تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کفارو پلانونه او زموږ مسئولیت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 9, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالسلام غزنوي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د کفارو پلانونه او زموږ مسئولیت


دا چي رسول الله صلي الله علیه وسلم تر قیامت پوري حالات د خپل امت لپاره بیان کړی دئ،، چي مسلمانان به له کومو حالاتو سره مخ کیږي او په داسي حالت کي د دنیا او آخرت لپاره باید کومه کړنلاره وټاکل شي، نو که موږ دا ټولي خبري د خپل پیغمبر صلي الله علیه وسلم  په احادیثو کي ونه لټوو، نو تر هغه وخته به دا امت د دجالي رسنیو  په خورو شویو تیارو کي لالهانده وي له یوې وروسته به له بلي تیارې سره مخ کیږي. 


کومه خبره چي په رسنیو کي روانه وي، ټول تبصره کوونکي او کار پوهان به په هغه خپل اعصاب خوري د نړیوال رسنیو واکمن یهود یې چي په کومو لوري وړل غواړي د خلکو ذهنونه به په هماغو لوري اړوي. 


نو که موږ غواړو چي د حق او باطل په دې جګړه کي ځان، کورنۍ او خپل هیواد وژغورو، نو باید په لاندي خبرو باندي ځان پوه کړو. 
۱ :  دیني پوهه: لومړی باید خپل دین په سمه توګه وپیژنو او د قرآن او سنتو مطابق ژوند وکړو. دیني زده کړي کولای شي موږ ته د حق او باطل تر منځ توپیر معلوم کړي.


۲ : وحدت او یووالي: د امت په کچه وحدت او یووالی ډیر مهم دئ. اختلافات باید د علم او حکمت په چوکاټ کي حل شي، ترڅو مسلمانان سره متحد شي او د پردیو د نفوذ مخه ونیسي.


۳ : اقتصادي پیاوړتیا: خپل اقتصادي حالت باید ښه کړو. په اقتصادي برخه کي خپلواک کیدل د امت د ځواکمن کیدو لپاره ډیر مهم دي. خپل تولیدات زیاتول، پانګونه کول او د خپل تجارت او اقتصاد خپلواکي ساتل مهم دي.


۴ :  تعلیمي پرمختګ: د عصري علومو سره اشنا کیدل هم ضرور دي. د تعلیم د پیاوړتیا له لاري کولای شو خپل راتلونکی حالت تضمین کړو او په علمي او تخنیکي ډګرونو کي پرمختګ وکړو.


۵ :  د رسنیو او تبلیغاتو  په اړه ځان پوه کول: کفار زیاتره وخت د رسنیو له لاري منفي تبلیغات کوي. موږ باید د رسنیو په کارولو کي ماهر شو او په دې برخه کي خپل پیغام په اغیزمنه توګه نړۍ ته وړاندي کړو، او د کفارو د منفي تبلیغاتو تر اثر لاندي ځان او فکر رانه ولو.


۶ : اخلاق او عمل: د اسلامي اخلاقو مطابق عمل کول د دعوت یو مهم وسیله ده. که موږ د خپلو اعمالو او چلند له لاري ښه مثالونه ټولني ته وړاندي کړو، نو د نورو خلکو د زړه راښکولو امکان شته.


دا ټولې برخي کولای شي د اسلامي امت لپاره د راتلونکو ننګونو سره د مبارزې وسیلې شي او  هر مسلمان باید دا خپل فردي او ټولنیز مسؤولیت وګڼي چي هغه سر له اوسه د پورته ذکر شویو کړنلارو سره سم په خپل کور او ټولنه کي خواري وکړي او خپله کورنۍ، خپلوان او ملګري همدغه ټکو ته متوجه کړي داسي به ان شاء الله د هغه په خواري کي الله جل جلاله برکت واچوي. 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته