ژباړه : مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د فکري جګړې د مخنیوي لاري چاري
رواني جګړه د فکري، کلتوري او ایډیالوژیکي فضا د رامنځته کولو یوه هڅه ده، چي د مناسبو رسنیو د وسایلو د کارولو په ګډون په ټولو برخو کي فکري هوښیارتیا او هنري مدیریت ته اړتیا لري. موږ باید د دښمن له رواني جګړې سره د دښمن په همدې طریقو سره مقابله وکړو او د اسلامي ارزښتونو، کلتور او اخلاقو مراعات وکړو او د هغوی ښکاره او پټي دسیسې شنډ کړو. له دې جګړې سره د مقابلې تر ټولو مهمي لاري، چي موثریت یې د تجربې له مخي ثابت شوی دا دي:
۱ : پر الله جل جلاله توکل او د اسلام له دښمنانو سره په مقابله کي د الله جل جلاله په مرسته باور کول.
۲ : د دوست او دښمن د پېژندلو بصیرت او د رواني جګړې د بېلابېلو ډولونو او د هغې سره د مقابلې د لارو چارو پوهاوی.
۳ : پر ځان باور او خپل دیني هویت ته راګرځیدل: که یو ملت په خپله سرمایه، امکاناتو، وړتیاوو، امتیازاتو او برتری باور ولري، هیڅکله به د بهرنیانو په وړاندي د کمترۍ احساس ونه کړي او ډیر لږ به له رواني جګړو اغیزمن شي.
۴ : د خپل هیواد داخلي خلکو کنټرول او د دوی ترمنځ همغږي رامنځته کول: دا د هري ټولني د مشرانو او واکمنانو مسؤلیت دی، چي که چیرته د خپلو ځواکونو له تجاوز/ افراط او تفریط څخه سترګي پټي کړي او یا د خپلو ځواکونو ترمنځ توازن رامینځته نه کړي. نو له امله یې د خپل هیواد د خلکو او یا د خپلو ځواکونو ترمنځ بې اتفاقي د دښمن د رواني جګړې د بریالیتوب لامل کیږي.
۵ : د ټولني د غړو تر منځ د دوستۍ او پيوستون رامنځته کول: د هیواد په مشرانو او مسؤلینو باندي لازمه ده چي د ټولني د وګړو ترمنځ باور او او د یو بل د خبرو د تحمل او پورته کولو توان رامنځ ته کړئ او د وېش او تفرقې مخه باید ونيول شي، چي ټولنه په ډلو ډلو ویش د بې اعتمادۍ بنسټ جوړوي او د دښمنانو له ارادو سره مرسته کوي.
۶ : د ریښتیا ویلو عادت په خلګو کي خپرول او له دروغو څخه ډډه کول.
۷ : د اسلامي وقار او واک په لار کي د داخلي وسایلو او وړتیاوو څخه کار اخیستل.
۸ : د هیوادوالو روزنه ترڅو دوی وکولی شي د حقیقت او دروغو تبلیغاتو تر مینځ توپیر وکړي. له همدې امله باید پوه شي او د افواهاتو د خپریدو په مخنیوي سره د دښمن درواغ بې بنسټه کړي او هغه څه چي په بیلابیلو ځایونو کي یې اورېدلي له بیانولو ډډه وکړي.
۹ : د دښمن په کمزورو ټکو پوهېدل، دښمن تل هڅه کوي، چي د خپلو کمزورو ټکو په پټولو سره د اورېدونکو په ذهنونو کي ناسم واک رامنځته کړي او په دې توګه د دوي مخالف له جګړې څخه نا امیده کړي او کله چي د دښمن کمزوري ټکي روښانه او ښکاره شي، نو له همدې سببه دښمن په ذهنونو کي د خپلي ماتي نظریه رامنځ ته کیږي او دښمن ماته خوري.
www.taleemulislam.net