تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امت یووالی(۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 18, 2023
  0

د امت یووالی

(لومړۍ برخه)


لیکوال: مفتي محمد شفیع عثماني رح
ژباړن: مولوي رحمت الله نړیوال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه



الحمد لله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی


د امت یووالی


دا پورتنی عنوان لکه څنګه چي د خپل حقیقت له رویه دومره یقیني او واضح دی، چي د دوو رایو امکان پکښي نسته؛ همداسي یې زموږ په ټولنه کي شتون  دومره لږ دئ، چي خپلي ټولني ته په کتو پر دې موضوع د بحث کولو جرئت نه سم کولای، دا عنوان، چي «اسلامي امت یو نه تقسیمېدونکی وحدت» دئ، دا خبره پر خپل ځای صحیح او یو روڼ حقیقت دئ، مګر زموږ حالات او وضعیت نړۍ ته ددې خلاف دا ور په ګوته کوي چي دا امت یو نه یوځای کېدونکی بیلوالی دی، د خپل وخت له حالاتو او ځانګړتیاوو نظر اړول او پر یوه مسئله بحث کول یوه نوې فلسفه بولم، چي زموږ په هیڅ درد نه خوري؛ ځکه زه ددې مسئلې پر مثبت اړخ باندي له خبري کولو څخه زیات ددې پر منفي اړخ، اختلاف او بېلتون او د هغه پر اسبابو او پر علاج او درملنه بحث کوم.


تر کومه بریده، چي د اسلام د یووالي بلنه او د ټولې نړۍ مسلمانان، بلکي ټوله انسانان یو قوم، یوه کورنۍ او د یوې ورورولۍ د جوړولو خبره ده، دا یوه داسي خبره نه ده، چي پر یوه مسلمان دي پټه وي، قرآن کریم په واضحو ټکو «خلقکم من نفس واحدة» کي ټول انسانان او په  «انما المؤمنون اخوة» کي یې ټول مسلمانان وروڼه بللي.


د هغه وخت د مسلمانانو تر ټولو لویه غونډه، حجة الوداع په وروستۍ خطبه کي نبي علیه السلام په خپلو لارښوونو کي دا خبره په ډیر وضاحت سره وکړه چي: په اسلام کي د سپین او تور، عرب او عجم او... هیڅ فرق نسته، ټول د یوې مور او پلار بچیان دي.
دې فرمان د جهالت هغه اتحادیې چي د کورنۍ او نسب پر اساس یا د هیواد، رنګ او ژبي پر اساس خلکو جوړي کړي وې؛ د ټولو بتان یې مات او یواځي یې د خدای پرستۍ او د دین وحدت قایم کړ، همدا هغه حقیقي وحدت او یووالی دئ، چي د ختيځ او لوېدیځ ټول بني آدم او د انساني نوعي ټول وګړي سره یو کولای سي، یو قوم او یوه ورورولي ځني جوړولای سي.


د نسب او هیواد یا د رنګ او ژبي پر اساس چي جاهلانو کومي اتحادیې جوړي کړي وې او د نن تش په نوم روشن خیالۍ په دور کي بیا لمانځل کیږي د همدې وحدتونو او اتحادیو پر اساس د انسانانو په قشرونو کي داسي تفرقې او اختلافات رامنځ ته سوي دي چي د له منځه وړلو یې هیڅ امکان نسته؛ څوک چي تور دي هغه سپینېدلای نه سي، څوک چي نسبًا سیدان او... نه دي، هغوی په هیڅ هڅو او کوششونو سیدان او... نسي جوړېدلای.


اسلام امت و یوه داسي وحدت او یووالي ته را بولي چي پکي ټول انساني وګړي پرته له کوم تکلیفه یوځای کېدلای سي او دا چي دا وحدت او یووالی د یوه حقیقي مالک  «وحده لاشریک له» له تعلق او د هغه له اطاعت سره تړلی دئ؛ ځکه خو بلاشبهه تقسیم نه منونکی  (وحدت)  دئ.


