تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت (۱۸)
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  August 30, 2023
  0
 
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي

ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه

 

مختصر نبوي سیرت
(اتلسمه برخه) 
 
 
د عُکاشه بن مِحْصَن سریه
 
o د شپږم هجري کال په همدې ربیع الاول میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل صحابي عُکاشه بن مِحصَن ته پر بني اسد قبیله د برید دنده وسپارله، چي دا ځل هم دښمن فرار ته پر قرار ترجیح ورکړه او د مقابلې له ډګره یې پښې سپکي کړې.
 
د محمد بن مَسْلَمه رضي الله عنه سریه
 
o د شپږم هجري کال په ربیع الآخر میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم پر بني ثَعْلَبَه چي د غطفان قبیلې یوه پښه ده د برید په موخه د محمد بن مسلمه رضي الله عنه په مشرۍ یوه سریه واستوله، چي سیمي ته له رسېدو وروسته یې له دښمن سره مخامخ جګړه وکړه.
 
د ابو عُبیده بن جَرَّاح رضي الله عنه سریه
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپږم هجري کال په ربیع الآخر میاشت کي بله سریه د ابو عبیده بن جراح تر مشرۍ لاندي پر ذي القَصَّه د برید له پاره واستوله، دې مجاهدینو پر دښمن یرغل وکړ او څه اندازه غنیمتونه یې ورنه ونیول.
 
د زید بن حارثه رضي الله عنه سریه
 
o همدا راز د شپږم هجري کال په ربیع الآخر میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم زید بن حارثه رضي الله عنه د یوه جهادي ګروپ مشر وټاکه او دنده یې ورکړه چي پر بني سُلَیْم برید وکړي، دا ډله مجاهدین هم د خپلي دندي تر اداء وروسته له یو شمېر غنمیتونو سره روغ رمټ بېرته مدینې ته راستانه شول.
 
د زید بن حارثه رضي الله عنه سریه
 
o ورپسې د شپږم هجري کال په جمادي الأولی میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د قریشو پر یوې قافلې د برید له پاره بیا د زید بن حارثه رضي الله عنه په مشرۍ یوه سریه (جنګي ډله) جوړه او واستوله.
 
o دې مجاهدینو یاده قافله لاندي کړه، ټول مالونه یې غنیمت او د قافلې سره مل ټول کسان یې اسیران کړل، د اسیرانو په ډله کي یو هم د نبي صلی الله علیه وسلم د لور زینب رضي الله عنها خاوند ابوالعاص بن ربیع و، چي لا په اسلام مشرف شوی نه و.
 
o زینب بنت نبي صلی الله علیه وسلم خپل مشرک خاوند ابو العاص بن ربیع ته پناه ورکړه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ټول اسیران خوشي کړل او مسلمانانو ابو العاص بن ربیع ته د هغه ټول مالونه بېرته وروسپارل.
 
o ابو العاص بن ربیع مکي ته ستون شو، هلته یې د مکي خلکو ته ټول هغه اموال وسپارل چي په دې قافله (کاروان) کي وو، بیا (ابوالعاص) په اسلام مشرف شو او مدینې ته یې هجرت وکړ.
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته