تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلام د دښمنانو مهم اهداف
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 23, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالسلام غزنوي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د اسلام د دښمنانو مهم اهداف

 

نن چي اروپا د اروپايي یووالي پر لور خلګو ته بلنه ورکوي، خو بلمقابل د اسلامي یووالي د مخنیوي لپاره یې کمین نیولی دئ. که امریکا د بشر د حقوقو خبري کوي، خو بل طرف ته د اسلام او مسلمانانو پر وړاندي د جګړې لپاره قصد او اراده لري. که روسیه د نړیوال امپریالیزم پر وړاندې برید کوي، خو خپله د هغو پلان جوړوونکو په سر کي ده چي د اسلامي نړۍ د محاصرې لپاره هڅي کوي او د نظامي اډو په جوړولو او الحادي تنظیمونو په منځته راوړلو سره د اسلامي نړۍ پر وړاندي بریدونه کوي.


که کلیسا د مهاجرینو په اړه د مور په څېر د خواخوږۍ څرګندوني کوي، خو هيڅکله د ځینو هېوادونو د مهاجرینو لپاره اقدام نه کوي، که د لوېدیځ سیاسي او کلتوري سازمانونه د فکر د آزادۍ او د انسان د حقوقو ناره پورته کوي، خو په حقیقت کي د هغه کسان پر وړاندي هیڅ کله نه درېږي چي د مسلمان ملت د وینو بهولو پلانونه لري. زموږ په وړاندي یو ژوندی مثال نن ورځ په غزه (فلسطین) کي لیدل کيږي، چیرته چي امریکا په ښکاره توګه د غزې شریفو خلکو پر نسل وژنې ټینګار کوي او هره ورځ د غزې د اشغالګر دولت لپاره لوی بم افگنونه او خطرناک بمونه برابروي. دا ټولي کړني د دې لپاره ترسره کيږي، چي جنګ او جګړه یې مالي سرچینې ډېري کړي او بانکونه یې لا بډایه کړي او بل طرف ته د مسلمانانو په قتل عام سره اسلام او مسلمانان ضعیف کړي. 


که صهیونستي یهودي سازمانونه د ځینو هېوادونو د مهاجرینو پر مخ خپل دروازې خلاصوي، همدغه جهنمي سازمانونه هڅه کوي چي د غزې خلک له خپلي خاوري وشړي او ډېری یې په پناه‌غوښتونکو بدل کړي.


نو دلته دوه‌مخیز چلند شتون لري او حسابونه په دوه ډوله تصفیه کيږي. د همدې او په سلګونو نورو دلایلو له مخې، بیا بیا وایو چي صلیبي جګړې لا هم رواني دي، په بېلابېلو بڼو، له ډېرې ځیرکۍ او ژورې اغېزمنتیا سره او په پراخه توګه خپرېږي. هر وخت خپل ځان له سره تنظیموي. شوروي اتحاد له دوه سوه زره عسکرو سره پر افغانستان برید وکړ،خو د اشغالولو توان یې ونه ‌موند، نو معلومه ده چي ټوله اسلامي نړۍ نشي اشغالولی. 


 د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې کتابونه وګورئ:  "طریق الدعوه فی ظلال القرآن". د احمد فائز له خوا راټول او ترتیب شوی، مخونه ۱۱۱- ۱۰۸.  "اسالیب الغزو الفکری للعالم الاسلامی"، مخونه ۹۵ - ۹۲.علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته