو ته مساجد، لویې لاري، ویالې، د اوبو بندونه او نور ضروریات رغوي، چي پدې طریقه په ولسونو کي د محبوبیت ریښې غزوي.


۳ - دسیمې خلک روزل چي بیا ددوی اهداف پرمخ یوسي: ددوی مفکرین وایي چي ونه غوڅوې نو د ونې په یو ښاخ به یې غوڅوې.


په اسلامي نړۍ کي زموږ له منځ څخه اشخاص په خپلو پوهنتونونو او علمي مراکزو کي روزي، دغرب کلتور فرهنګ او نصاب ورتلقینوي، د بیرته راستولو نه بعد په اسلامي ممالکو کي لوړ پوسټونه، رسنۍ او ټول لوازم په اختیار کي ورکوي، چي تر غربیانو بیا دوی غربي ګټو ته متعهد پاتې وي.


ددعوت خپرولو وسایل:


الف ددوی کومکي وسایل


۱ - فقر: غربیان په هغه ځای کي د کار او فعالیت دلچسپی ښیي چي هلته فقر وي او یا هلته د جګړو او نورو ناخوالو له وجې فقر رامنځ ته کوي، په سلګونو مؤسیسې په مختلفو نومونو هلته استوي، چي خلکو ته په شهدو کي زهر ورکړي، خلکو ته ورتلقینوي چي موږ ستاسو مددګاران یو مرستې درسره کوو او ژوند مو ژغورو او له همدې لاري خپل شوم اهداف پر مخ وړي.


۲ - جهل: غربیان ځانونه د علم علمبرداران بولي، علم د هر انسان مسلم حق ګڼي، هلته چي جهل اوج ته رسیدلی وي د مکاتبو پر جوړولو پیل کوي په لسګونو او سلګونه مکاتب جوړوي، خپل نصاب ورته زموږ په واسطه تدریسوي.


۳ - مرضونه: په هغه ځای کي چي مرضونه وي هلته غربي مؤسیسې تر ټولو ژر ځانونه رسوي، د کلینیکونو په جوړولو اولیه مرستو ددوا پر ویش او همکارۍ کي ستر رول لوبوي. 


ددوی د کامیابی راز


۱ - پلان: غربیان چي کله د یو هيواد د اشغال او استعمار اراده وکړي دهغه د تطبیق لپاره د لسو، شلو او سلو کلونو لپاره پلان طرحه کوي، نسلونه ورته روزي، پرمختللي او معاصره تکنالوژي پکار اچوي او پدې لار کي هر قسم سرښندني ته چمتو وي.


۲ – صبر: د غربیانو هلکان او نجوني چي خپل له خوښیو ډک ژوند، خپل Girl friend او Boy friend پریږدي له لسګونو زره کیلو متره واټن په طی کولو د مور، پلار او کورنۍ په ترک کولو له اروپا او امریکا راځي سختی ګالي د هلمند کندز، نورستان، کنړ او بدخشان په غرونو او کلیو کي په کلونه کلونه تېروي. دوی د یوځانګري هدف او اسلامي امت په خپل ځان کي د مدغم کولو هوډ لري، ټول ژوند یې د اسلامي امت د نوي نسلونو د تباهۍ لپاره وقف کړی وي.


۳ - دعوت لپاره ستراتیژي: دوی که یو کلینیک، مکتب، پل، سرک، څاه او نور عام المنفعه ځایونه رغوي اساسي علت یې دادی چي د غرب او کفر پر وړاندې د مسلمانو ملتونو حساسیتونه له منځه یوسي، ځانونه ورته خپل خیرخواهان او دوستان معرفي کړي، په زرګونو مؤسیسې یې د همدې کار لپاره په دندو ګمارلي په لکونو خلک پکښي په کار اخته دي چي ستر او لوړ معاشات ورکوي.
صلیبي نړۍ دا هرڅه ددې لپاره کوي ترڅو اسلامي امت پرخپل ځان کي منحل کړي، د سیکولریزم، هیومنیزم، ګلوبلایزیشن او دیموکراسي په زهرو یې ولړي، چي بیا یو مسلمان له کافره نفرت ونکړي، مقابل صف کي ونه دریږي او د جهـاد فکر او روحیه پکي له منځه یوسي.


یو مؤمن کي د حریت، د اسلامي نظام د راوستو او د الله پرځمکه د الله د قانون د نافیظدو احساس او جرئت ووژني.


بیابه مور هیڅکله یو داسې بچی ونه زیږوي چي له مراکشه د خپل فلسطیني ورور مرستې ته ورشي.


بیابه پلار داسې زوی تربیه نکړي چي له بغداده اسلامي لښکري شرقي ترکستان ته ولیږي.


بیابه استاد داسې شاګرد ونه روزي چي امت متحد او پر یوه غولي راټول کړي؛ بلکي ځوان نسل به مو د عیش او عشرت په ګرداب کي راګیر وي، په لوبو او خرمستیوبه روږدی وي، شهواني قوه به یې اوج ته رسول شوې وي او یو ماده پرست کالبوت به وي او بس. لکه څرنګه چي همدا اوس د امت ځوان نسل وینو.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته