تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د استشراق لومي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 16, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالسلام غزنوي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 د استشراق لومي


استشراق  کلمه د شرق څخه اخیستل شوي چي ختیځ ته وايي او په فکري جګړه کي یې مطلب  ختیځ یا شرق پیژندنه ده، د شرق له پيژندني څخه هدف د مسلمانانو دین کلتور او ټولنیزو ژوند پيژندل دي. 


استشراق هم هغه وخت رامنځ ته شو، چي کله صلیبانو په صلیبي جګړو کي ماتې وخوړه، نو دوی د اسلامي علومو زده کړي ته مخه کړه او په دې اړه یې دا هڅه وکړه چي د اسلام په مبارک دین قران، سنت او د اسلام په نورو ارزښتونو باندي نیوکي وکړي او مسلمانان په خپل دین کي شکمن کړي، نو په همدې اساس د استشراق هدف دادی چي د اسلام د مبارک دین په کفري هیوادونو کي مخنیوي او په اسلامي هیوادونو کي کفري قانون عملي کول  دي او په دې وروستیو کي یې اسشتراق په نوي بڼه باندي څرګند کړئ، چي د یوې علمي څیړني نوم او شکل یې ورکړی او په اسلامي هیوادنو کي یې د امریکايي پوهنتونونو په نامه تعلیمي مرکزونه رامنځ ته کړي او په دې پوهنتونو کي یې خپل اهداف د اسلامي نړۍ په ځوانانو کي پیچکاری کړل او بیا یې ټولني ته د متفکرینو یا په نورو مشهوره نومونو باندي معرفي کړل او همدارنګه په کفري هیوادونو کي هم په پوهنتونو کي خپل اهداف د اسلامي امورو په زده کولو کي ځای پر ځای کړل او په ډیر چم یې د اسلامي نړۍ ځوانان خپلو هیوادنو ته جذب کړل، مثلاً په اسلامي هیوادنو کي کار او بار نه شتون، او همدارنګه که په اسلامي هیوادنو کي ژوند ته ادامه ورکړی، آینده به مو خرابه وي، له تعلیم څخه به وروسته پاتې وی، او دې ته ورته نور تبلیغات یې په اسلامي ټولنه کي خپاره کړل او د اسلامي هیوادنو څخه هم بې حسابه ځوانان غربي هیوادنو ته ولاړل او هلته له مخکي په پوهنتونو کي د دوي د اذهانو د اشغالولو لپاره ترتیب نیول شوي وو او زموږ بې شماره ځوانان د استشراق په لومو او اهدافو کي ګیر شول، نو یا له غرب څخه د ټولنیزو رسنیو له لاري پر اسلام او اسلامي ټولنه نیوکي کوي او یا د غرب په هڅه په اسلامي هیوادنو کي حاکمان شول او د غرب اهداف پر مخ باندې وړي.

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته