لیکنه: مولوي عنایت الله علمي
د اسلام لومړی خلیفه امیرالمؤمنین حضرت ابوبکر الصّدِّیق رضی الله عنه د ډير نرم، حليم او پاسته طبيعت خاوند ؤ، مګر نه د الله جل جلاله پر دښمنانو، خو د مسلمانانو سره يې ډيره نرمه، پسته او ملائمه ګذاره کول، تر داسي اندازې چي د مسلمانانو ماشومانو چي به وليدى پسي ځغستل به يې.
عادتاً هلکان چي استاد و ويني ځني ځغلي او پټيږي، مګر هلکانو چي به خليفةَ رسولِ الله ﷺ وليدى پسي ځغستل به يې او ورته ويل به يې:
يا أبتي يا أبتي! اې پلاره اې پلاره، او ده به يې پر سرو لاس ور تېراوه، دا د ابوبکر الصّدِّیق رضي الله عنه نرمي او حِلم ؤ.
(خلفاء الراشدین رضی الله عنهم /تعلیم الاسلام ویب پاڼه)