ددې پورته عنوان پر مثبت اړخ همدومره بحث کافي بولم، مګر اوس وینو چي دا یوه داسي عقیده او مفکوره ګرځېدلې ده چي پر ژبو جاري او کتابونو کي لیکل سوې ده، لیکن یواځي زموږ د شاوخوا هم نه، بلکي که له ختیځه تر لوېدیځه د انسانانو سروي واخیستل سي ؛ نو و به لیدل سي چي دا ملت یو داسي بېلتون دئ، چي د یوځای کيدو امکان یې له لیري هم نه تر سترګو کیږي، دا هغه ملت دئ، چي د دنیا ټول انسانان یې د یوه خدای پر اطاعت سره را یوځای کړي، د یوې وروولۍ د جوړېدو بلنه یې ورکړې ده: الله ﷻ فرمایي:


 یا ایها الناس اتقوا ربکم الذي خلقکم من نفس واحدة. (سوره نساء)


‌ژباړه: اې خلکو!  له خپل ربه ووېرېږئ، چا چي تاسي له یؤه نفسه پیدا کړي یاست.


خو چي له مسلسل دعوت او د افهام او تفهیم سره - سره بیا هم خلک له دې ورورولۍ پرې سول، نو هغوی یو بېل قوم وبلل سو او د خدای تعالی منونکي چي له دستور سره یو قوم، یو ملت او بنیان مرصوص (په سرپو پوښل سوی دېوال) بلل سوی؛ نن همغه ملت په رنګارنګ تفرقو کي مبتلا، یو له بل څخه بیزار لیدل کیږي، په دې کي د سیاسي ګوندونو جګړې، د کاروبار بېلیدل، د شتمن او غریب تفرقه خو د کرکي اساس ؤ،  ډیره د افسوس خبره خو دا ده چي دین او خدا پرستي چي د اغیارو د خپلولو او د نسبي، نسلي، وطني او ژبني تفرقو د ختمولو ګټوره نسخه وه؛ نن هغه هم زموږ لپاره د جنګ او جدل، د دښمنیو او جګړو ذریعه ګرځیدلې، چي ټول ملت یې په دیني او دنیوي لحاظ د هلاکت وکندې ته ټیل وهلی او له  دې څخه د خلاصون هیڅ علاج نه تر سترګو کیږي، زموږ هر ګوند د بېلیدو او هره غونډه مو د جلاوالي اسباب برابروي او همدا هغه ناروغي ده چي اسلامي نړۍ یې د خپل نفوسي ډیروالي سره سره شا ته پرېیښې ده؛ ځکه خو هر  قوم تمه لري چي موږ په خپلو کي ورګډ کړي، د مسلمانانو د ژوند پر هره شعبه، له عقایدو نیولې تراعمالو او اخلاقو، له ثقافت او ټولنیزو چارو نیولې تر کاروبار او اقتصادیاتو پوري هر قوم او هر هیواد، یرغل کړی دئ، له یوې خوا مو پر حکومتونو، تجارت او اقتصاد بندیزونه لګول کیږي، له بلي خوا د ملحدانه تزویراتو په ذریعه مو عقیدې او نظریې را تخریبوي، زموږ د دین او خدا پرستۍ اصول د نوي تعلیم، نوي کلتور، خیرخواهۍ او همدردۍ په نوم په خواهش پرستۍ اړوي، زموږ ولس د انګریز په ۱۵۰ کلني دور کي (د لیکوال خپله سیمه برصغیر مراد دی) د مختلفو تدبیرونو په ذریعه له دیني علم څخه محروم او له حقایقو نابلده کړل سو، اوس چي کوم څه د دوی لخوا ورباندي تپل کیږي هغه خپله نیکبختي بولي، په ځانګړې توګه چي د همدې تعلیم او ثقافت تر سایې لاندي د نفس بې مهاره خواهشاتو او د عیش و عشرت ډګر هم فارغ تر سترګو کیږي او زموږ علماء، د فکر او نظر څښتنان په خپل  منځ کي په جزئي او فروعي اختلافاتو او ډیر بې ضروورته مسئلو کي داسي ښکیل دي؛ ته به وا دوی پر اسلامي سرحداتو په یرغلیزو  بریدونو ګرسره خبر نه دي. 


نور بیا... 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته