لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په غزه کي روان وضعیت د کفارو د وحشت یوه ژوندۍ بېلګه ده
کفار او د بشري حقوقو درواغجن مدافعین په غزه کي د ښځو او کوچنیانو په شهیدانولو سره دا ښیي، چي دوی څومره وحشي طبیعته خلګ دي.
کفار نن هم د اسلام او مسلمانانو سرسخته دښمنان دي، د اسلام سره د دوی کینه او بغض نن هم د پخوا په شان دئ.
د نړۍوالي سولي، امنیت، نړۍوالتوب، انسانیت او داسي نور یوازي د رسنیو پر مخ خطا ایستونکي اصطلاحات دي، په اصل کي همدا کفار د نړۍوالي سولي، امنیت، نړۍوالتوب او انسانیت مخربین دي.
همدا کفار دي، چي پر نړۍوالي ترهګرۍ، قاچاق او نورو نادودو د خپلو شخصي ګټو په موخه پانګوني کوي.
همدا کفار دي، چي د اسلامي هیوادونو په کورنیو چارو کي لاسوهني کوي، مشروع نظامونه یې سقوطوي او په ډېر بد ډول سره یې استثماروي.
www.taleemulislam