لیکنه: مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د لوېدیځوالو اصلي هدف
په دين، تمدن او انساني ارزښتونو کي د مسلمانانو شکمن کول: لويديځوال غواړي چي مسلمانان په دين، عقايدو، اخلاقو، فکري ارزښتونو، عاداتو او ټولنيزو دودونو کي د لويديځ/غرب په شان وي او د ژوند په هره برخه کي يې تقليد وکړي. له یوې خوا د مسلمانانو په زړونو کي کرکه چي له کفارو سره یې لري له منځه یوسي، او له بلې خوا ټول اسلامي هیوادونه د غربي محصولاتو د مصرف لوی بازار وګرځي. چي وروسته بیا د سوداګرۍ د نړیوال سازمان یا WTO لخوا د بهرنۍ پانګوني په نوم د غربي ملټي نیشنل کمپنیو لخوا به دغه بازار کنټرولیږي او د مسلمانانو مالونه او محصولات به له منځه وړي، نو د دې کار موخه د مسلمانانو کلتور، اسلامي طریقې او اسلامي جامې په خلګو کې کم رنګه معرفي کول او په سیمه یا خلکو کي د لویدیځوالو کلتور یا جامي او محصولات په مسلمانانو کي خپرول دي.
www.taleemulislam.net